سعودي عربستان د مذهبي منځلاریتوب د پراختیا نړیوال کنفرانس جوړوي

سعودي عربستان به راتلوکې اونۍ د مذهبي منځلاریتوب د پراختیا په تړاو د اسلامي عالمانو د نړیوال کنفرانس کوربه وي. د سعودي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دغه ناسته به په مکه مکرمه کې د ۸۵ هېوادونو د ۱۵۰ مفتیانو او دیني عالمانو په ګډون ترسره شي.