• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېکس هېوادونه به په سویلي افریقا کې په نړیوال نظام د لویدیځ د ولکې په اړه سلامشورې وکړي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د چین، روسیې، هند او دوه نورو هېوادونو مشران به په سویلي افریقا کې سره غونډه وکړي. رویټرز لیکلي، هغه هېوادونه چې د نړۍ یو په ۴مه اقتصادي برخه جوړوي د جیوپولیټکي ځواک په رامنځته کېدو او په نړیوال نظام د لویدیځ د ولکې پر ننګونو به سلامشورې وکړي.

په دغه ناسته کې د چین، هند او برازیل مشران برخه اخلي او د روسیې ولسمشر به چې نړیوالې جزایي محکمې یې د نیولو امر کړی، ګډون و نه کړي.

د برېکس غړیو د دغې ناستې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر جزئيات نه دي خپاره کړي، خو رویټرز راپور ورکړی، چې له دغې ټولنې سره د نورو هېوادونو یو ځای کېدل به و ارزول شي.

د سویلي افریقا څلوېښتو هېوادونو له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې عربستان او ارجنټاین د غړیتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د « برېکس کورنۍ» د سترېدو هرکلی کړی.

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د برېکس پنځه غړي هېوادونه په مشرتابه کې د غیر عربي هېوادونو د ونډې غوښتونکي دي، چې په نړیواله کچه اړتېاوې پوره کړي.

چین، روسیې، برازیل، هند او سویلي افریقا ویلي، چې په نړیوال نظام کې د همکارۍ د نورو بېلګو په لټه کې دي چې له لویدیځ سره توپير ولري، چینایي او روسي مشرانو په ځلونو د لویدیځوالو د هغه ټينګار سره مخالفت څرګند کړی چې د هغوی په هېوادونو کې د ولسواکۍ د پراختیا په برخو کې کړنې یادېږي.

دا رنګه د برازیل نوي ولسمشر په نړیوال مالي او سوداګریز نظام کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو د واکمنۍ پر ځای د نورو اسعارو د کارولو غوښتونکی شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي، چې د برېکس غړي هېوادونه «د نړیوال نظام د سمون غوښتونکي دی، چې پر مټ یې د مخ پر ودې هېوادونو او نويو رامنځته شویو اقتصادونو رول په کې زیات شي.»

دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې «نوی پراختیایي بانک» په ۲۰۱۴ کال کې تاسیس کړ، چې غواړي په مالي راکړه ورکړه کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو ارزښت راکم کړي او د نړیوال بانک او د پيسو د نړیوال صندوق پر ځای چارې ترسره کړي.

دغه بانک په تېره لسیزه کې ۳۳ ملیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره پور ورکړی او دا د هغو پورونو یوه په دریمه برخه جوړوي چې تېر کال نړیوال بانک بېلابېلو هېوادونو ته ورکړي ول.

سویلي افریقا ویلي، چې نن سبا د ‌‌‌‌‌‌ډالرو پر ځای د نورو اسعارو کارونه د دغو هېوادونو د چارو په سر، سر کې ځای لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جان ساپکو: د افغانستان پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چارو کې یو درس دی

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو، له اوکراین سره د امریکا او د هغې د متحدینو میلیاردونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستې ته په اشارې نېوکه کړې، چې پر دغو مرسته شویو پيسو څار او نظارت نه کېږي.

هغه د افغانستان په پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چاره کې د درس په توګه یاده کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړي څارونکي، دا رنګه په اوکراین کې هم د درغلیو یادونه کړې او د نیویارک ټایمز د وروستي راپور پر بنسټ یې د وسلو د یو پلورونکي له خوا د وسلو د لوړو بیو په تړاو اشاره کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې هم راپور ورکړی، چې په اوکراین کې د دولتي ودانیزو پروژو په چارو کې دولتي چارواکي او د هغوی ملګري لس سلنه بډې اخلي، چې ورسره د بډو اخیستنه هم دېرش سلنه زیاته شوې ده.

دا رنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکی ویلي، د وضعیت د بدلېدو په لټه کې دی او د فاسدو چارواکو پر ضد به کوټلي ګامونه واخلي.

زلنسکي په مې میاشت کې د سترې محکمې مشر وروسته له هغې له دندې لرې کړ، چې پر هغه د ملیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډې اخېستنې تور پورې شوی و، دا رنګه د شپږو وزارتونو مرستیالان او د څو سیمو پنځه تنه مدیران یې هم د فساد په تور له دندو شړلي وو.

