د جاپان سفیر: د ټیکاو راوستو لپاره په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه اړینه ده

په کابل کې د جاپان سفیر وایي، په ځلونو مو طالب مشرانو ته ویلي چې د ټیکاو راوستو لپاره په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه اخېستنه اړینه ده. اوکادا تاکاشي وایي، د افغانستان ښځې له خپلو ټولنیزو فرصتونو ډېرې محرومې شوې دي.