په کابل کې د اوبو د کچې ټېټېدل؛ خلک یې کډوالۍ او بېځایه کېدو ته اړ کړي

په کابل کې د اوبو د کچې ټېټېدلو خلک سخت اندېښمن کړي دي. کابل مېشتي وایي، په دغه ټول ښار کې د اوبو ستونزې شته خو خېرخانه مېنه، دشت برچي او تایمني هغه سیمې دي، چې غوړپ اوبه په کې نه پيدا کېږي.





