• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر: سږکال د تورم کچه شپږ سلنه کمه شوې ده

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مشر وایي، سږ کال د پیسو پړسوب یا تورم کچه د تېرو دوو کلونو پرتله شپږ سلنه کمه شوې ده. هدایت الله بدري «ملت ته د حکومت حساب ور کول» پروګرام کې د چارشنبې په ورځ وویل، سږ کال تورم ۲.۴ سلنه دی، خو وړم کال ۱۵.۴ سلنه و.

وروستیو کې نړیوال بانک هم ویلي، چې په افغانستان کې کلنی پړسوب یا انفلاسیون د دې میلادي کال تر مې میاشتې ۲.۸۳ سلنه و.

دغه بانک په خپل راپور کې ټینګار کړی چې تر دغې میاشتې د تورم کمېدل د تېر کال پرتله د خوراکي توکو د ۵.۸۵ سلنه کمښت سره تړلي دي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د پړسوب کچې د کمېدو په هکله زیاته کړې، د ۲۰۲۰ کال لومړیو شپږ میاشتو کې د توکو د نړیوالې بیې د ناڅاپه پورته کېدو او د خوراکتوکو په عرضه کې د ګدوډۍ له امله په دغه هېواد کې تورم زیات شوی و.

طالب چارواکو د چارشنبې په ورځ د اګست پر ۹ خبري غونډه کې دا ادعا هم وکړه چې دمګړۍ په بانکونو کې د نویو حسابونو لباره کوم محدودیت نشته و مشتریان هر وخت په هره اندازه پیسې اېستلی شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان د افغانستان د ټوليزو رسنیو قانون بدلوي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۲ GMT+۱

ذبیح الله مجاهد په کندهار کې له خبریالانو سره په یوې ناسته کې ويلي، چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو په قانون کې يې بدلون راوستی او د توشیح لپاره چمتو دی. د طالبانو وياند دا نه ده په ډاګه کړې، چې د رسنیو د قانون په کومو برخو کې يې بدلون راوستی.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون چې په ۱۱ څپرکو کې ۵۴ مادې لري په ۱۳۸۸ل کال کې د ولسي جرګې له لوري تصويب او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري توشیح شو.


د رسنیو دغه قانون هغه مهال د ولسونو او ازادو بنسټونو له لوري له تود هرکلي سره مخ شو او په سیمه کې د یوه بشپړ، واضح او نړیوالو نورمونو سره برابر قانون په ډول ترې ملاتړ وشو.

داسې ویل کېده، چې د رسنیو په اړه په سېمه کې داسې یو بې ساری قانون نه شته چې رسنیو ته پکې له قانون سره سم بشپړه ازادي ورکړل شوې وي.

په افغانستان کې د جمهوريت له پرځېدو وروسته کله چې طالبانو د کابل واګې تر لاسه کړې، ويل یې چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون بشپړ دی او دوی غواړي چې د همدغه قانون په رڼا کې رسنۍ خپل فعالیت وغځوي.

خو ويل کېږي، چې اوس طالبان په دې برخه کې له خپل هوډه په شا شوي دي.

خو د ازادو رسنیو یو شمېر کارپوهان وايي، طالبان غواړي په افغانستان کې هر څه د ځان تابع ورګرځوي او په دې ډول د خپلې سلېقې له مخې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

د خوست شيخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد ډاکتر حضرت بهار وايي، طالبان اصلآ په قوانینو باور نه لري او هر څه د عادت او شخصي غوښتنو له مخې په ټولنه تپي.

هغه وايي: «د افغانستان د رسنیو شته قانون یو بشپړ او په ټوله معنا برابر قانون دی، چې هیڅ د بدلون اړتیا يې نه لیدل کېږي.»

په دغه ناسته کې د خبریالانو په استازولۍ په سویلي ولایتونو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټې مشر احمد لودين د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون پر پيکه او کمزوري فعالیت خبرې وکړې، او معلوماتو ته د خبریالانو په نه لاسرسي او ځينو نورو ستونزو یې رڼا واچوله.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د خبریالانو د وژلو، ټپي کېدلو او زنداني کېدلو تر څنګ، په تېرو دوه کلو کې په افغانستان کې له شپږ سوه رسنیو ۲۱۳ يې تړل شوې، په دغو رسنیو کې۱۲ زره خبریالان او کارکوونکي چې په کار بوخت و دوه نیم زره یې له افغانستانه وتلي دي، ۲ زره يې په کمې تنخوا کار کوي، ۲ زره يې وړیا کار کوي او پاتې هغه يې وزګار دي.

