• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار سازمان له اسټرالیا غوښتي، چې د افغانانو بشردوستانه ویزو ته لومړیتوب ورکړي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د اسټرالیا د بشري حقونو د څار ادارې مشر ټینګار کوي، چې د دغه هېواد حکومت باید افغانانو ته د بشري ویزو په چارو کې لومړیتوب ورکړي. ډانیلاګاوشون ويلي، که موخه د زیانمنو خلکو ژغورل وي، اداري چارې باید اسانه کړای شي.

نوموړي په یوې مقاله کې چې د پنج شنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه) د بشري حقونو په کورپاڼه کې خپره شوې راغلي: «په تېرو دوو کلونو کې افغانستان خورا ناوړه بشري کړکېچ سره مخامخ شوی، چې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې له لوږې او لږ تر لږه درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د هغه په وینا، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د مېندو د مړینې کچه یې لوړه ده او زرګونه مېرمنې د مېندوارۍ اړوند لاملونو له امله مري.

دانیلا ګاوشون وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې فعالې رسنۍ هم له پراخ سانسور سره مخامخې دي‌ او خبریالان او ډېر نور شمېر منتقدین د زندان د تورو تمبو شاته بندیان دي.

‌‌ډانیلا ګاوشون د اسټرالیا پر حکومت ټینګار کړی او وایی، څومره چې وضعیت ستونزمن دی، هومره انعطاف ته اړتیا شته.

هغه د افغانانو د منلو په بهیر کې اسانتیاوې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د کډوالو د منلو په برخه کې د امنیت تامین یوه اړینه برخه ده؛ خو نا عادلانه شرایط باید د اداري خنډونو د کمولو په معنا نه وي.

اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې د افغان کډوالو لپاره د پنځو کلونو لپاره ۲۶۵۰۰ بشردوستانه ویزې ځانکړې کړې وې؛ خو د ډانیلا ګاوشون په وینا، د غوښتنلیکونو شمېر تر اوسه ۴۰ زرو ته رسېدلی دی.
د استرالیا د بشري حقونو د څار ادارې مشر وايي، دغه هېواد دې افغانانو ته د بشري ویزو شمېر زیات کړي.

ډانیلا ګاوشن وايي، که د اسټرالیا حکومت اراده ولري، کولای شي داسې لاره ومومي چې د بشري ویزو په ورکولو کې چټک عمل وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

افغان وېټنیس: تېرو دوو کلونو کې ۱۸۸ د ښځو د سرونو غوڅولو او وژلو پېښې ثبت شوې دي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د یوه نوي راپور له مخې،د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو سرونه پرې کېږي او جسدونه یې په سیندونو او کوڅو کې غورځول کېږي. د افغان وېټنیس د څېړنې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۳۳۲۹ادعاوې ثبت شوې دي.

څېړونکو د تېر کال له جنورۍ راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو ۱۹۷۷ ادعاوې مستند کړې، چې پکې د وژنې، خپل سرو نیونو او د خلګو ربړول شامل دي.

په دغې څېړنه کې د طالبانو له خوا د ښځو د وژل کېدو، د سلګونو راپورونو یادونه شوې او دغه شمېري ښیي چې د ښځو د وژنې په قضیو کې په تدریجي توګه زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کي راغلي:« د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې، افغان وېټنیس په انفرادي ډول د ښځو د وژنو راپورنه ثبتوي، چې اکثره یې د سخت تاوتریخوالي او وحشت په حالت کې وي.»

څیړونکي وايي، دوی د تېر کال له جنورۍ څخه د روان کال تر جولای میاشتې په ټول هېواد کې ۱۸۸ داسې پېښې ثبت کړې، چې د ښځو د سرونو د غوڅولو یا د ډزو په وسیله او همدارنګه په چړو د وژلو پېښې پکې شاملې دي.

