د زمري ۲۴مه؛ د جمهوریت د پرځېدو ورځ طالبانو عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سې شنبه د زمري ۲۴مه د کابل د پرځېدو ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې دغه ورځ د امریکا د «اشغال» او متحدینو پر وړاندې یې د «جهاد» د بریا ورځ بللې ده.