• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له سعودي سره د ایران اړیکې مخ پر ودې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي دي، چې د لویدیځې اسیا او ټولې نړۍ د دوو مهمو هېوادونو ایران او سعودي عربستان اړیکې په موثره بڼه د پرمختګ په حال کې دي.

امیرعبداللهیان له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره نن د سعودي په ریاض کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران او ریاض دواړه په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو هوډ لري.

امیرعبداللهیان یادونه وکړه، چې دواړه لوري په دې نظر دي چې د اقتصادي، سوداګرۍ او امنیتي مسالو په اړه شوې موافقې باید عملي شي.

هغه دا هم وویل، چې هغه او د هغه سعودي سیال د چاپیریال په مسالو او د ژغورنې او مرستې د عملیاتو په اړه د همکارۍ په ګډون په پراخه کچه د سیمه ییزو خبرو اترو په اړه خبرې کړي.

امیرعبداللهیان د ولسمشر ابراهیم رئیسي د تګلارې سره سم له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو ته په اشارې وویل، چې ایران د سعودي عربستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له خپل سیال سره د اسلامی نړۍ په مسایلو هم خبرې اترې وکړې او تاکید یې وکړ، چې د فلسطین مساله او د قدس مقدس ښار د اسلامی نړۍ لپاره لومړیتوب لری.

امیرعبداللهیان همداراز ویلي چې ولسمشر رئیسي د سعودي عربستان د پاچا بلنه منلې ده، چې ریاض ته سفر وکړي او دا سفر به په مناسب وخت ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د نن ورځې خبرې به د دولتونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره لاره هواره کړي.

دا وروسته له اوو کلونو د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو چارواکو لومړی مشترک کنفرانس دی، چې په دوه اړخیزو همکاریو او اسلامي نړۍ ته په ورپېښو ګواښونو غږیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب کمېټه: د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مرستې بندوو

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د سره صليب نړۍواله کمېټه وايي، چې د اګست تر پايه به په افغانستان کې پر ۲۵ روغتونونو مرستې بندې شي.

د یادې کمېټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) وویل، چې د سره صلیب کمېټه د یادو روغتونونو لپاره اړینې مالي سرچینې نه لري نو ځکه مجبور دي، چې پر دغو روغتونونو مرستې بندې کړي.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:«موږ له وزارتونو، تمویلوونکو او مرستندویه موسسو سره کار ته دوام ورکوو څو په افغانستان کې د روغتونونو د ملاتړ لپاره نورې دوامداره لارې پېدا کړو.»

په تېر اپريل مياشت کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې د رييسانو بورډ پرېکړه کړې، چې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله په ځینو سیمو کې بشري مرستې وځنډوي.

دغې کمېټې هغه مهال ویلي وو، چې بورډ د لګښتونو د کمولو په نوم د ادارې له بودیجې څخه ۴۷۵ میلیونه ډالر کم کړي دي.

ویل کیږي چې د سره صلیب له خوا د روغتونونو د ملاتړ له بندېدو وروسته به بدغه روغتونونه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان ته د بهرنیو مرستو د استولو لړۍ ودرول شوه.

د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته ناڅاپه مالي ټکان د روغتیا او تعلیم په ګډون حیاتي عامه خدمتونه له خطر سره مخامخ کړل.

په دغه وخت سره صلیب او ځینې مرستندویه سازمانونه د یادو تشو د ډکولو لپاره ګامونه پورته کړ.

په افغانستان کې د سره صليب يوه وياند وويل، دغه سازمان هغه مهال پرېکړه وکړه چې د روغتيايي څارنې د سيستم د ملاتړ مسووليت پر غاړه واخلي.

د سره صلیب کمېټې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو مسوولیت پر غاړه لاره، چې پر اتو یې له دې وړاندې مرستې بندې شوې وې او ۲۲ نور یې اوس د مالي ملاتړ د کمښت له امله د روانې میاشتې تر پایه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي.

د مرستندویه سازمانونو په وینا، د افغانستان نږدې درې پر څلورمه برخه وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو جرګې ته له افغانستانه د وتلو اسناد وړاندې کړي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا د استازو د جرګې په غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ۳۰۰ صفحې اسناد یادې جرګې ته سپارلي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مکال بیا ګواښ کړی، چې که چېرې دا اسناد له پخوانیو سره مطابقت ونه لري نو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیسي.

مسینجر پالېټیکس لیکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د روانې اونۍ په پیل کې د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر مایکل مکال سره ژمنه کړې وه، چې له افغانستان څخه د وتلو اسناد به وروسپاري.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو اسنادو کې به تر ډېره د ۲۰۲۱ کال د وضعیت او له افغانستانه د امریکا د وتلو یاداښتونه شامل وي.

د سرچینې په خبره، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته دغه ۳۰۰ صفحې راپور سپارلی دی.

