• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدا غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۹ GMT+۱

ښاغلي کرزي د زمري د ۲۸مې نېټې په اړه په خپل بیان کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، چې افغانستان «په رښتیني توګه د خپلواکۍ څښتن شي.» او د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدا غوښتنه یې هم وکړه.

حامد کرزي دا رنګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره «پرته له ځنډه د بین الافغاني خبرو اترو د پيل» غوښتونکی شو.

پخواني ولسمشر لیکلي: « یقینا چې دغې سترې ملي موخې ته د رسېدو او د پردیو له احتیاجه د خلاصون یوازینۍ لاره د علم او پوهې تر لاسه کول دي.»

ښاغلي کرزي له طالبانو وغوښتل، څومره ژر چې کېدای شي، د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې خلاصې کړي.

پخواني افغان ولسمشر د خپل بیان په یوه بله برخه کې یو ځلې بیا پر «بین الافغاني خبرو اترو» ټينګار کړی او لیکلي یې دي: «بې له شکه چې د اوسنیو ستونزو څخه د وتلو او د سولې د ټينګښت یوازینۍ لاره ملي یووالی او له ځنډ پرته د بین الافغاني خبرو پيل دی.»

کرزي تر دې وړاندې هم د طالبانو او نورو افغان ښکېلو غاړو ترمنځ د خبرو اترو د پيلېدا خبره کړې وه.

نړۍوالې ټولنې هم په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره دې د سیاسي او مدني سټو سره خبرې اترې وشي؛ خو طالبانو تر دې دمه دغو غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د شاه امان الله خان د نوم له اخیستو پرته، د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې مبارکي ورکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۸ GMT+۱

طالبانو د شاه امان الله خان د نوم له اخیستو پرته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه. دغې ډلې په یوې خبرپاڼه کې د اګسټ ۱۵مې ته په اشارې ویلي:« د افغانستان مجاهد ملت دا د ځان لپاره ستر ویاړ ګڼي، چې په یوه پیړې کې یې درې امپراتورۍ له هېواده اېستلي.»

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت د طالبانو په خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي دي:« د شکر او ویاړ ځای دی، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ورځ په داسې حال کې لمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د زمري ۲۴مه د امریکایي ښکېلاک د ماتې ورځ ولمانځله.»

دغې ډلې په خپلې خبرپاڼه کې یو ځلې بیا تینګار کړی، « د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د شریعت پر بنسټ پر سالمو اړیکو باور لرو او هیچاته د ظلم او زیان رسولو اراده نه لرو او له نورو هم هیله کوو، چې دا ډول سیاست غوره کړي.»

د طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان د هغه وخت د پاچا امان الله خان په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې، چې په ۱۹۱۹ کال کې يې د انګریزانو څخه د هېواد خپلواکي اعلان کړه.

امان الله خان د افغانستان عصري پاچا بلل کېږي او د هغه په دوره کې د لومړي ځل لپاره د ځینو محدودو مدني ازادیو، اساسي قانون او د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو بنست کېښودل شو.

د ایران د پارلمان استازی: افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه د سیمې لپاره ګواښ پېښوي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسون غړی جلیل رحیمي جهان ابادي وایي، په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله موږ د دغه هېواد له ګاونډیو سره په پولو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدان یو.

هغه د خانه ملت له خبریال سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت په جوړېدو سره چې په هغه کې ټول قامونه او سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډلې برخه ولري، کېدای شي چې په هغه هېواد سوله او ټيکاو د رامنځته کېدو لامل شي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست غړي امریکا تورنه کړه، چې په افغانستان کې نه غواړي ټولګډونی حکومت رامنځته شي او غواړي چې په افغانستان کې کړکېچ روان پاتې شي.

جلیل رحیمي جهان آبادي هیله مندي وښوده، چې طالبان باید ژر تر ژره یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

طالبانو تل ویلي، چې حکومت یې پراخ بنسټه دی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د هغوی په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

په پاکستان کې افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مه کلیزه ولمانځله

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۴ GMT+۱

نن د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې سره برابره ده. دغه ورځ د ټولو افغانانو له لوري که د افغانستان په د ننه کې دي او یا په نورو هېوادونو کې په شور او ځوږ سره لمانځل کېږي.

