د پوځي اکاډمۍ فارغان: طالب چارواکو معرفي کړي یو، خو بیا هم تعلیمي مرکز ته نه پرېښودل کېږو

د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ یو شمېر فارغان وايي، سره له دې چې طالب چارواکو د مسلکي زدکړو لپاره د کابل پوځي تعلیمي مرکز ته معرفي کړي، خو د دغه مرکز مسوولین ورته اجازه نه ورکوي چې دغه مرکز ته ننوځي.