د اکوا‌ډور د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند فرنانډو ویلاویسینسیو ووژل شو

د ایکواډور د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د اګست په ۹مه د اکواډور په پلازمېنه کویټو کې د خپل کمپاین پر مهال ووژل شو. وژل شوي نوماند دعوه کړې وه، چې په اکواډور کې د حکومتي چارواکو او جرمي ډلو ترمنځ پراخې اړيکې موجودې دي.