سیګار: د افغانستان بانک د طالبانو تر کنټرول لاندې یوه اداره ده

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو پلټونکې اداره سیګار د سه شنبې په ورځ کانګرس ته ویلي، ارزونې ښیي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک خپلواک نه دی او د پېسو د سپینولو او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي توان نه لري.