• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له ملا هبت الله غوښتي چې په یوه فرمان کې د ټي ټي پي فعالیت غیر اسلامي اعلان کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون ورځپانې لیکلي؛ پاکستان د افغان طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې، چې د یوه فرمان په صادرولو دې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه غېر اسلامې اعلان کړي.

پاکستان د طالبانو له مشر څخه وروسته له هغې دا غوښتنه کوي، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې ترهګریزو بریدونو زور اخیستی.

پاکستان یو جګپوړی ډیپلومات د درې ورځني سفر لپاره کابل ته له دې څرګند پیغام سره استولی و، چې طالبان باید د دوحې په تړون کې له نړۍوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

ایکسپریس ټریبیون زیاتوي، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پاکستاني لوري د طالبانو پر جګپوړو مشرانو فشار راوړ، چې طالبان باید ټي ټي پي ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړي او په خپلو کړو ژمنو باید عمل وکړي.

دغه هیئت د طالبانو له مشره دا هم وغوښتل چې د یوه فرمان په صادرولو دې د پاکستان پر وړاندې بریدونه منع او حرام وګني.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د ځینو کره سرچینو په حواله زیاتوي؛ دا فرمان وروسته له لیکلو په عامه توګه نه دی خپور شوی، خو پاکستان له طالبانو غوښتي چې دا فرمان دې په علني توګه خپور کړي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب تېره اوونۍ په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړه، چې د طالبانو مشر اعلان کړی، چې له هېواد څخه بهر بریدونه کول جهاد نه دی.

نوموړي په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو معلومیږي چې اشاره یې پاکستان ته وه.

سرچینه زیاتوي چې پاکستان په کندهار کې د طالبانو له مشره یو یواضح او ښکاره فرمان صادرول غواړي، چې پکې د ټي ټي پي له خوا په پاکستان کې کېدونکي بریدونه غېراسلامي وبلل شي.

پاکستان په ځینو ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په پېښور کې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو لاس لرل د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د پاکستاني چارواکو تورونه په بشپړ ډول ردوي او په خپل ګاونډي هېواد کې ناامني نه غواړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د ایران سفیر: امریکا غواړي د افغانستان بې ثباتي دوام وکړي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي وايي؛ امریکا غواړي چې په افغانستان کې بې ثباتي دوام وکړي او دغه سیمه د ګاونډیانو لپاره په یوه حساسه سیمه بدله کړي.

نوموړي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي له نورو هېوادونو سره د افغانستان د تعامل مخه ډب کړي.

قُمي زیاتوي؛ امریکا د طالبانو یو شمېر مشران په تور لېست کې اچولي او هم د افغانستان د کنګل شویو پېسو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

د نوموړي په خبره؛ امريکا نه غواړي په افغانستان کې ثبات او امنیت راشي؛ ځکه ویره لري چې يو باثباته افغانستان به د چين په څېر د هغو هېوادونو پانګونه راجلب کړي چې امريکا ورسره په جدي سيالۍ کې ده.

قُمي د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه؛ د کابل واکمنان باید وهڅول شي چې په سیمه ییزې همکارۍ کې همغږي شي.

په کابل کې د ایران سفیر د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډې ته په اشارې وویل، چې په افغانستان کې د تروريزم په اړه د ګاونډيو هېوادونو د اندېښنو په پام کې نيولو سره ايران او پاکستان کولاى شي؛ له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوی چې نړۍواله ټولنه باید سیمه ییزو علایقو ته په کتو له طالبانو سره تعامل وکړي.

کاظمي قُمي امنيتي مسايلو ته په اشارې سره وويل؛ دښمنان د نشه يي توکو د قاچاق او تروريزم په څېر د جرمونو په ترسره کولو او د ايران او افغانستان ترمنځ د اوږدې پولې په کارولو سره د ناامنۍ د رامنځته کولو په لټه کې دي.