د افغان وېټنیس د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې د مړو شویو جسدونه په سیندونو یا کوڅو کې غورځول کېږي او کله ناکله له جسدونو داسې ښکاري چې له ربړولو وروسته وژل شوې دي.

د افغان وېټنیس د پروژي مسوول ډېوېډ اوسبورن وايي:« طالبانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو لپاره او د هغو چارواکو او امنیتي کسانو لپاره چې د جمهوریت په چوکاټ کې یې کار کاوه، د بخښنې په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو څخه سرغړونه کړې.»

همدارنګه نوموړی وايي:« موږ د خپلو څېړنو په راپور شویو قضیو کې د ښځینه وژنو د زیاتوالي، په عامه ځایونو کې د خلکو مخې ته سزا ورکول، د اعدامونو پیلول، د پخوانیو امنیتي کسانو وژنه او دوامدارې نیونې او د مدنې ټولنې او پر رسنیو دوامداره فشارونه لیدلي دي.»

نوموړی وايي، دا په داسې حال کې ده چې ټولې قضیې نه شي تاییدېدای. خو نوموړی زیاتوي :« پر ګواښونو سربېره یو شمېر ښځې لاریونونو ته دوام ورکړی، خو په افغانستان کې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته د مدني فعالانو او ښځو دغه غږونه ورځ تر بلې منزوي کېږي.»

په دغه څېړنه کې د طالبانو د سترې محکمې ۵۶ خبرپاڼې مستند شوې، چې تر ۳۵۰ زیاتو کسانو ته یې عامه سزاوې ورکړې دي.

طالبانو دوه کاله وړاندې د واک د تر لاسه کولو راهیسې ښځې د کار، زدکړو او عامه ځایونو ته له ورتګه بندې کړې او په ټولو سپورټونو کې یې له ګدون څخه هم راوګرځولې.

د څېړونکو د راپور په حواله د ۲۰۲۱ کال د اکسټ په لومړیو کې د لاریون له پیل راهیسې، د ښځو په مشرۍ شاوخوا ۷۰ لاریونونه شوي، چې پکې یې د زدکړو او کار ته د نجونو او ښځو د بندیزونو سره مخالفت ښودلی وو.

جان ساپکو: د افغانستان پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چارو کې یو درس دی

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو، له اوکراین سره د امریکا او د هغې د متحدینو میلیاردونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستې ته په اشارې نېوکه کړې، چې پر دغو مرسته شویو پيسو څار او نظارت نه کېږي.

هغه د افغانستان په پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چاره کې د درس په توګه یاده کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړي څارونکي، دا رنګه په اوکراین کې هم د درغلیو یادونه کړې او د نیویارک ټایمز د وروستي راپور پر بنسټ یې د وسلو د یو پلورونکي له خوا د وسلو د لوړو بیو په تړاو اشاره کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې هم راپور ورکړی، چې په اوکراین کې د دولتي ودانیزو پروژو په چارو کې دولتي چارواکي او د هغوی ملګري لس سلنه بډې اخلي، چې ورسره د بډو اخیستنه هم دېرش سلنه زیاته شوې ده.

دا رنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکی ویلي، د وضعیت د بدلېدو په لټه کې دی او د فاسدو چارواکو پر ضد به کوټلي ګامونه واخلي.

زلنسکي په مې میاشت کې د سترې محکمې مشر وروسته له هغې له دندې لرې کړ، چې پر هغه د ملیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډې اخېستنې تور پورې شوی و، دا رنګه د شپږو وزارتونو مرستیالان او د څو سیمو پنځه تنه مدیران یې هم د فساد په تور له دندو شړلي وو.

ساپکو وایي، چې د فساد پر ضد د اوکرایني ولسمشر او د هغه د ملګرو هڅې د ستایلو دي؛ خو « هغسې چې په افغانستان کې جنګسالارانو او ټوپکمارو شتون لاره، هماغسې په اوکراین هم شته چې دا یوه ستره ستونزه ده.»

