• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خاص ارزګان کې څه تېریږي؟ سرچینه وایي، تېرو دوو کلونو کې د جوی نو کلي ۱۴ اوسېدونکي وژل شوي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د ارزګان ولایت سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېرو دوو کلونو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ د جوی نو کلي ۱۴ اوسېدونکي "په هدفي وژنو کې" وژل شوي. دوی وایي، په دغه موده کې د دې کلي پر اوسېدونکو فشارونه راوړل شوي، چې خپله سیمه پرېږدي.

ځینو سیمه‌ ییزو سرچینو په جلا، جلا توګه د دغو ادعاوو پخلی کړی.
د دواړو قومونو ترمنځ اصلي دعوه د ځمکې پر سر ده او ويل کېږي، چې طالب ډله د هزاره ګانو پر ضد د یوه ادعا کوونکي ملاتړ کوي.

ځایی سرچینو موږ ته د قربانیانو نوملړ رالېږلی، چې د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې راهیسې "په منظم ډول" وژل شوي دي.
په دغه نوملړ کې لیدل کېږي، چې لومړۍ وژنه د شپې له خوا د ۱۳۹۹ کال د غویي په ۱۸مه او وروستۍ یې د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۷ نېټه شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي، چې د يادو دوو نېټو ترمنځ د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ د جوى نو (ششپر) په کلي کې شاوخوا ١٤ وژنې شوې دي.
پر دې سربېره ځايي اوسېدونکو د هغو ټپيانو لېست هم لېږلى، چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه کلي کې وهل شوي دي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې پنځه نارينه ټپيان شوي دي.


د ونو پرې کول، کورونه ورانول او د کروندو او موټرو سوځول
د ځايي سرچېنو په وینا، د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۱مه، د جوی نو کلي د اوسېدونکو شاوخوا ۳۹۰ د زردالو ونې پرې شوې. ځایي اوسېدونکو په دغه کلي کې د پرې شویو ونو انځورونه او ویډیوګانې هم رالېږلې، چې ښيي ځينې ونې په ځمکه پرتې دي.

100%


سرچينه وايي، چې د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته د جوى نوکلي د اوسېدونکو څه باندې شل کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.

دوی دا هم وويل، چې سږ کال د دغه کلي د اوسېدونکو درې موټرونه سوځول شوي دي.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه هم رالېږلي، چې څو ويجاړ شوي کورونه او سوځېدلي موټرونه په کې ښکاري.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، له دوو کلونو راهيسې د جوى نو کلي د «خلکو د مالونو لوټ او تالان يو مخ ډېر شوي. ان څاروي مو په رڼا ورځ له غوجلو څخه بیايي.»
دغو سرچينو د سوځول شويو کروندو د انځورونو په رالېږلو سره ويلي، چې په دې موده کې د ځايي خلکو ځينې کرنيز محصولات او فارمونه هم سوځول شوي دي.
د سرچېنو د معلوماتو له مخې، دا پېښې په داسې حال شوې دي، چې د پېښې له سيمې څخه د طالبانو امنيتي پوسته په يو کيلومترۍ کې پرته ده او د دې ډلې سيمه ييزو مسوولينو د سيمې د اوسېدونکو شکايتونو ته پام نه دى کړى.
سرچینو ادعا کړې چې دا تاوتریخوالی او فشارونه «د خلکو د بې ځایه کولو او د جوی نو کلي د ځمکو د غصبولو په موخه شوي او خلک کډه کولو ته اړ باسي.»
سرچېنو د جوی نو ولسوالۍ ته د ور څېرمه کليو ځينې اوسیدونکي تورن کړي، چې د طالبانو په ملاتړ غواړي د دوی ځمکې لاندې کړي.
تر اوسه پورې طالبانو او د جوى نو د ګاونډيو کليو اوسېدونکو د دې ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.

100%

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کانونو وزیر: لاهم زرګونه ځانمرګي بریدګر چمتو لرو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو وزیر د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه ډله تر ۴۰۰ زرو زیات پوځي ځواک لري. شهاب الدین دلاور زیاته کړه، چې د دغو ځواکونو په منځ کې په زرګونو یې«استشهادي» دي چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو دي.

طالب چارواکو د شنبې په ورځ د اسد ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه ولمانځله.

شهاب الدین دلاور په کابل کې په دې اړه غونډې ته وویل، چې د طالبانو له خوا د پولیسو، پوځ او استخباراتو په ګډون له څلور لکه زیات جوړ شوي ځواکونه د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو پوځي ځواکونه "په زړونو کې قرآن" لري او اکثریت یې "عالمان" دي.

د طالبانو د کانونو وزیر زیاته کړه:« الحمدلله، موږ ډاډه یو، چې د دوی په منځ کې زرګونه استشهادیان شته." چې په زرګونو ځوانان يې د شهادت په تمه دي.»

طالب چارواکي ځانمرګي بریدونه «استشهادي» بولي.

له پخواني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې د دغې ډلې په ځانمرګو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي دي.

