ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو نیولو اندېښمن کړی یم

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ د طالبانو له خوا د افغان خبریالانو په نیولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ د طالبانو له خوا د افغان خبریالانو په نیولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي نن یکشنبه (د زمري ۲۲مه) پر ټویټرد افغان خبریالانو په اړه یوه خپاره شوي راپور ته په اشاره لیکلي، چې که څه هم په افغانستان کې رسنۍ ډېرې محدودې شوې:” خو د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د خبریالانو نیولو ګڼو پېښو اندېښمن کړی یم”.بېنېټ دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ په ننګرهار، پکتیا، کندوز او غزني ولایتونو کې شپږ خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.تېره اونۍ بې پولې خبریالانو په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په دغه دوه کلنه موده کې ۱۲ زره خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، چې اتیا سلنه یې خبریالانې جوړوي.دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د ۵۴۷ رسنیو له ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې فعالې وې، نیمایي یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترۍ تم شوې دي.د دغه راپور پر بنسټ د ۱۵۰ ټلویزیوني شبکو له ډلې له اویاو کمې یې خپرونې لري او د ۳۰۷ راډیویي سټېشنونو له جملې یوازې ۱۷۰ هغه یې فعال پاتې دي.بې پولې خبریالانو د دغه راپور په یوه بله برخه کې پر رسنیو د طالبانو لخوا لګېدلیو بندیزونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې خبریالان او د رسنیو چلوونکي؛ «که غواړي چې ژوندي پاتې شي» باید د طالبانو د سپارښتنو سره سم چلند وکړي.پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوو کالو په ترڅ کې پر رسنیو پراخ بندیزونه لګېدلي او د ځینې څارونکو بنسټونو د راپورونو له مخې یو شمېر خبریالان نیول شوي او ربړول شوي هم دي.یو شمېر نور خبریالان د دغو بندیزونو له امله د هېواد پرېښدو ته اړ شوي دي.له بلې خوا د امریکا د سولې انسټیتوټ هم په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې طالبان د رسنیو ټوله منځپانګه پلټي او پر هغوی بشپړ څارنه کوي