پر اوکراین د روسبې له یرغل وروسته امریکا تر دې مهاله ۱۱۳ میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر د پوځي، مالي او بشردوستانو مرستو لپاره لګولي او د بایډن حکومت په دې وروستیو کې له کانګرس څخه د شل ملیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو د نورې مرستې غوښتنه کړې.

د دې تر څنګ د امریکا د ۱۷ بېلابېلو ادارو په خوا کې دېرش نور هېوادونه هم په اوکراین کې فعالیتونه کوي.

ساپکو وایي: «د دغو پيسو د لګولو څارنه باید وکړئ، تاسو نه شئ کولای دغه چاره له واشنګټن، لندن، برلین او ان له پولنډه تر سره کړئ.»

د امریکا د استازیو جرګې په یوه تکلاره کې د اوکراین لپاره د یوه عمومي څارونکي د ګومارلو غوښتنه کړې.

ښاغلی ساپکو وایي: «موږ د وسلو لپاره زیاتې پيسې لګوو، چې دا بده خبره نه ده. دغه څه باید تر سره شي، خو د خبرداري موخه دا ده که تاسې زیاتې پيسې هم لېږئ او څارنه یې هم نه کېږي، پيسې ضایع کېږي چې بیا نورې ستونزې زېږوي.»

ایرانی چارواکی: له ایرانه تښتول شوی کس دوه میاشتې په افغانستان کې یرغمل و

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۴ GMT+۱

په ایران کې د جیرفت عمومي او انقلابي څارنوال اعلان وکړ، چې دوه میاشتې وړاندې د کرمان ولایت یو د منځني عمر سړی د انسان تښتونکو لخوا تښتول شوی او افغانستان ته لېږدول شوی دی. افشین صالحي نژاد وايي، تښتول شوی کس له ۶۱ ورځو وروسته خوشې شو.

د ایراني رسنیو د راپونو له مخې ویل کېږي چې:« د منځني عمر لرونکی کس د جیرفت ښار په یوه پارک کې د خپل ماشوم زوی سره د قدم وهلو په حال کې تښتول شوی و، چې د څارنوالۍ او پولیسو له سم دستي هڅو په پایله کې په خوندي ډول خوشې شو.»

له افغانستانه د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم نظر څرګند کړی دی.

د جیرفت عمومي څارنوال د چهار شنبې په ورځ (د زمري۲۵مه) وویل، د نوموړي ک‍س د تښتول کېدو د راپور د ترلاسه کولو وروسته د دغه کس د خلاصون لپاره د پولیسو هڅې پیل شوې او د استخباراتي معلوماتو له مخې دا جوته شوه چې تورنو کسانو یاد کس افغانستان ته بیولی و.

د افشین صالحي په وینا، انسان تښتونکي د کرمان ولایت اصلي اوسیدونکي نه وو او د یرغمل شوي کس له کورنۍ څخه یې د پیسو اخیستلو په موخه دغه کس تښتولی و.

د ایران پخوانی سفیر: یو شمېر سلفي او تکفیري مکتبونه، افغانستان ته د ورتګ په حال کې دي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګریز او بنسټپالي خوځښتونه فعاله دي، او یو شمېر سلفي او تکفیري مکتبونه هم دغه هېواد ته د ورتګ په حال کې دي. ابوالفضل ظهره‌وند ویلي، افغانستان په یوه خطرناک ناسور بدلیږي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ۲۶ مه) د ایرنا خبري اژانس سره په خپره شوې مصاحبه کې ویلي، د سیمې په کچه هره ترهګره او افراطي وسله واله ډله په افغانستان کې خپل استازي لري.

ابوالفضل ظهره‌وند په دغې مرکه کې چي پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دویمې کلیزې په مناسبت تر سره شوې ویلي، هغه څه چې باید تر نظر لاندې وي، د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په درشل کې د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل، چې کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره دې خبرې وکړي.