دا چې دا دښمنان څوک دي؟ په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ایران سفیر زیاتوي، چې اوس مهال افغانستان د ترهګرۍ او ګڼو ستونزو سره مخ دی او امریکا د داعش ډلې پر ځای د افغانستان هغه ځانګړي ځواکونه چې د دوی له خوا روزل شوي وو، په افغانستان کې ځای پر ځای کړي.

قُمي وايي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان سره منظمې مشورې روانې دي.

د یادونې وړ ده؛ له دې مخکې هم د ایران سفیر ورته څرګندونې کړې وې او امریکا یې په افغانستان کې د بې ثباتۍ ذمه واره بللې وه.

د باجوړ په ځانمرګي برید کې پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان دي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۵ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي، چې نن چهارشنبه (د زمري ۱۸مه) په باجوړ کې د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی چې له امله یې اوه تنه ټپیان شوي دي.

د باجوړ پولیسو رسنیو ته ویلي؛ نن مازیګر پولیس د باجوړ په لرو خلوزیو سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې پر موټر یې ځانمرګی برید شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې دوه ولسي وکړي او پنځه پولیس ټپیان شوي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تېره میاشت په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام(ف) ګوند په یوې غونډې کې د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسلوالې ډلې اخیستی و.

ایرانی ډېپلومات: له طالبانو څخه د حقابې د تر لاسه کولو لپاره ډېپلوماتیکه لار نشته

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران پخواني ډېپلومات ویلي؛ چې له طالبانو سره د ایران د ابو د حقابې پر سر د رامنځته شوي کړکېچ ډېپلوماتیکې لارې بې نتیجې دي او ایران باید په غېر ډېپلوماتېکو لارو چارو غور وکړي.

د ایران انلاین خبر؛ په افغانستان کې د ایران د پخواني ډېپلومات محسن روحي صفات په حواله وايي، چې له طالبانو سره د اوبو کړکېچ ورځ تر بلې پیاوړی کېدونکی او د ډېپلوماتیکو خبرو له حوصلې وتلی دی.

نوموړی زیاتوي؛ چې ایران باید په افغانستان کې د اوبو حق د بېرته تر لاسه کولو لپاره ځینې د فشار وسایل ساتلی وای او د دې مسالې حل یوازې ډېپلوماتیکه لار نه ده.

دا چې دا غېر ډېپلوماتیکه لار به څه وي؟ نوموړي یې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ایران ولسمشر طالبانو ته په اشارې ویلي وو؛ چې ایران ته دې د اوبو حق ورکړي: “چې بیا ونه وایئ چې موږ ته چا نه وو ویلي”.

روحي صفات د اوږدمهاله شخړو د حل لپاره د ایران ډېپلوماتیکه ستراتېژي کمزورې وښوده او ویې ویل: "موږ بله چاره نه لرو، هېڅوک له یوه اړمن هېواد سره معامله نه کوي او هېڅوک له یوه داسې حکومت سره هم معاملې ته تیار نه دي؛ چې خپله بې کېفایتي په خپله مني”.

نوموړی دا څرکندونې په داسې مهال کوي چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ؛ چې د دوی یو هیئت له طالبانو سره د خبرونو لپاره کابل ته تللی.

په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د هلمند سیند پر اوبو ناندرې راپورته شوي، د ایران حکومت ادعا کوي؛ چې طالبان د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو شوي تړون ته ژمن نه دي. خو طالبان بیا وايي؛ د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي نو ځکه ایران ته په ټاکلې اندازه اوبه نه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې بلومبرګ خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي وو؛ چې طالبانو د ایران پولې ته څېرمه د سلګونو ځانمرګو بريدګرو په ګډون زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي او له ایران سره جګړې ته چمتو دي.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر: سږکال د تورم کچه شپږ سلنه کمه شوې ده

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر وایي، سږ کال د پیسو پړسوب یا تورم کچه د تېرو دوو کلونو پرتله شپږ سلنه کمه شوې ده. هدایت الله بدري «ملت ته د حکومت حساب ور کول» پروګرام کې د چارشنبې په ورځ وویل، سږ کال تورم ۲.۴ سلنه دی، خو وړم کال ۱۵.۴ سلنه و.

