د طالبانو چار سمبالې یا سرپرسته کابینه قومي، مسلکي او که ټول ګډونه؟

د طالبانو تر واکمنېدو ۲۳ورځې وروسته د ۲۰۲۱ کال د سېپتمبر په ۷مه نېټه د ملا محمدحسن په مشرۍ طالبانو خپله سرپرسته اداره اعلان کړه. خو د طالبانو د واکمنۍ د دوو کالو په تېرېدو، په ډېر کم بدلون سره د طالبانو اداره او کابینه همداسې سرپرسته پاتې شوه.