مایک مکال بیا په یوه بیان کې ویلي وو: "زه د بهرنیو چارو د وزیر له ژمنې ستاینه کوم، چې ما ته تفصیلي او منظم راپور چمتو کړي او زه هیله لرم چې هغه په خپلو خبرو کې ریښتینی وي، ځکه وخت رارسېدلی چې موږ خپلو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته ځواب ووایو."

مایکل مکال په تېرې جولايي میاشت کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د اسنادو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و؛ که چېرې د بهرنیو چارو وزیر دغه اسناد وړاندې نه کړي؛ نو دا به کانګرس ته د سپکاوي په معنا وي.

دوستم: د امریکا جنګي وسایلو ته نور اړتیا نه شته، خلک ستړي شوي او رهبرۍ ته اړتیا لري

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره امریکايي ټانکونو، توپونو او الوتکو ته اړتیا نه شته. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت ښاغلي دوستم په یوې خبري غونډه کې وویل، چې خلک له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي او یوازې رهبرۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د افغانستان د جمهوري دولت د ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو د تسلط د دویم کال په مناسبت یوه انلاین غونډه کړې ده.

عبدالرشید دوستم په دې ناسته کې وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې پلانونو ته رښتیني نه دي.

هغه ټینګار وکړ؛ هغه هېوادونه چې د ملاتړ توان لری، لږ تر لږه دې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په رسمیت وپېژني.

هغه وویل، چې د مقاومت د شورا غړي له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او په مناسب وخت کې به د طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.

نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا برید ته په اشارې سره وویل، چې په هغه وخت کې هم امریکا د طالبانو د نسکورولو لپاره د شمالي جبهې مشرانو ته مراجعه کړې وه.

عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر دی. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ طالبان به له زور پرته د نړۍوالې ټولنې هېڅ طرحه او وړاندیز ونه مني.

ښاغلي دوستم زیاته کړه، چې طالبان د شریعت تر چتر لاندې خپلو سیاستونو ته دوام ورکوي.

دوستم د طالبانو پر وړاندې د اقدام په اړه وويل؛ د طالبانو مخالف مشران په دې کار کوي؛ کله چې نړۍواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باوري شول چې نور نه شي کولی له طالبانو سره کار وکړي، د مقاومت دغه شورا به د طالبانو پر ضد په اقداماتو پیل وکړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا بل غړي عطاء محمد نور هم طالبان د امریکا «اصلي غلامان» بللي او ویلي یې دي، چې امریکا د طالبانو د غلامۍ په بدل کې دغې ډلې ته افغانستان «ډالۍ» کړې دی.

ښاغلي نور زیاته کړه، چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو مخالفینو ته په سیاسي برخو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلي نور د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل، چې امریکا له یوې خوا غواړي د طالبانو مخالفین سره یو ځای کړي خو له بلې خوا دوی ته په سیاسي برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: نېږدې ۷۹ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نه لري

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اوبو او روغتیا ساتنې د ناورین په اړه خبرداری ورکړی. دغه سازمان ویلي چې شاوخوا ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان وايي، د افغانستان لپاره وخت په ختمېدو دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي، چې افغانستان په نړۍ کې «تر ټولو لوی او سخت» بشري ناورین لري.

دغه سازمان د خپلو مرستو د کمښت او د میلیونونو افغانانو لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامداره مرستو ته هم اشاره کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي؛ تېر کال هم د غوښتل شویو مرستو یو پر درېیمه برخه ورکړل شوې، چې له مخې یې ۱،۳۲ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.

دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو د ناورین په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې په افغانستان کې وچکالي د بشري ناورین د ژورېدو لامل بللی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې روانه وچکالي د کروندګرو او د خلکو د خوړو خوندیتوب ته زیان رسوي او بشري ناورین لا پسې ژوروي.

د هوا د کیفیت د نړۍوال شاخص له مخې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی، چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

یوناما د خبریالانو په نیولو غبرګون ښودلی

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱

یوناما له طالب چارواکو غوښتي چې نړۍوال بشري حقونه دې رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «یوناما» نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه ) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي؛ په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. یوناما د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دواړه د طالب چارواکو لخوا د کال په پیل کې نیول شوي او لا تر اوسه په بند کې دي.

یوناما زیاته کړې؛ طالبان دې نړۍوال بشري حقونه رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي. او ټولو هغو کسانو ته چې د دوی په بند کې دي، اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره وګوري، د ځان لپاره مدافع وکیل ونیسي او د هغو تورونو په اړه پوه شي چې پر دوی لګېدلي دي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ (ار ایس ایف) پرون ویلي وو چې په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې نهه خبریالان نیول شوي دي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، پروېز څرګند، عطا الله عمر، وحید رحمان افغانمل، شمس الله عمري، سید وحدت الله ابدالي، فقیر محمد فقیرزی، حسیب حساس، حبیب سراب او جان اغا صالح، په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول شوي چې له دې شمېر څخه یوازې وحید رحمان په بند کې نه دی.