طالب چارواکي: د چارو د سمون په موخه مو له ادارو کم عمره کسان اېستلي او مدرسو ته مو لېږلي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وويل، چې تېر يوه کال کې یې ۵۷۰ تنه هغه کسان چې عمرونه یې کم وو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له لیکو ایستي او ديني مدرسو ته یې استولي دي.





