په افغانستان کې له تېرې ورځې راهیسې درې خبریالان په بېلابېلو سېمو کې نیول شوي

په افغانستان کې د خبریالانو په پرلپسې ډول نیول دوام لري. له پرون راهیسې د خبریالانو د نیولو پر دوام د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او وحیدالرحمن افغانمل له کندهار او له کونړ ولایت څخه آزاد خبریال پرویز څرګند نیولي دي.