ساپکو وایي، چې د فساد پر ضد د اوکرایني ولسمشر او د هغه د ملګرو هڅې د ستایلو دي؛ خو « هغسې چې په افغانستان کې جنګسالارانو او ټوپکمارو شتون لاره، هماغسې په اوکراین هم شته چې دا یوه ستره ستونزه ده.»

پر اوکراین د روسبې له یرغل وروسته امریکا تر دې مهاله ۱۱۳ میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر د پوځي، مالي او بشردوستانو مرستو لپاره لګولي او د بایډن حکومت په دې وروستیو کې له کانګرس څخه د شل ملیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو د نورې مرستې غوښتنه کړې.

د دې تر څنګ د امریکا د ۱۷ بېلابېلو ادارو په خوا کې دېرش نور هېوادونه هم په اوکراین کې فعالیتونه کوي.

ساپکو وایي: «د دغو پيسو د لګولو څارنه باید وکړئ، تاسو نه شئ کولای دغه چاره له واشنګټن، لندن، برلین او ان له پولنډه تر سره کړئ.»

د امریکا د استازیو جرګې په یوه تکلاره کې د اوکراین لپاره د یوه عمومي څارونکي د ګومارلو غوښتنه کړې.

ښاغلی ساپکو وایي: «موږ د وسلو لپاره زیاتې پيسې لګوو، چې دا بده خبره نه ده. دغه څه باید تر سره شي، خو د خبرداري موخه دا ده که تاسې زیاتې پيسې هم لېږئ او څارنه یې هم نه کېږي، پيسې ضایع کېږي چې بیا نورې ستونزې زېږوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له سعودي سره د ایران اړیکې مخ پر ودې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي دي، چې د لویدیځې اسیا او ټولې نړۍ د دوو مهمو هېوادونو ایران او سعودي عربستان اړیکې په موثره بڼه د پرمختګ په حال کې دي.

امیرعبداللهیان له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره نن د سعودي په ریاض کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران او ریاض دواړه په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو هوډ لري.

امیرعبداللهیان یادونه وکړه، چې دواړه لوري په دې نظر دي چې د اقتصادي، سوداګرۍ او امنیتي مسالو په اړه شوې موافقې باید عملي شي.

هغه دا هم وویل، چې هغه او د هغه سعودي سیال د چاپیریال په مسالو او د ژغورنې او مرستې د عملیاتو په اړه د همکارۍ په ګډون په پراخه کچه د سیمه ییزو خبرو اترو په اړه خبرې کړي.

امیرعبداللهیان د ولسمشر ابراهیم رئیسي د تګلارې سره سم له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو ته په اشارې وویل، چې ایران د سعودي عربستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له خپل سیال سره د اسلامی نړۍ په مسایلو هم خبرې اترې وکړې او تاکید یې وکړ، چې د فلسطین مساله او د قدس مقدس ښار د اسلامی نړۍ لپاره لومړیتوب لری.

امیرعبداللهیان همداراز ویلي چې ولسمشر رئیسي د سعودي عربستان د پاچا بلنه منلې ده، چې ریاض ته سفر وکړي او دا سفر به په مناسب وخت ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د نن ورځې خبرې به د دولتونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره لاره هواره کړي.

دا وروسته له اوو کلونو د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو چارواکو لومړی مشترک کنفرانس دی، چې په دوه اړخیزو همکاریو او اسلامي نړۍ ته په ورپېښو ګواښونو غږیږي.

د سره صلیب کمېټه: د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مرستې بندوو

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د سره صليب نړۍواله کمېټه وايي، چې د اګست تر پايه به په افغانستان کې پر ۲۵ روغتونونو مرستې بندې شي.

د یادې کمېټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) وویل، چې د سره صلیب کمېټه د یادو روغتونونو لپاره اړینې مالي سرچینې نه لري نو ځکه مجبور دي، چې پر دغو روغتونونو مرستې بندې کړي.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:«موږ له وزارتونو، تمویلوونکو او مرستندویه موسسو سره کار ته دوام ورکوو څو په افغانستان کې د روغتونونو د ملاتړ لپاره نورې دوامداره لارې پېدا کړو.»

په تېر اپريل مياشت کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې د رييسانو بورډ پرېکړه کړې، چې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله په ځینو سیمو کې بشري مرستې وځنډوي.

دغې کمېټې هغه مهال ویلي وو، چې بورډ د لګښتونو د کمولو په نوم د ادارې له بودیجې څخه ۴۷۵ میلیونه ډالر کم کړي دي.

ویل کیږي چې د سره صلیب له خوا د روغتونونو د ملاتړ له بندېدو وروسته به بدغه روغتونونه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان ته د بهرنیو مرستو د استولو لړۍ ودرول شوه.

