• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: پاکستان باید له خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلند وکړي او حل دې په خپل کور کې وپلټي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۱۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ چې دوی د پاکستاني چارواکو تورونه په بشپړ ډول ردوي او په خپل ګاونډي هېواد کې ناامني نه غواړي.

نوموړي نن سې شنبه (د زمري ۱۷مه) په یوې خبرپانې کې وویل، چې دوی به هیچا ته دا اجازه ور نه کړي؛ چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر خلاف وکارول شي.

خبرپاڼه زیاتوي: "خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي".

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې اتلس تنه پاکستاني داعشیان وژلي، چې یاد کسان په افغانستان کې د بېلابېلو بریدونو او چاودنو مسوول وو.

د طالبانو د ویاند د دفتر خپرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان او سیمه کې د دیني علماوو او مدرسو د بریدونو یوه لویه توطیه روانه ده چې دوی یې په اړه معلومات لري.

دا چې دا دسیسه څه ده؟ په خبرپاڼه کې یې تشریحات نه دي راغلي.

په خبرپاڼه کې د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی خو زیاتوي، چې د دغې لویې دسیسې پر وړاندې د سیمې ځینو هېوادونو پر وخت اقدامات نه دي کړي.

سرچینه په پاکستان کې ناامني د پاکستاني امنیتي ارګانونو ناکامي بولي او وايي چې دوی باید خپله دنده په سمه توګه سرته ورسوي؛ نه دا چې د خپلو خلکو او نړۍوالو د ذهنیت بدلولو لپاره پړه پر افغانستان واچوي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د قبایلي مشرانو په یوې غونډې کې ویلي وو، چې د پاکستان په ناامنیو کې د افغان اتباعو لاس لرل به د طالبانو له خوا په دوحه کې شوي تړون ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړې وه چې دوی به د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره له هر ډول اقداماتو کار واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره: د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ یو

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رييس غلام حیدر شهامت؛ د سې شنبې په ورځ ( د زمري۱۷مه) حکومت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې افغانستان د کانونو د صنعت په ګډون په بیلابیلو برخو کې د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ دی.

هغه وایي؛ د مسلکي او متخصصو کسانو روزنه د مسلکي زده کړو د ادارې مسوولیت دی خو له بده مرغه دا مسوولیت له تېر نظامه په سمه توګه نه دی ترسره شوی.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه افغان مسلکي کادرونه کډوال شوي دي.

هغه زیاتوي، چې په ټول هېواد کې ۳۷۲ د زده کړو مسلکي مرکزونه موجود دي، چې ۸۶ زره ۲۱۱ سوه زده کړیالان پکې په زدکړو بوخت دي. هر کال له دغو تعلیمي او مسلکي مرکزونو ۱۵ زره زده کړیالان فارغیږي.

دغه اداره زیاتوي که چیرته ځوانانو ته د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې لخوا د بازار د ورځنیو اړتیاوو پر بنسټ تعلیمي نصاب چمتو او تدریس شي په هېواد کې به د بیکارۍ ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

دې ادارې په تېر یوه کال کې ۵ ساختماني پروژي بشپړې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني جمهوري دولت له پرځېدو وروسته هغه افغان متخصصین چې په افغانستان کې دننه پاتې شوي له دندو لېرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ تایید کړه، چې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي؛ چې یاده پېښه تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ د شېخ مصري کمپ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې د ناپېژاندو کسانو له خوا یوه کور ته لاسي بمونه ورغورځول شوي؛ چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په همدغې سیمې کې یوې سراچې موټر ته لاسي بم ورغورځول شوی و، چې له امله یې ډرېور او یوه سپرلۍ زخمیان شوي وو.

حامد کرزي له مارکُس پوتزل سره په لیدنه کې؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس (ټویټر) لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي.

په دې کتنه کې سربیره پر دې؛ چې دواړو خواو د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کړي، پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د بنسټ له همکاريو هم مننه کړې ده.

همداراز؛ په دې غونډه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار شوی او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي خبرو پیل اړین ګڼل شوی دی.

له دې وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان خبریالانو سره په لیدنه کې د یوه ملي ډیالوګ پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دایمي سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین دی.

شهباز شریف: ای ایم ایف زموږ لاسونه راتړلي او وايي چې هېڅ ادارې ته به سبسیډي نه ورکوئ

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن سې شنبې (د زمري ۱۷) په یوې غونډې کې ویلي؛ ای ایم ایف پرې شرط ایښی و، چې اداراتو ته به سبسیډي(مرستې) نه ورکوي.

شهباز شریف د (سولر ټیوب ویلز) د پرانیستې په مراسمو کې ویلي؛ که چېرې د پېسو د نړۍوال وجهي صندق (ای ایم ایف) پروګرام نه وی نو پاکستان به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی و.

هغه زیاته کړه: “ خلک به د خپل ژوند د ساتلو لپاره د درملتونونو په مخکې په قطارونو کې ولاړ وئ او په پیټرول پمپونو کې به هم قطارونه جوړ وی”.

د شهباز شریف په وینا چې که څه هم د پېسو د نړۍوال وجهي صدق له خوا دوی ته ډېر سخت شرطونه وړاندې شوي وو، چې له مخې یې دوی نه شول کولی چې په ازاد ډول اداراتو ته سبسیډي ورکړي؛ تر څو د نرخونو په کنټرول کې مرسته وکړي خو د ای ایم ایف پروګرام وکولی شول چې پاکستان له دیوالیه کېدو څخه خوندي وساتي.

د یادونې وړ ده؛ چې تېر کال د پېسو نړۍوال وجهي صندوق (آی ام اف) د پاکستان پر حکومت بندیز لګولی و چې له اداراتو سره به سبسیډي(مرستې) نه کوي خو په هغه وخت کې د پاکستان حکومت د دوی دغه بندیز رد کړی و.

طالبانو په پنجشیر کې د زمردو د کان کیندنې چارې پیل کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د پنجشیر د والي په حواله وايي، چې د دغه کان کېندنه به په حصه اول ولسوالۍ کې له درېیو تر څلور زره مترو په لوړوالي پيل شي.

سرچینه د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم د رییس مولوي محمد قاسم اميري په حواله زیاتوي؛ د پنجشېر د زمردو کان د غرونو په منځ، د سفيد چهره او حصه اول په ولسواليو کې پروت دی او کان کیندونکي دې سیمو ته پلي تګ راتګ کوي.

هغه زياته کړې؛ د کان کیندې چارې یې اوس مهال له سیمه ییزو کان کیندونکو سره پیل کړي، چې له کوچنيو برقي وسايلو څخه پکې کار اخلي.

د پنجشېر زمردو د کيفيت له پلوه د نړۍ د زمردو په لړ کې لومړى مقام لري او د کرسټالي بڼې، روڼتیا، د تخریب نشتوالي او داسې نورو ځانګړو خصوصیاتو په لرلو سره د دې ولایت د نادرو زمردو څخه ګنل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان واک ته له رسېدو وروسته د عوایدو د اصلي سرچینې په توګه د معدنونو کېندنه پیل کړې ده.