په مانش کانال کې شپږ تنه افغان کډوال د کښتۍ ډوبېدو کې مړه شوي

فرانسوي چارواکو اعلان وکړ، چې په مانش کانال کې د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۶تنه افغانان مړه شوي. د دغو فرانسوي چارواکو په وینا، دغه پېښه د شنبې په ورځ شوې، چې په پایله کې یې په دغه بېړۍ کې سپاره ۴۹ تنه چې ډېری یې افغانان وو ژغورل شوي.