د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته ناڅاپه مالي ټکان د روغتیا او تعلیم په ګډون حیاتي عامه خدمتونه له خطر سره مخامخ کړل.

په دغه وخت سره صلیب او ځینې مرستندویه سازمانونه د یادو تشو د ډکولو لپاره ګامونه پورته کړ.

په افغانستان کې د سره صليب يوه وياند وويل، دغه سازمان هغه مهال پرېکړه وکړه چې د روغتيايي څارنې د سيستم د ملاتړ مسووليت پر غاړه واخلي.

د سره صلیب کمېټې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو مسوولیت پر غاړه لاره، چې پر اتو یې له دې وړاندې مرستې بندې شوې وې او ۲۲ نور یې اوس د مالي ملاتړ د کمښت له امله د روانې میاشتې تر پایه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي.

د مرستندویه سازمانونو په وینا، د افغانستان نږدې درې پر څلورمه برخه وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو جرګې ته له افغانستانه د وتلو اسناد وړاندې کړي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا د استازو د جرګې په غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ۳۰۰ صفحې اسناد یادې جرګې ته سپارلي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مکال بیا ګواښ کړی، چې که چېرې دا اسناد له پخوانیو سره مطابقت ونه لري نو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیسي.

مسینجر پالېټیکس لیکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د روانې اونۍ په پیل کې د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر مایکل مکال سره ژمنه کړې وه، چې له افغانستان څخه د وتلو اسناد به وروسپاري.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو اسنادو کې به تر ډېره د ۲۰۲۱ کال د وضعیت او له افغانستانه د امریکا د وتلو یاداښتونه شامل وي.

د سرچینې په خبره، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته دغه ۳۰۰ صفحې راپور سپارلی دی.

مایک مکال بیا په یوه بیان کې ویلي وو: "زه د بهرنیو چارو د وزیر له ژمنې ستاینه کوم، چې ما ته تفصیلي او منظم راپور چمتو کړي او زه هیله لرم چې هغه په خپلو خبرو کې ریښتینی وي، ځکه وخت رارسېدلی چې موږ خپلو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته ځواب ووایو."

مایکل مکال په تېرې جولايي میاشت کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د اسنادو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و؛ که چېرې د بهرنیو چارو وزیر دغه اسناد وړاندې نه کړي؛ نو دا به کانګرس ته د سپکاوي په معنا وي.

دوستم: د امریکا جنګي وسایلو ته نور اړتیا نه شته، خلک ستړي شوي او رهبرۍ ته اړتیا لري

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره امریکايي ټانکونو، توپونو او الوتکو ته اړتیا نه شته. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت ښاغلي دوستم په یوې خبري غونډه کې وویل، چې خلک له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي او یوازې رهبرۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د افغانستان د جمهوري دولت د ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو د تسلط د دویم کال په مناسبت یوه انلاین غونډه کړې ده.

عبدالرشید دوستم په دې ناسته کې وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې پلانونو ته رښتیني نه دي.

هغه ټینګار وکړ؛ هغه هېوادونه چې د ملاتړ توان لری، لږ تر لږه دې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په رسمیت وپېژني.

هغه وویل، چې د مقاومت د شورا غړي له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او په مناسب وخت کې به د طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.

نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا برید ته په اشارې سره وویل، چې په هغه وخت کې هم امریکا د طالبانو د نسکورولو لپاره د شمالي جبهې مشرانو ته مراجعه کړې وه.

عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر دی. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ طالبان به له زور پرته د نړۍوالې ټولنې هېڅ طرحه او وړاندیز ونه مني.

ښاغلي دوستم زیاته کړه، چې طالبان د شریعت تر چتر لاندې خپلو سیاستونو ته دوام ورکوي.

دوستم د طالبانو پر وړاندې د اقدام په اړه وويل؛ د طالبانو مخالف مشران په دې کار کوي؛ کله چې نړۍواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باوري شول چې نور نه شي کولی له طالبانو سره کار وکړي، د مقاومت دغه شورا به د طالبانو پر ضد په اقداماتو پیل وکړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا بل غړي عطاء محمد نور هم طالبان د امریکا «اصلي غلامان» بللي او ویلي یې دي، چې امریکا د طالبانو د غلامۍ په بدل کې دغې ډلې ته افغانستان «ډالۍ» کړې دی.

ښاغلي نور زیاته کړه، چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو مخالفینو ته په سیاسي برخو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلي نور د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل، چې امریکا له یوې خوا غواړي د طالبانو مخالفین سره یو ځای کړي خو له بلې خوا دوی ته په سیاسي برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.