ګورډن براون: د طالبانو لخوا د افغان نجونو او ښځو ځپل د بشریت ضد جنایت دی

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ویلي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو دوو کالو کې "بشري ضد جنایتونه" ترسره کړي، او د هغه په وینا د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې برخه کې پلټنې وکړي. ښاغلي براون نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کړی، چې له بشري حقونو څخه د طالبانو سرغړونه دې نوره هم وغندي.

ښاغلي براون چې د زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازی دی په هغه مقاله کې چې ګار‌‌‌‌‌‌ډین ورځپاڼې یې د سه شنبې په ورځ د (زمري په ۱۷ مه) خپره کړې د نجونو پر زدکړو بندیزونو ته اشاره کړې ده.

نوموړي لیکلي دي، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړو لګیدلو بندیزونو هغوی لا پياوړې کړې چې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول ځاني ګواښونو په ګاللو سره لا هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدکړو راوګرځولې او د ۲۰۲۲ کال په ‌‌‌‌‌‌ډېسمبر میاشت کې یې د یو فرمان له مخې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زدکړو تر امر ثاني پورې بندیز ولګاوه.

براون د افغان نجونو هغه جرائت ستایلی، چې د ټولو بندیزونو سره، سره لا هم په هغو پټو جوړو شویو ښوونځيو کې خپلو زدکړو ته دوام ورکوي چې د طالبانو له نظره پټ په پټه پرانیستل شوي دي.
د برېټانیا پخواني لومړي وزیر د نجونو پر زدکړو دغه پراخ بندیز ته په اشارې لیکلي: "د منځني ختیځ، او نورو مسلمانو هېوادونو لکه پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایران د ملګرو ملتونو د سازمان سره په ګډه د طالبانو دغه کړنه غندلې او دا یې ویلي چې د نجونو پر منځنۍ دورې او پوهنتوني زدکړو بندیزونه هیڅ مذهبي توجیه نه لري."

ښاغلي براون نړیوالې ټولنې ته وړاندیز وکړ، چې د بشري حقونو څخه د طالبانو سرغړونه دې نوره هم وغندي.
گورډن براون د دغې مقالې په یوه بله برخه کې لیکلي جنسیتي ځپنه هم ستر بشري جنایت دی چې له مخې یې طالبان د روم د معاهدې چې افغانستان هم په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک کړې تر قانوني پلټنو لاندې راتلای شي.
له دغه حالت څخه د وتلو لپاره ګور‌‌‌‌‌‌ډن براون دوه وړاندیزونه لري. لومړی دا چې د طالبانو غړي د یوه حقوقي ګام اخیستلو له مخې د جرمونو په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

د هغه په خبره دغه چاره کې دې د جرمونو په نړیواله محکمه کې څارنوالان د نړیوالو سرچېنو په مرسته معلومات راغونډ کړي او همدارنګه حکومتونه هم په انفرادي توګه د خپلو کورنیو قوانینو له مخې پر طالبانو بندیزونه لګولی شي.
ښاغلي براون په دویم ګام کې د افغان نجونو د زدکړو لپاره د تګلارو او له هغو څخه د ملاتړ په اړه څلورو برخو ته اشاره کړې: د نړیوالو له خوا د ان لاین او را‌‌‌‌‌‌ډيویي ټولګیو پراختیا، د یونیسیف له خوا هم په افغانستان او هم بهر کې د نجونو لپاره د زدکړو په برخه کې د سرچینو برابرول.

گور‌‌‌‌‌‌ډن براون دا رنګه وړاندیز کوي، چې نړیواله ټولنه باید ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته ستنېدو په برخه کې د طالبانو د حکومت بودجې ته غاړه کېږدي.

طالبانو تر اوسه د ګور‌‌‌‌‌‌ډن براون دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې تل ویلي د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه لنډ مهاله دي او د چاپېریال په جوړېدو سره به دا زدکړې بیا له سره پيل شي.

سیګار: امریکا له طالبانو سره ۲.۳۵ میلیارده ډالر مرسته کړې

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په یوه راپور کې وویل، چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره له ۲.۳۵ میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د سیګار په راپور کې یو ځل بیا د نړیوالو مرستو په وېش کې د طالبانو د لاس وهنې او ګډوډۍ یادونه شوې ده.

امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دغه مرستې د مرستندویه ټولنو له لارې افغانستان ته استول شوې وې. خو د یادو سازمانونه ځينو يې شکایت کړی چې طالبان د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د نورو ستونزو ترڅنګ د متحده ایالاتو د نړیوالو مرستو دفتر سیګار ته ویلي، چې د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو لاسوهنه د اړمنو کسانو لپاره د مرستو د وېش په برخه کې اصلي خنډ دی.

