جلا وطنه پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د پخواني افغان حکومت چارواکو د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا جوړه کړې ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په درشل کې د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه غوښتي چې کابل ته ولاړ شي او له دې ډلې سره دې خبرې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، که د طالبانو مخالف مشران په دې فکر وي چې امریکا به بیا پر طالبانو برید وکړي او د هغوی د ساتنې لپاره به خپل ځواکونه وګوماري، تېروتنه کوي او هغه وخت پای ته رسیدلی.
د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) د خلیلزاد دې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
دې شورا ویلي، زلمی خلیلزاد او ځینې نور کسان غواړي طالبان سپین کړي.
د دې شورا په اعلامیه کې راغلي چې «جنایت کار طالبان» د افغانستان د سیاسي انزوا او وروسته پاتي کیدو لامل او ښځې یې له زدکړو او کارڅخه محرومې کړې دي.
دې ډلې طالبان په اندرابونو، بلخاب او پنجشیر کې د بندیانو په وژلو او د خلکو په شکنجه تورن کړي دي.
د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد خبرې د «ترهګرۍ خپرول او وده» او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللې دي.
دې شورا د امریکا له ولسي جرګې غوښتي چې د دوحې د موافقې له لاسلیک څخه تر اوسه د امریکا د استازي په توګه د هغه پر کړنو او پرېکړو له سره کتنه وکړي.
دغې شورا د امریکا له ولسي جرګې دا هم غوښتي چې ښاغلی خلیلزاد دې استجواب کړي.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د خلیلزاد هغه تېروتنې چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې کړې او زموږ په هېواد کې د یوې ترهګرۍ ډلې د واکمنۍ لامل شوې، د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې دې د بشري حقونو خلاف ناوړه کړنو په توګه په ګوته او هغه ته دې سزا ورکړل شي».
د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا هم د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د زلمي خلیلزاد د هوکړې لاسلیک یوه «لویه تېروتنه» ګڼلې چې د میلیونونو افغانانو برخلیک یې له یوه ناورین سره مخ کړی.
د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو د افغانستان په سیاسي ډګر کې توند غبرګونونه راپارولي دي.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح او د اسلامي جمعیت ګوند د خلیلزاد څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.