متیو مېلر: د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د عملیاتو ملاتړ کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې پر ورځ (د زمري په ۱۸ مه) په خبري ناسته کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د عملیاتو ملاتړ وکړ . هغه زیاته کړه چې واشنګټن له اسلام اباد سره د ژورو اړیکو پاللو په تېره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چاره کې ارزښت ورکوي.