یو شمېر نور نیوکه کوونکي اندېښمن دي، چې طالبان به په راتلوونکې کې له دې مرستو نوره ناسمه ګټه هم پورته کړي.

څه موده وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي څارونکي جان ساپکو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل: «نشم کولای دغې کمیټې یا امریکایي مالیه ورکوونکو ته دا ډاډ ورکړم، چې موږ اوس له طالبانو سره مالي مرستې نه کوو."

د سیګار راپور چې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ لخوا د یوې څیړنې موندنو ته اشاره کوي، لیکي چې طالبان بهرنیو مرستو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو مرستو ته د " را روانو عوایدو سرچینې" په سترګه ګوري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې "د ملګرو ملتونو د څو چارواکو د څرګندونو له مخې، طالبانو په عملي ډول د ملګرو ملتونو د مرستو پر ډېری پروګرامونو واکمن شوي او پر هغو یې اغیز پرې اېستی."

سیګار ویلي، له افغانستان سره به د امریکا مرستې دوام ولري.

مجاهد: پاکستان باید له خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلند وکړي او حل دې په خپل کور کې وپلټي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ چې دوی د پاکستاني چارواکو تورونه په بشپړ ډول ردوي او په خپل ګاونډي هېواد کې ناامني نه غواړي.

نوموړي نن سې شنبه (د زمري ۱۷مه) په یوې خبرپانې کې وویل، چې دوی به هیچا ته دا اجازه ور نه کړي؛ چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر خلاف وکارول شي.

خبرپاڼه زیاتوي: "خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي".

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې اتلس تنه پاکستاني داعشیان وژلي، چې یاد کسان په افغانستان کې د بېلابېلو بریدونو او چاودنو مسوول وو.

د طالبانو د ویاند د دفتر خپرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان او سیمه کې د دیني علماوو او مدرسو د بریدونو یوه لویه توطیه روانه ده چې دوی یې په اړه معلومات لري.

دا چې دا دسیسه څه ده؟ په خبرپاڼه کې یې تشریحات نه دي راغلي.

په خبرپاڼه کې د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی خو زیاتوي، چې د دغې لویې دسیسې پر وړاندې د سیمې ځینو هېوادونو پر وخت اقدامات نه دي کړي.

سرچینه په پاکستان کې ناامني د پاکستاني امنیتي ارګانونو ناکامي بولي او وايي چې دوی باید خپله دنده په سمه توګه سرته ورسوي؛ نه دا چې د خپلو خلکو او نړۍوالو د ذهنیت بدلولو لپاره پړه پر افغانستان واچوي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د قبایلي مشرانو په یوې غونډې کې ویلي وو، چې د پاکستان په ناامنیو کې د افغان اتباعو لاس لرل به د طالبانو له خوا په دوحه کې شوي تړون ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړې وه چې دوی به د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره له هر ډول اقداماتو کار واخلي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره: د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ یو

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رييس غلام حیدر شهامت؛ د سې شنبې په ورځ ( د زمري۱۷مه) حکومت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې افغانستان د کانونو د صنعت په ګډون په بیلابیلو برخو کې د مسلکي او تخنیکي کسانو له کمښت سره مخ دی.

هغه وایي؛ د مسلکي او متخصصو کسانو روزنه د مسلکي زده کړو د ادارې مسوولیت دی خو له بده مرغه دا مسوولیت له تېر نظامه په سمه توګه نه دی ترسره شوی.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه افغان مسلکي کادرونه کډوال شوي دي.

هغه زیاتوي، چې په ټول هېواد کې ۳۷۲ د زده کړو مسلکي مرکزونه موجود دي، چې ۸۶ زره ۲۱۱ سوه زده کړیالان پکې په زدکړو بوخت دي. هر کال له دغو تعلیمي او مسلکي مرکزونو ۱۵ زره زده کړیالان فارغیږي.

دغه اداره زیاتوي که چیرته ځوانانو ته د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې لخوا د بازار د ورځنیو اړتیاوو پر بنسټ تعلیمي نصاب چمتو او تدریس شي په هېواد کې به د بیکارۍ ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

دې ادارې په تېر یوه کال کې ۵ ساختماني پروژي بشپړې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني جمهوري دولت له پرځېدو وروسته هغه افغان متخصصین چې په افغانستان کې دننه پاتې شوي له دندو لېرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.