بې پولې خبریالان: دوه په درېیمه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې بې پولې خبریالانو په یوه راپور کې لیکلي، چې په دغه موده کې ۱۲ زره خبریالان یعنې دوه په درېیمه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دغه سازمان ویلي، چې له اتیا سلنې ډېرو ښځينه خبریالانو هم دندې پرېیښې دي.