محقق د پنجشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور «مستقیم اشغال» وباله او ویې ویل، چې «هغوی اوس هم په غېر مستقیم ډول» پر افغانستان واکمن دي. طالبان د لوبتوکي او یو نیابتي ځواک دی.
محمد محقق له هغو سیاسي مشرانو څخه دی، چې د کرزي او محمد اشرف غني حکومت کې یې لوړ مقامونه درلودل. په هغه وخت کې طالبان د امریکا د حکومت پر ضد جنګېدل او واکمن سیاستوال یې د «امریکایي اشغال سره په ملګرتیا» تورنول.
محمد محقق د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته له هېواده بهر ژوند کوي او یو هغه مهم سیاستوال دی، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هیله مندي لري.
هغه زیاته کړه، اوس مهال په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ د له منځه وړلو لپاره د حل لاره له طالبانو سره خبرې اترې دي او هغه خبرداری ورکړ؛ که دوی خبرې ونه کړي «نورې لارې چارې به ولټوو».
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو له مخالفو رهبرانو غوښتي، چې کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي.
نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو د مخالفو رهبرانو لپاره دا یوه موثره طریقه ده، چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د اساسي قانون او د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړي.
محمد محقق د خلیلزاد د خبرو په غبرګون وویل: "د ښاغلي خلیلزاد خبرې هوایي او پخوانۍ خبرې یې هم دروغ ختلې دي".
د مخکښو سیاستوالو په منځ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې دي.
محقق ویلي که دوی کابل ته راستانه شي نو د کرزي او عبدالله له برخلیک سره به مخ شي.
محقق وویل: «ښاغلی کرزی تر څارنې لاندې دی، زنداني دی. ښاغلی کرزی له هېواده بهر سفر نه شي کولی. همدا راز د ډاکټر عبدالله تګ راتګ هم محدود دی» او طالبان هغوی ته په سیاسي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ده ورکړې.
هغه زیاته کړه: "طالبان یوازې یو ګوند غواړي، چې هغه طالب ګوند دی او ټول واک باید د دوی په لاس کې وي."