سرچینې: طالبان په سرپل کې له خلکو د عشر او زکات په نامه شوکه کوي

د سرپل ولایت سیمه ییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د بلخاب ولسوالۍ په یوشمېر کلیو کې له کرونده ګرو د عشر او زکات په نوم پیسې اخلي. د سیمې خلک وایي، چې څو ځلې یې طالب چارواکو ته شکایت هم کړی، خو لایې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.