وروستیو کې نړیوال بانک هم ویلي، چې په افغانستان کې کلنی پړسوب یا انفلاسیون د دې میلادي کال تر مې میاشتې ۲.۸۳ سلنه و.

دغه بانک په خپل راپور کې ټینګار کړی چې تر دغې میاشتې د تورم کمېدل د تېر کال پرتله د خوراکي توکو د ۵.۸۵ سلنه کمښت سره تړلي دي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د پړسوب کچې د کمېدو په هکله زیاته کړې، د ۲۰۲۰ کال لومړیو شپږ میاشتو کې د توکو د نړیوالې بیې د ناڅاپه پورته کېدو او د خوراکتوکو په عرضه کې د ګدوډۍ له امله په دغه هېواد کې تورم زیات شوی و.

طالب چارواکو د چارشنبې په ورځ د اګست پر ۹ خبري غونډه کې دا ادعا هم وکړه چې دمګړۍ په بانکونو کې د نویو حسابونو لباره کوم محدودیت نشته و مشتریان هر وخت په هره اندازه پیسې اېستلی شي.

طالبان د افغانستان د ټوليزو رسنیو قانون بدلوي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۲ GMT+۱

ذبیح الله مجاهد په کندهار کې له خبریالانو سره په یوې ناسته کې ويلي، چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو په قانون کې يې بدلون راوستی او د توشیح لپاره چمتو دی. د طالبانو وياند دا نه ده په ډاګه کړې، چې د رسنیو د قانون په کومو برخو کې يې بدلون راوستی.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون چې په ۱۱ څپرکو کې ۵۴ مادې لري په ۱۳۸۸ل کال کې د ولسي جرګې له لوري تصويب او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري توشیح شو.


د رسنیو دغه قانون هغه مهال د ولسونو او ازادو بنسټونو له لوري له تود هرکلي سره مخ شو او په سیمه کې د یوه بشپړ، واضح او نړیوالو نورمونو سره برابر قانون په ډول ترې ملاتړ وشو.

داسې ویل کېده، چې د رسنیو په اړه په سېمه کې داسې یو بې ساری قانون نه شته چې رسنیو ته پکې له قانون سره سم بشپړه ازادي ورکړل شوې وي.

په افغانستان کې د جمهوريت له پرځېدو وروسته کله چې طالبانو د کابل واګې تر لاسه کړې، ويل یې چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون بشپړ دی او دوی غواړي چې د همدغه قانون په رڼا کې رسنۍ خپل فعالیت وغځوي.

خو ويل کېږي، چې اوس طالبان په دې برخه کې له خپل هوډه په شا شوي دي.

خو د ازادو رسنیو یو شمېر کارپوهان وايي، طالبان غواړي په افغانستان کې هر څه د ځان تابع ورګرځوي او په دې ډول د خپلې سلېقې له مخې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

د خوست شيخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد ډاکتر حضرت بهار وايي، طالبان اصلآ په قوانینو باور نه لري او هر څه د عادت او شخصي غوښتنو له مخې په ټولنه تپي.

هغه وايي: «د افغانستان د رسنیو شته قانون یو بشپړ او په ټوله معنا برابر قانون دی، چې هیڅ د بدلون اړتیا يې نه لیدل کېږي.»

په دغه ناسته کې د خبریالانو په استازولۍ په سویلي ولایتونو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټې مشر احمد لودين د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون پر پيکه او کمزوري فعالیت خبرې وکړې، او معلوماتو ته د خبریالانو په نه لاسرسي او ځينو نورو ستونزو یې رڼا واچوله.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو، ټپي کېدلو او زنداني کېدلو تر څنګ، په تېرو دوه کلو کې په افغانستان کې له شپږ سوه رسنیو ۲۱۳ يې تړل شوې، په دغو رسنیو کې۱۲ زره خبریالان او کارکوونکي چې په کار بوخت و دوه نیم زره یې له افغانستانه وتلي دي، ۲ زره يې په کمې تنخوا کار کوي، ۲ زره يې وړیا کار کوي او پاتې هغه يې وزګار دي.