• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره: د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ یو

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رييس غلام حیدر شهامت؛ د سې شنبې په ورځ ( د زمري۱۷مه) حکومت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې افغانستان د کانونو د صنعت په ګډون په بیلابیلو برخو کې د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ دی.

هغه وایي؛ د مسلکي او متخصصو کسانو روزنه د مسلکي زده کړو د ادارې مسوولیت دی خو له بده مرغه دا مسوولیت له تېر نظامه په سمه توګه نه دی ترسره شوی.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه افغان مسلکي کادرونه کډوال شوي دي.

هغه زیاتوي، چې په ټول هېواد کې ۳۷۲ د زده کړو مسلکي مرکزونه موجود دي، چې ۸۶ زره ۲۱۱ سوه زده کړیالان پکې په زدکړو بوخت دي. هر کال له دغو تعلیمي او مسلکي مرکزونو ۱۵ زره زده کړیالان فارغیږي.

دغه اداره زیاتوي که چیرته ځوانانو ته د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې لخوا د بازار د ورځنیو اړتیاوو پر بنسټ تعلیمي نصاب چمتو او تدریس شي په هېواد کې به د بیکارۍ ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

دې ادارې په تېر یوه کال کې ۵ ساختماني پروژي بشپړې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني جمهوري دولت له پرځېدو وروسته هغه افغان متخصصین چې په افغانستان کې دننه پاتې شوي له دندو لېرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ تایید کړه، چې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي؛ چې یاده پېښه تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ د شېخ مصري کمپ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې د ناپېژاندو کسانو له خوا یوه کور ته لاسي بمونه ورغورځول شوي؛ چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په همدغې سیمې کې یوې سراچې موټر ته لاسي بم ورغورځول شوی و، چې له امله یې ډرېور او یوه سپرلۍ زخمیان شوي وو.

حامد کرزي له مارکُس پوتزل سره په لیدنه کې؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس (ټویټر) لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي.

په دې کتنه کې سربیره پر دې؛ چې دواړو خواو د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کړي، پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د بنسټ له همکاريو هم مننه کړې ده.

همداراز؛ په دې غونډه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي خبرو پیل اړین ګڼل شوی دی.

له دې وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان خبریالانو سره په لیدنه کې د یوه ملي ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دایمي سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین دی.

طالبانو په پنجشیر کې د زمردو د کان کیندنې چارې پیل کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د پنجشیر د والي په حواله وايي، چې د دغه کان کېندنه به په حصه اول ولسوالۍ کې له درېیو تر څلور زره مترو په لوړوالي پيل شي.

سرچینه د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم د رییس مولوي محمد قاسم اميري په حواله زیاتوي؛ د پنجشېر د زمردو کان د غرونو په منځ، د سفيد چهره او حصه اول په ولسواليو کې پروت دی او کان کیندونکي دې سیمو ته پلي تګ راتګ کوي.

هغه زياته کړې؛ د کان کیندې چارې یې اوس مهال له سیمه ییزو کان کیندونکو سره پیل کړي، چې له کوچنيو برقي وسايلو څخه پکې کار اخلي.

د پنجشېر زمردو د کيفيت له پلوه د نړۍ د زمردو په لړ کې لومړى مقام لري او د کرسټالي بڼې، روڼتیا، د تخریب نشتوالي او داسې نورو ځانګړو خصوصیاتو په لرلو سره د دې ولایت د نادرو زمردو څخه ګنل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان واک ته له رسېدو وروسته د عوایدو د اصلي سرچینې په توګه د معدنونو کېندنه پیل کړې ده.

د انډونیزیا ولسمشر او او ای سي سرمنشي:په افغانستان کې باید د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیره وايي؛ د دغه هېواد ولسمشر جوکو ویدودو او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په جاکارتا کې لیدلي او د نورو مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په خبره ټینګار کړی دی.

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیري رنتو مرسودي پر ټویټر (ایکس) لیکلي، چې ولسمشر ویدودو او ابراهیم طه په افغانستان کې د افغان مېرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې جونو ښوونځي باید پرانیستل شي.

نوموړې زیاتوي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت، د بشري مرستو پر رسولو او څرنګوالي هم خبرې کړي دي.

د انډونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي دا خبرې په داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار – وار ویلي؛ د ښځو د زده کړو او کار مساله د افغانستان داخلي مساله ده او نړۍوال پکې د مداخلې حق نه لري.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې ځنډولي او په رسمي دفاترو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی.

د کرزي تکراري غوښتنه؛ د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضرور دی

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي؛ په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضرور دی.

حامد کرزي نن سه شنبه ( اسد ۱۷ مه ) په يو ټوییټ کې لیکلي، چې په کابل کې یې د یو شمېر افغان خبریالانو سره د لیدنې پرمهال ویلي؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي.

کرزي همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان باید کې میرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي.

که څه هم په دغه ټویټ کې پخواني ولسمشر کرزي د طالبانو نوم نه دی اخیستی، خو دغې ډلې واک ته له رسېدو سره د نجونو پرمخ له شپږم ټولکې پورته ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او له کور څخه بیرون یې مېرمنې له کار کولو څخه منع کړې.

له دې وړاندې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي وو، چې استبدادي نظامونه دوام نه کوي او د افغانستان د موجوده ستونزو د حل لپاره باید ملي ډیالوګ پیل شي.

طالبانو له دې وړاندې د افغانستان له ټولو سیاسي مشرانو غوښتي وو، چې د عمومي بښنې څخه په ګټې اخیستنې؛ د یو فرد په توګه کولی شي چې په افغانستان کې د دوی تر واک لاندې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي، خو په ظاهره داسې معلومیږي چې طالبان د دغه غوښتنې منلو ته تیار نه دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل یو غږیز پېغام کې ویلي وو، چې که چېرې اټوم بم هم پرې وکارول شي؛ دوی د نړۍ فرمایشات نه مني.