محسن امین زاده: پر طالبانو د امریکا په برید کې تهران همکاري کړې وه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال وايي، په مزارشریف ښار کې د ایراني ډیپلوماټانو له وژنې وروسته په ۱۳۸۰ کال کې پر طالبانو د امریکا په برید کې د تهران همکاري هم د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ماتې لامل شوه.