په تېرو دوو کالو کې د افغانستان د ننه دغه ورځ ګڼ افغانان د طالبانو له وېرې نه شي لمانځلای، ځکه طالبانو په ملي بېرغ، موسیقۍ غږولو او ملي اتڼ بندیزونه لګولي او څوک له وېرې نه شي کولای دغه ورځ ولمانځي لکه څنګه یې چې زړه غوښتي وي.
خو له افغانستانه بهر بیا افغان کډوال دغه ورځ د ملي بېرغونو په لېږدولو او رپولو، د ملي اتڼونو په کولو او پارکونو ته په تللو سره لمانځي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم چې نن سبا ملیونونه افغان کډوال په کې مېشت دي، دغه ورځ د بېلابېلو غونډو، مشاعرو، ملي اتڼونو او مېلو سره لمانځل کېږي.

همدغه نن د خیبر پښتونخوا پېښور ښار په شلمان پارک کې د افغان شاعرانو یوه ستره مشاعره جوړه شوه، چې د افغان شاعرانو تر څنګ په کې د خیبر پښتوخوا ګڼو شاعرانو شعرونه وویل او د خپلواکۍ په ارزښتونو او د افغانانو د مبارزو یادونه یې وکړه.
د دغې مشاعرې یو ګډونوال عبدالبصیر بېدار ستوري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« سره له دې چې په پېښور کې مېشتو افغانانو له پخوا راهیسې هر کال دغه ورځ لمانځله؛ خو په تېرو دوو کلنو کې دغه لمانځنه تر پخوا زیاته شانداره شوې او خلک په کې خپل ژور احساسات ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي، چې په هېواد کې یې پر ملي بېرغ او ملي سرود بندیز لګېدلی او دوی یې دلته په غبرګون کې خپل احساسات په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي.»
خو په پلازمېنه اسلام اباد کې بیا د یو لړ لګول شویو بندیزونو او سختو امنیتي تدابیرو له امله دغه لمانځنه پيکه ښکاري.

له دې سره بیا هم د اسلام اباد په ځینو واټونو او پارکونو کې د افغانانو ګڼه، ګوڼه تر پخوا زیاته شوې او ‌‌‌‌‌‌د ډېرو ځوانانو او پېغلو په لاسونو کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغونه لیدل کېږي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال لطف الله وایي، چې د خپلو ماشومانو سره پارک ته راغلی او هغوی ته یې ویلي چې نن زموږ د خپلواکۍ جشن دی او باید لمانځنه یې وکړو، هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« تېره ورځ چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ وه، نو کشرې لور مې را نه پوښتنه وکړه چې ازادي څه ته وايي، د ازادۍ جشن څه شی دی، او ایا موږ هم د ازادۍ جشن لرو؟ زه مې د لور دغې پوښتنې سخت خواشینی کړم بیا مې ورته ځواب ورکړ او ورته مې وویل چې اوس موږ او تاسو مساپر یو، چې کله بېرته خپل وطن ته ستانه شو بیا به موږ هم خپل ملي جشنونه ولمانځو.»
لطف الله وایي،« له همدې امله مې دوی نن پارک ته راوستل او ورته مې د خپل تېر تاریخ ټول اړخونه بیان کړل.»
‌‌‌‌‌‌په پلازمېنه اسلام اباد کې سره د ټولو لګول شویو بندیزونو، ډېرو افغانانو په خپلو ګرځنده ټيلیفونونو کې د افغانستان ملي سندرې غږولې او خوند یې ترېنه اخیست، هغوی دا خبره کوله چې نظامونه به ‌‌‌‌‌‌ډېر سره بدل را بدل شي؛ خو زموږ ملي ارزښتونه موږ ته هغه سرې کرښې دي، چې له هغو هېڅکله هم په شا کېدلای نه شو.

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر: که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، نو له زوره به کار واخلو

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۱

د پاکستان پخواني دفاع وزیر له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، که په پاکستان کې د بریدونو په تړاو داسې شواهد او لاسوندونه بیامومو چې د افغانستان له خاورې همغږي کېږي، نو اسلام اباد به د خپلې خاورې د دفاع له لپاره له زور کار واخلي.

هغه ټينګار وکړ، که طالبان پر خپلو ژمنو و نه درېږي، نو پاکستان به زور وکاروي.

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر تر دې وړاندې هم پر افغان طالبانو تور پورې کړی و، چې هغوی د دوحې تړون له مخې عمل نه کوي او دا اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

خواجه محمد اصف د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷ مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، د هغه د وروستي سفر چې د ۱۴۰۱ کال د کب په درېیمه یې کابل ته کړی و، له هغه وروسته د پاکستاني طالبانو بریدونه په پاکستان کې تر پخوا ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو بریدونو زیاته برخه د افغانستان له خاورې کېږي او طالبانو ته په کار ده چې د دغو بریدونو مسوولیت ومني او پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. هغه دا ګوت څنډنه هم وکړه چې له هغې پرته پاکستان دا حق لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ښاغلي اصف د هغې فتوا په اړه چې ملا هبت الله اخندزاده ته منسوبه ده، په پاکستان کې جګړه جواز نه لري وویل چې کېدای شي دغه فتوا « اغېز ناکه» وي.

د طالبانو د سترې محکمې یو غړي او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دارالافتا مشر د پنجشنبې په ورځ د (زمري په ۱۹مه) په پاکستان کې د جګړې پر ضد فتوا ورکړه او ویې ویل چې طالبانو د دوحې تړون له مخې ژمنه کړې، چې په بهر کې به «جهاد» نه کوي. هغه په څنګزنه توګه وویل، چې د طالبانو مشر په پاکستان کې جګړه ناجاېزه بللې.

ښاغلی اصف د دغې فتوا د اغېزمنتیا لامل د دواړو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ «د څو لسیزو اړیکې» او د هغوی ترمنځ «پخوانۍ ګډه رهبري» یادوي او وایي چې ؛« پاکستاني او افغان طالبانو په تېرو څو لسیزو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې زیاتې ګډې جګړې کړې دي.»

د پاکستان دغه پخوانی لوړ پوړی چارواکی داسې مهال د دغو دوو ‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ د پخوانیو اړیکو او په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي خبره کوي، چې څه موده وړاندې د پاکستان د سولې د مطالعاتو ادارې په یو راپور کې دعوه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې ۷۳ سلنه ترهګریزې پېښې زیاتې شوې دي.

ښاغلي اصف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د افغانستان له طالبانو او د هغوی د بري په اړه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړ په اړه وویل:«عمران خان دغه کار وکړ؛ خو پایلو داسې وښوده، چې دغه ناسم ملاتړ د هغه له خوا شوی و.»

د عمران خان مخالفینو هغه ته د افغانستان د طالبانو د سیاسي ملاتړي «طالبان خان» لقب ورکړی دی.

ښاغلي خان چې دا مهال په زندان کې دی، تل یې له نړیوالو غوښتي وو چې د افغانستان طالبان دې په نړیواله ټولنه کې ومنل شي.

هند ۲ سوه ټنه روغتیایي دارو درمل د چابهار بندر له لارې افغانستان ته استولي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۳ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هغه هېواد د ۲ سوه ټنو په شاوخوا کې روغتیایي دارو درمل د چابهار بندر له لارې افغانستان ته استولي. دغه مرستې وروسته له هغه کېږي،چې د ملګرو ملتو ځینې بنسټونو په افغانستان کې د انساني وضیعت د ترېنګلتیا په اړه اندېښنې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړې.

د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان هم ویلي، چې د هند حکومت د افغانستان له خلکو سره د غنمو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتو د دغه بنسټ په وینا، هند په ټوله کې ۴۷ زره او ۵۰۰ ټنه غنم د مرستې لپاره د خوړو د نړیوال سازمان په واک کې ورکړي دي.

تر دې وړاندې به د غنمو بار لارۍ او کاروانونه په ځمکنۍ لاره د پاکستان له پولې افغانستان ته لېږل کېده، خو د مرستو دغه وروستۍ جوپه د ایران د چابهار بندر له لارې د نړۍ د خوړو سازمان مرکز ته لېږل شوې ده.

دا رنګه د هند حکومت ښځینه روغتیایي درمل، کمپلې او نورې روغتیایي مرستې چې شاوخوا یوولس سوه کڅوړې کېږي، د افغانستان سره د مرستې په پار یې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو دفتر ته سپارلې دي.

دغه مرستې به د ملګرو ملتونو سازمان د مېرمنو لپاره د بیارغونې د ادارو له لارې د افغانستان په ټولو برخو کې ووېشي.

هند د نورو زیاتو مرستو ژمنه هم کړې. دا رنګه د هند دولت له افغانستان سره د مرستې په تړاو د ۲۰۲۳ـ۲۰۲۴ کلونو په بودجه کې دوه ملیار‌‌‌‌‌‌ده هندي روپۍ ځانګړې کړې دي.

په همدې حال کې، دغه پيسې له هغو درې نیم ملیار‌‌‌‌‌‌ده هندي روپيو کمې دي، چې هند تېر کال له افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړې کړې وې.