په بلخ کې د طالبانو د شپږمې ناحیې امر ووژل شو

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني تاییدوي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد عمر خالد په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني تاییدوي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد عمر خالد په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري؛ نن یکشنبه (د زمري ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد خالد تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په بنګالي پله سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو وژلی دی.
د نوموړي په خبره، چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به معلومه شي، چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی دی.
بلخوا په بلخ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې تېره ورځ (شنبه) دولس بجې عمر خالد او د هغه بل طالب ملګری قادر د مخ پټو وسلوالو له خوا په خپل موټر کې په ډزو وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې وسلوالو د عمر خالد پر موټر ډزې کړي او له وژلو وروسته یې له هغوی وسله هم وړې ده.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
عمر خالد د طالبانو له خوا په بلخ کې د پخواني جمهوري نظام پر وړاندې د چریکي جنګونو قوماندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د سرې قطعې قومانداني هم پر غاړه لرله.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې یو شمېر طالبان په نښه شوي دي.

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ډالرو څخه ۳۰ډالرو ته راټیټ کړی او اعلان یې کړی، چې دا نرخ به د زمري میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.
له یوې خوا پاکستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او له بله خوا د طالبانو په واکمنۍ کې د ډبرو سکرو استخراج له بل هر وخت زیات شوی او په بې ساري ډول پاکستان ته صادریږي.
د طالبانو د کانونو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډبرو د سکرو د هر ټن ګمرکي تعرفه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.
وزارت زیاته کړه چې دا پریکړه؛ "د هېواد د صادراتو د ودې، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅولو لپاره شوې ده."
د دغې اعلامیې له مخې، یاده پرېکړه د طالبانو د کانونو د وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې د رهبرۍ د حکم په اساس شوې ده.
طالبانو په تېرې سرطان میاشت کې د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ډالره او د تعرفې بیه په یوه ټن کې ۵ډالره کمه کړې وه.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو بیه ۹۰ډالره ټاکل شوې وه؛ خو پر دغې ډلې له پراخو نیوکو وروسته د طالبانو د مالیې وزارت د تېر کال د سرطان په اوومه نېټه د سکرو د بیې کچه ۲۰۰ډالرو ته لوړه کړه.
په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په غیر مسلکي او غیر فني ډول استخراج دوام لري.
په دې موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و.
د ١٣٧٠ لمريز کال په لومړيو کې د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته پاکستان د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې هيڅ وسله واله ډله نه شته او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي؛ خو په دې تړاو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خبره بل ډول ده.
د افغانستان ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو تل ویلي، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې ترهګر ځای پر ځای کړي دي.
تېره اونۍ هم ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې پاکستان په خوست ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ټي ټي پي غړي په نښه کړي، چې د دغې ډلې ځینو غړو ته په کې مرګژوبله هم اوښتې وه.
څو ورځې وړاندې هم ځینې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پاکستاني پوځ د ډرون برید کړی.
د دې ترڅنګ تېرکال امریکا اعلان وکړ، چې د شېرپور په سیمه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په ګاونډ کې یې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د ډرون په برید کې وواژه، هغه مهال هم طالبانو په سر کې دغه خبر نه وه منلې.
تر دې وړاندې هم ځینې ګنګوسې وې، چې ګواکې طالبان د افغانستان په شمال کې ټي ټي پي ځای پرځای کوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې تر دې دمه طالبانو ردې کړي دي.
طالبانو په ځلونه ویلي دي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي او دوی له هیڅ کومې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه لري.

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او هلک د «جنسي اړیکو» د درلودو په تور وژل شوي دي. د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نجلۍ د تره دغه دوه کسان له یوبل سره د «جنسي اړیکو» د درلودو په تور ویشتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه پرون شوې او تورن کس له سیمې تښتېدلی او طالبانو یې د نیولو هڅې هم پیل کړې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هدفي او ناموسي وژنې زیاتې شوې دي.
د دغه هلک او نجلۍ کورنۍ سره مو په دې اړه د خبرو هڅې وکړې، خو بریالي نه شو چې د هغوی نظر راواخلو.

د ارزګان ولایت سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېرو دوو کلونو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ د جوی نو کلي ۱۴ اوسېدونکي "په هدفي وژنو کې" وژل شوي. دوی وایي، په دغه موده کې د دې کلي پر اوسېدونکو فشارونه راوړل شوي، چې خپله سیمه پرېږدي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو په جلا، جلا توګه د دغو ادعاوو پخلی کړی.
د دواړو قومونو ترمنځ اصلي دعوه د ځمکې پر سر ده او ويل کېږي، چې طالب ډله د هزاره ګانو پر ضد د یوه ادعا کوونکي ملاتړ کوي.
ځایی سرچینو موږ ته د قربانیانو نوملړ رالېږلی، چې د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې راهیسې "په منظم ډول" وژل شوي دي.
په دغه نوملړ کې لیدل کېږي، چې لومړۍ وژنه د شپې له خوا د ۱۳۹۹ کال د غویي په ۱۸مه او وروستۍ یې د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۷ نېټه شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي، چې د يادو دوو نېټو ترمنځ د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ د جوى نو (ششپر) په کلي کې شاوخوا ١٤ وژنې شوې دي.
پر دې سربېره ځايي اوسېدونکو د هغو ټپيانو لېست هم لېږلى، چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه کلي کې وهل شوي دي.
د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې پنځه نارينه ټپيان شوي دي.
د ونو پرې کول، کورونه ورانول او د کروندو او موټرو سوځول
د ځايي سرچېنو په وینا، د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۱مه، د جوی نو کلي د اوسېدونکو شاوخوا ۳۹۰ د زردالو ونې پرې شوې. ځایي اوسېدونکو په دغه کلي کې د پرې شویو ونو انځورونه او ویډیوګانې هم رالېږلې، چې ښيي ځينې ونې په ځمکه پرتې دي.

سرچينه وايي، چې د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته د جوى نوکلي د اوسېدونکو څه باندې شل کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.
دوی دا هم وويل، چې سږ کال د دغه کلي د اوسېدونکو درې موټرونه سوځول شوي دي.
سرچينې افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه هم رالېږلي، چې څو ويجاړ شوي کورونه او سوځېدلي موټرونه په کې ښکاري.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، له دوو کلونو راهيسې د جوى نو کلي د «خلکو د مالونو لوټ او تالان يو مخ ډېر شوي. ان څاروي مو په رڼا ورځ له غوجلو څخه بیايي.»
دغو سرچينو د سوځول شويو کروندو د انځورونو په رالېږلو سره ويلي، چې په دې موده کې د ځايي خلکو ځينې کرنيز محصولات او فارمونه هم سوځول شوي دي.
د سرچېنو د معلوماتو له مخې، دا پېښې په داسې حال شوې دي، چې د پېښې له سيمې څخه د طالبانو امنيتي پوسته په يو کيلومترۍ کې پرته ده او د دې ډلې سيمه ييزو مسوولينو د سيمې د اوسېدونکو شکايتونو ته پام نه دى کړى.
سرچینو ادعا کړې چې دا تاوتریخوالی او فشارونه «د خلکو د بې ځایه کولو او د جوی نو کلي د ځمکو د غصبولو په موخه شوي او خلک کډه کولو ته اړ باسي.»
سرچېنو د جوی نو ولسوالۍ ته د ور څېرمه کليو ځينې اوسیدونکي تورن کړي، چې د طالبانو په ملاتړ غواړي د دوی ځمکې لاندې کړي.
تر اوسه پورې طالبانو او د جوى نو د ګاونډيو کليو اوسېدونکو د دې ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.


د طالبانو د کانونو وزیر د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه ډله تر ۴۰۰ زرو زیات پوځي ځواک لري. شهاب الدین دلاور زیاته کړه، چې د دغو ځواکونو په منځ کې په زرګونو یې«استشهادي» دي چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو دي.
طالب چارواکو د شنبې په ورځ د اسد ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ولمانځله.
شهاب الدین دلاور په کابل کې په دې اړه غونډې ته وویل، چې د طالبانو له خوا د پولیسو، پوځ او استخباراتو په ګډون له څلور لکه زیات جوړ شوي ځواکونه د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو پوځي ځواکونه "په زړونو کې قرآن" لري او اکثریت یې "عالمان" دي.
د طالبانو د کانونو وزیر زیاته کړه:« الحمدلله، موږ ډاډه یو، چې د دوی په منځ کې زرګونه استشهادیان شته." چې په زرګونو ځوانان يې د شهادت په تمه دي.»
طالب چارواکي ځانمرګي بریدونه «استشهادي» بولي.
له پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې د دغې ډلې په ځانمرګو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.
تر دې وړاندې لوړپوړو طالب چارواکو د خپلو ځانمرګو بریدګرو له ور پاتې کورنیو سره خواخوږي کړې وه.
د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي تر دې وړاندې ویلي و، چې په تاریخ کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي، څومره چې طالبانو کړي دي.
پر افغانستان د دغې ډلې د بیا واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د طالبانو ویاند ویلي وو، چې د ځانمرګو بریدګرو يوه ځانګړې ډلګۍ به د دفاع وزارت په اډانه کې رامنځته کوي چې دوی به په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخلي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب په میاشت کې ویلي وو، چې ۱۵۰۰ کسان ځانمرګو بریدونو ته چمتو دي.
د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل چې په ځانمرګو بريدونو سره د "شهيدانو" له کاروان سره يو ځاى شي.