ابوالفضل ظهره‌وند وایي، زلمی خلیلزاد په ښکاره ډول په افغانستان کې د طالبانو شتون یو سیاسي واقعیت بولي او ان د دغه هېواد له سیاستوالو یې غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي: "دا ټولې څرګندونې په داسې حال کې شوې چې متحده ایالات په رسمي ډول نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني او یوازې نوې سناریوګانې یې په اجنډا کې ځای پر ځای کړې دي."

هغه په دې باور دی، چې امریکا حتی په هره ممکنه طریقه په پاکستان کې د جګړې او کړکېچ د لېږلو په لټه کې ده.

د هغه په وينا، د پاکستان په ګوادر بندر کې د چينايانو په نښه کول، هم هدفي چاره وه.

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر په دې باور دی، چې د پاکستان په پوځ کې بېلوالی رامنځ ته شوی او د دغه هېواد استخباراتي اداره له نویو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخامخ ده. "
د هغه په باور دغه ټولې مسئلې او جګړه د واک لپاره دي، چې امریکا ‌په افغانستان او پاکستان کې پیل کړې دي.

ابوالفضل ظهره‌وند د طالبانو مشروعیت ته په اشارې سره وایي، اوسني وضعیت ته په کتو ممکن په افغانستان کې یو ولسي پاڅون پیل شي، چې له شک پرته به طالبان په ژور کړکېچ کې راونغاړل شي.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه: طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان نېولي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان د خپلو کاري فعالیتونو له امله نېول شوي دي. د دغې ټولنې مشران وایي، هره ورځ افغان خبریالان دوی ته د طالبانو له بد چلنده شکایتونه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړۍ والې ټولنې یوه مشره لیه‌‌یي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې سره هم مهاله په هغې لیکنه کې چې د نیکي اسیا په ورځپاڼه کې خپره شوې لیکلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال چې یو مهال د شور او ځوږ څخه برخمن و د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سانسور، بریدونو، خپلسرو نېونو او پر ښځينه خبریالانو تر فشارونو لاندې دی.
مېرمن لیه‌‌یي وایي، د دوو کالو په تېرېدو سره په افغانستان کې د رسنیو له منځه وړلو لړۍ پرته له کوم ځنډه روانه ده.
په تېرو دوو کالو کې د یو شمېر کورنیو رسنیو وېب پاڼې تړل شوې، او د خبریااانو د وهلو، ټکولو او د هغوی د ځورولو رپوټونه ورکړل شوي او دا رنګه د یو شمېر نړیوالو رسنیو فعالبتونه بند شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دغې چارواکې لیکلي، طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځله د جنسیتي توپير له مخې پر رسنیو بریدونه کړي.
په روانه میاشت کې د ننګرهار په ولایت کې د همېشه بهار په نامه خصوصي ټلویزیون له دط امله وتړل شو، چې هلته ښځينه او نارینه خبریالانو په یوې ښوونیزه غونډه کې برخه لرله.

د خبریالانو د خوندیتوب دغه نړیواله ټولنه وايي، افغانستان ته د بهرنیو خبریالانو د ورتګ پر مهال هغوی ته د ویزو په ورکړه کې هم ستونزې زیاتې شوي.

دا رنګه طالبانو کورني خبریالان اړ کړي، چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د خپلو نومونو د لیکلو او راجسترولو وروسته د پېژنګلوۍ کارتونه واخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب دغه پرېکړې پر خبریالانو د کنټرول او څارنې د وروستي برید کړنې یادې کړې دي.

طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره پر خواله رسنیو هم یو لړ بندیزونه لګولي دي.

دغې ټولنې لیکلي، چې طالبانو سږنی کال داسې تګلارې خپلې کړي چې له مخې یې یوټیوب کانالونه له یو لړ بندیزونو سره مخامخ کړي.

مېرمن لیه‌‌یي دا رنګه په افغانستان کې پر فیسبوک د احتمالي بندیز لګولو په اړه هم اندېښنه ښودلې.