انس حقاني نن یکشنبه ( اسد ۲۲ مه ) له بهر څخه هېواد ته راستانه شویو علمي کادرونو ته د ښه راغلاست غونډه کې دا خبرې وکړې.
د ده په خبره، د طالبانو حکومت په اسانه یا د معاملې په نتیجه کې نه دی جوړ شوی: «د سرونو په قربانۍ او د اور پر سر دلته راغلي یو، دنیا زوار وازمویه، وروسته له دې چې پوه شوه، پښې یې نه تینګېږي، نو لاړل او دا نظام داسې پاخه بنیادونه لري چې هیڅوک دې هم فکر نه کوي چې داسې په اسانه به لاړ شي. »
انس حقاني زیاته کړه: « زه ټولو ته دا ډاډ ورکوم چې دا نظام پايدار او دوامدار دی».
ښايي د نوموړي ځواب د طالبانو ضد افغان سیاستوالو وروستیو څرګندونو ته وي، چې وايي د دې ډلې نظام پایدار او دوامدار نه دی او ډیر ژر به له منځه لاړ شي.
په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو ضد وسلوالو جبهو د څو بریدونو ادعا وکړ او ځینو مخالفو سیاسي اشخاصو په راتلونکې کې د جکړې د پراخوالي خبره کړې ده.
د طالبانو دغه غړي په دې خبرو کې د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته پّ اشاره وویل: «فقر او غربت د افغانستان قدیمي مشکل دی او دا دې څوک په طالبانو پورې نه تړي.»
انس حقاني په داسې مهال غربت د افغانستان پخوانی مشکل بولي، چې د دې ډلې واکمنېدو او افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو او د بې کارۍ زیاتېدو سره دا هېواد له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.
په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د راپور پر اساس، په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کلنې پرله پسې وچکالۍ ځپلی او د طالبانو د حاکمیت پیلېدو سره له دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى.