• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان ورځپاڼه: طالبان باید په خپل دريځ غور وکړي، چې زیانمنو هېوادوالو ته یې مرستې ورسیږي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځ پاڼه: دوه کاله تېر شول چې طالبانو کابل ونیوو، او د لویدیځ په ملاتړ جوړ شوی نظام نسکور شو، د ملت جوړونې یوه اوږده او ګرانه تجربه یې پای ته ورسوله. طالبان ښایي دا بریا ولمانځي، خو افغان ولس لپاره کېدای شي بې ارزښته وي.

ډان ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي، دا رښتیا ده چې افغانسان د پخواني شوروي او امریکا له یرغلونو وروسته د بې رحمانه تاوتریخوالي شاهد دی او طالبان پر خلکو د مذهبي واکمنۍ خپل خورا محافظه کاره د نسخې پلې کولو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې نړیوالې انزوا او اوږد مهالې وچکالۍ افغان ولس سخت بې وزلې کړی دی.

ښځو پر خپلو ازادیو بندیزونه لیدلي دي، چې د کابل د توند لارو واکمنانو له لوري د زده کړو او له کوره د باندې د کار کولو حق يې ورځخه اخیستی دی.

په یاد راپور کي ویل شوي، د طالبانو حکومت د دوی د لومړۍ واکمنۍ خلاف، چې هغه وخت سعودي عربي امارتو او پاکستان طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توکه وپېژندل؛ خو نن برعکس هیڅ هېواد چمتو نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني.

د بشري حقونو پر وړاندې د دوی ناوړه کړنې او ترهګرو ډلو ته پناه ورکول هغه مهم خنډونه دي، چې نړیوالو ته د رسمیت پېژندلو په مخ کې ولاړ دي.

خو څومره ژر چې طالبان دغه اندېښنو ته ځواب ووايي هغومره به ورته ګټور وي.

خو داسې ښکاري، چې په کندهار کې دیني عالمان غواړي افغانستان بېرته منځنۍ پیړۍ ته واړوي او دا به پر افغانانو ناوړه اغیزې ولري.

ډان په خپل راپور کې د سره صلیب په حواله لیکلي، ۲۸،۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي په دغه هېواد کې ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

نو له همدې امله طالبان باید په خپل کلک دريځ له سره غور وکړي، تر څو په اسانۍ سره د دوی زیانمنو هېوادوالو ته مرستې ورسیږي.

ډان ورځ پاڼه لیکي، که د کابل واکمنان د بشري حقونو وضعیت ښه کړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، او خپل ملت ته ډاد ورکړي چې د دوی خاوره به د ترهګرو د کوربه توب لپاره نه کارول کېږي، د نړیوالو له لوري رسمیت پېژندلو ته به نږدې شي.

خو تر څو چې دغه دوه هیلې پوره نه شي، په نړۍ کې به ډېر کم شمېر کسان د دوی سره ملاتړ په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي.

ډان ورځپا‍ڼې پاکستان ته په اشارې لیکلي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره خبرې وکړي؛ خو د تحریک طالبان پاکستان په اړه یې اندېښنې بې ځوابه پاتې شوې دي.

د دغه ورځپاني په وینا؛ سیاسي بدلون ته په کتو سره نړۍ نه شي کولای، چې میلیونونه افغانان له لوږې او مرګ سره مخامخ پرېږدي، او له افغانانو سره ملاتړ باید دوام ومومي تر څو دوی د ژوند په سختو حالاتو کې ژوندي پاتې شي.

په دې لړ کې د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک له خوا کنګل شوي میلیاردونه ډالر باید ازاد شي، چې د افغانانو د خوراکي توکو، درملو تر څنګ نورې اړتیاوې پوره شي.

د افغانستان خلک د خپل هېواد د بیارغونې لپاره د یو چانس مستحق دي، نه دا چې د خپلو واکمنانو د لنډ مهاله سیاستونو له امله دوی له نورو ستونو سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ختیځ ښار جلال اباد کې طالبانو هغه ځوانان نیولي، چې د خپلواکۍ په ورځ یې ملي بېرغونه لېږدول

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۸ GMT+۱

نن د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار د جلال اباد په ښار کې هغو ځوانانو چې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په پار درې رنګه بېرغونه له ځانو سره لېږدول، د طالب وسله والو له خوا رټل شوي او وهل شوي دي.

ځينو سرچېنو افغانستان انټرنېشنل ته د نوم د نه ښودلو په شرط دا هم ویلي، چې د دغو ځوانانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر طالبانو نیولي هم دي؛ خو په خپلواکه توګه د دغې خبر پخلی ګران دی.
تېره ورځ طالبانو د کونړ ولایت د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د ملي بېرغونو د پورته کولو مخه دې ونیول شي.

سره له دې چې طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپلواکۍ ورځې لمانځغونډې ته هغسې چې لازمه ده پاملرنه نه کوي، خو سږنی کال یې د دویم ځل لپاره په خورا پيکه بڼه دغه ورځ په کابل کې ولمانځله.
تر دې څوورځې وړاندې د اګست په پنځلسمه نېټه د خپلې واکمنۍ دویمه کلیزه په خورا شاندارو مراسمو لمانځلې وه.
نن په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ملي دفاع د وزیر په ملتیا د استقلال څلي ته ورغلل او هلته یې د ګلونو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ کېښوده، خو اصلي غون‌‌‌‌‌‌ډه یې په یوه تالار کې نېول شوې وه، دغې غونډې ته اکثرو ویناوالو د خپل جهاد د بري ستاېنه کوله؛ خو د خپلواکۍ د هغې ورځې له یادولو په څنګ تېرېدل چې د افغان ولس په سرښېندنو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې تر لاسه شوې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني دغې غونډې ته په وینا کې ویلي:« د ښکېلاک ګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ وو او د دوی د غوره رهبرۍ برکت وو چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.»

خو د نوموړي په څه د پاسه نیم ساعت وینا کې نه د خپلواکۍ ګټلو اتلانو نوم یاد شو او نه هم د هغو نورو اتلانو نومونه واخیستل شول، چې له انګرېزانو نه یې خپلواکي ګټلې او خپل سرونه یې قربان کړي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدا غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۹ GMT+۱

ښاغلي کرزي د زمري د ۲۸مې نېټې په اړه په خپل بیان کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، چې افغانستان «په رښتیني توګه د خپلواکۍ څښتن شي.» او د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدا غوښتنه یې هم وکړه.

حامد کرزي دا رنګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره «پرته له ځنډه د بین الافغاني خبرو اترو د پيل» غوښتونکی شو.

پخواني ولسمشر لیکلي: « یقینا چې دغې سترې ملي موخې ته د رسېدو او د پردیو له احتیاجه د خلاصون یوازینۍ لاره د علم او پوهې تر لاسه کول دي.»

ښاغلي کرزي له طالبانو وغوښتل، څومره ژر چې کېدای شي، د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې خلاصې کړي.

پخواني افغان ولسمشر د خپل بیان په یوه بله برخه کې یو ځلې بیا پر «بین الافغاني خبرو اترو» ټينګار کړی او لیکلي یې دي: «بې له شکه چې د اوسنیو ستونزو څخه د وتلو او د سولې د ټينګښت یوازینۍ لاره ملي یووالی او له ځنډ پرته د بین الافغاني خبرو پيل دی.»

کرزي تر دې وړاندې هم د طالبانو او نورو افغان ښکېلو غاړو ترمنځ د خبرو اترو د پيلېدا خبره کړې وه.

نړۍوالې ټولنې هم په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره دې د سیاسي او مدني سټو سره خبرې اترې وشي؛ خو طالبانو تر دې دمه دغو غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې.

طالبانو د شاه امان الله خان د نوم له اخیستو پرته، د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې مبارکي ورکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۸ GMT+۱

طالبانو د شاه امان الله خان د نوم له اخیستو پرته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه. دغې ډلې په یوې خبرپاڼه کې د اګسټ ۱۵مې ته په اشارې ویلي:« د افغانستان مجاهد ملت دا د ځان لپاره ستر ویاړ ګڼي، چې په یوه پیړې کې یې درې امپراتورۍ له هېواده اېستلي.»

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت د طالبانو په خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي دي:« د شکر او ویاړ ځای دی، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ورځ په داسې حال کې لمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د زمري ۲۴مه د امریکایي ښکېلاک د ماتې ورځ ولمانځله.»

دغې ډلې په خپلې خبرپاڼه کې یو ځلې بیا تینګار کړی، « د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د شریعت پر بنسټ پر سالمو اړیکو باور لرو او هیچاته د ظلم او زیان رسولو اراده نه لرو او له نورو هم هیله کوو، چې دا ډول سیاست غوره کړي.»

د طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان د هغه وخت د پاچا امان الله خان په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې، چې په ۱۹۱۹ کال کې يې د انګریزانو څخه د هېواد خپلواکي اعلان کړه.

امان الله خان د افغانستان عصري پاچا بلل کېږي او د هغه په دوره کې د لومړي ځل لپاره د ځینو محدودو مدني ازادیو، اساسي قانون او د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو بنست کېښودل شو.

د ایران د پارلمان استازی: افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه د سیمې لپاره ګواښ پېښوي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسون غړی جلیل رحیمي جهان ابادي وایي، په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله موږ د دغه هېواد له ګاونډیو سره په پولو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدان یو.

هغه د خانه ملت له خبریال سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت په جوړېدو سره چې په هغه کې ټول قامونه او سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډلې برخه ولري، کېدای شي چې په هغه هېواد سوله او ټيکاو د رامنځته کېدو لامل شي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست غړي امریکا تورنه کړه، چې په افغانستان کې نه غواړي ټولګډونی حکومت رامنځته شي او غواړي چې په افغانستان کې کړکېچ روان پاتې شي.

جلیل رحیمي جهان آبادي هیله مندي وښوده، چې طالبان باید ژر تر ژره یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

طالبانو تل ویلي، چې حکومت یې پراخ بنسټه دی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د هغوی په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

په پاکستان کې افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مه کلیزه ولمانځله

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۴ GMT+۱

نن د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې سره برابره ده. دغه ورځ د ټولو افغانانو له لوري که د افغانستان په د ننه کې دي او یا په نورو هېوادونو کې په شور او ځوږ سره لمانځل کېږي.

په تېرو دوو کالو کې د افغانستان د ننه دغه ورځ ګڼ افغانان د طالبانو له وېرې نه شي لمانځلای، ځکه طالبانو په ملي بېرغ، موسیقۍ غږولو او ملي اتڼ بندیزونه لګولي او څوک له وېرې نه شي کولای دغه ورځ ولمانځي لکه څنګه یې چې زړه غوښتي وي.
خو له افغانستانه بهر بیا افغان کډوال دغه ورځ د ملي بېرغونو په لېږدولو او رپولو، د ملي اتڼونو په کولو او پارکونو ته په تللو سره لمانځي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم چې نن سبا ملیونونه افغان کډوال په کې مېشت دي، دغه ورځ د بېلابېلو غونډو، مشاعرو، ملي اتڼونو او مېلو سره لمانځل کېږي.

همدغه نن د خیبر پښتونخوا پېښور ښار په شلمان پارک کې د افغان شاعرانو یوه ستره مشاعره جوړه شوه، چې د افغان شاعرانو تر څنګ په کې د خیبر پښتوخوا ګڼو شاعرانو شعرونه وویل او د خپلواکۍ په ارزښتونو او د افغانانو د مبارزو یادونه یې وکړه.
د دغې مشاعرې یو ګډونوال عبدالبصیر بېدار ستوري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« سره له دې چې په پېښور کې مېشتو افغانانو له پخوا راهیسې هر کال دغه ورځ لمانځله؛ خو په تېرو دوو کلنو کې دغه لمانځنه تر پخوا زیاته شانداره شوې او خلک په کې خپل ژور احساسات ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي، چې په هېواد کې یې پر ملي بېرغ او ملي سرود بندیز لګېدلی او دوی یې دلته په غبرګون کې خپل احساسات په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي.»
خو په پلازمېنه اسلام اباد کې بیا د یو لړ لګول شویو بندیزونو او سختو امنیتي تدابیرو له امله دغه لمانځنه پيکه ښکاري.

له دې سره بیا هم د اسلام اباد په ځینو واټونو او پارکونو کې د افغانانو ګڼه، ګوڼه تر پخوا زیاته شوې او ‌‌‌‌‌‌د ډېرو ځوانانو او پېغلو په لاسونو کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغونه لیدل کېږي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال لطف الله وایي، چې د خپلو ماشومانو سره پارک ته راغلی او هغوی ته یې ویلي چې نن زموږ د خپلواکۍ جشن دی او باید لمانځنه یې وکړو، هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« تېره ورځ چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ وه، نو کشرې لور مې را نه پوښتنه وکړه چې ازادي څه ته وايي، د ازادۍ جشن څه شی دی، او ایا موږ هم د ازادۍ جشن لرو؟ زه مې د لور دغې پوښتنې سخت خواشینی کړم بیا مې ورته ځواب ورکړ او ورته مې وویل چې اوس موږ او تاسو مساپر یو، چې کله بېرته خپل وطن ته ستانه شو بیا به موږ هم خپل ملي جشنونه ولمانځو.»
لطف الله وایي،« له همدې امله مې دوی نن پارک ته راوستل او ورته مې د خپل تېر تاریخ ټول اړخونه بیان کړل.»
‌‌‌‌‌‌په پلازمېنه اسلام اباد کې سره د ټولو لګول شویو بندیزونو، ډېرو افغانانو په خپلو ګرځنده ټيلیفونونو کې د افغانستان ملي سندرې غږولې او خوند یې ترېنه اخیست، هغوی دا خبره کوله چې نظامونه به ‌‌‌‌‌‌ډېر سره بدل را بدل شي؛ خو زموږ ملي ارزښتونه موږ ته هغه سرې کرښې دي، چې له هغو هېڅکله هم په شا کېدلای نه شو.