طالب چارواکي: پوهنتونونه د نجونو د زدکړو لپاره چمتو دي، خو د خپل مشر پرېکړې ته په تمه یو

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سلاکار وايي، تر هغه چې مشر یې امر نه وي کړی د دغو پوهنتونونو دروازې به د تېر په څېر تړلې پاتې وي. طالبانو په تېر ډېسمبر میاشت کې نجونې له پوهنتونو منع کړې، چې په پر افغانستان سربېره یې په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راوپارول.