تر دې وړاندې لوړپوړو طالب چارواکو د خپلو ځانمرګو بریدګرو له ور پاتې کورنیو سره خواخوږي کړې وه.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي تر دې وړاندې ویلي و، چې په تاریخ کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي، څومره چې طالبانو کړي دي.

پر افغانستان د دغې ډلې د بیا واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د طالبانو ویاند ویلي وو، چې د ځانمرګو بریدګرو يوه ځانګړې ډلګۍ به د دفاع وزارت په اډانه کې رامنځته کوي چې دوی به په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب په میاشت کې ویلي وو، چې ۱۵۰۰ کسان ځانمرګو بریدونو ته چمتو دي.

د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل چې په ځانمرګو بريدونو سره د "شهيدانو" له کاروان سره يو ځاى شي.

د افغانستان انټرنشنل لومړنۍ پښتو تلوېزوني خپرونه پیل شوه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل دا لومړنۍ تلوېزوني خپرونه سپړنه د خپلواکۍ د ۱۰۴ کلیزې په ورځ همدې تاریخي مناسبت ته ځانګړې شوې ده. په دې خپرونه کې له کارپوهانو سره د شاه امان الله غازي دورې ته کتنه شوې، چې پکې یې د افغانستان عصري کولو او متمدنولو لپاره چټک ګامونه پورته کړل.

له کوربه نویده خوشبو سره په دې پښتو لومړنۍ خپرونه کې افغان تاریخپوه او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع، لیکوال شهسوار سنګروال او لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک ګډون کړی دی.

دوی د شاه امان الله غازي پر اقتصادي پلانونونو او ټولنیزو سمونونو غږېدلي او دا یې شاربلې چې ولې د نوموړي زرینه دوره له منځه لاړه او په وطن مین پاچا جلا وطنۍ ته اړ شو.

شاه امان الله غازي د ۱۹۱۹ کال د اګسټ پر ۱۹ افغانستان خپلواک کړ، خو پر ۱۹۲۹ کال یې د سقاو یا حبیب الله کلکاني په مشرۍ بلواګرو واکمني وپرځوله.

سراج الدین حقاني: موږ د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ یو، نور دې خپلې ستونزې پر افغانانو نه تپي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، کوم هېوادونه چې په کور د ننه ستونزې لري په کور کې دې یې حل کړي او دغه ستونزې دې «پر افغانانو نه تيي.» نوموړی وايي، طالبانو د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ دي.

هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ (د زمري۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مه کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې، چې د دې ډلې په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه.

هغه وویل: « ګاونډي هېوادونه دې خپلې ستونزې د کور دننه حل کړي او دغه ستونزې دې پر افغانانو نه تيي.کومه ژمنه چې طالبانو په دوحه کې کړې ده په هغه ژمنه ولاړ دي».

هغه زیاته کړه، د نړیوالو او سیمه ییز هېوادونو د ستونزو د حل لپاره، د دوی دروازې خلاصي دي مګر دا نه مني چې د افغانستان ولس دې «ساه اخیستلو ته پرې نږدي.»

هغه له نړیوالو وغوښتل چې له «بدماشۍ او زورواکۍ» لاس واخلي اوله دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دا څرکندونې په داسې حال کوي چې پاکستاني چارواکو په کراتو د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی د دوحې تړون له مخې عمل نه کوي او دا اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.

ملا یعقوب: په یوه پېړۍ کې مو درې امپراتورۍ ماتې کړې

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستلو د ۱۰۴ کلیزې په لمانځغونډه کې وویل، افغانانو په یوه پېړۍ کې ۳ امپراتورۍ ماتې کړې. خو د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، «اوس د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده.»

په دې جبهه کې د افغان پخواني حکومت چارواکي ګډون لري، چې طالبانو یې مقابل کې جګړه کوله.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو شتون د دغه هېواد د «نیواک» په مانا باله.

ملا یعقوب دفاع وزارت کې له انګرېزیانو د افغانسان د خپلواکۍ بیا اخیستلو د ۱۰۴ کلیزې مراسمو ته په وینا کې د امریکا وتل هم د دغه هېواد ماتې وبلله.

هغه زیاته کړه: «په یوه پېړۍ کې مو انګرېزانو ته ماته ور کړه، روسانو ته مو ماته ور کړه. امریکایان مو مات کړل. دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.»

نوموړي افغان ملت ته په خطاب زیاته کړه: «په ټول توان به هڅه کوو چې افغانستان بیا د جنګ جګړو تورو تیارو ته ور ونه ګرځي او په دې برخه کې به ملت اوږه په اوږه را سره ولاړ وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دې مراسمو ته وینا کې وویل، «د نړۍ امپراتوران په غرور افغانستان ته راغلي، خو خدای تعالی دلته زلیل کړي دي.»

خو د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، «د یوې توندلارې او د نورو په لاس روزل شوې ډلې په حاکمیت کې اوس د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده او اوس د افغانستان د چارو ډېره برخه د نورو په لاس اداره کېږي.»

دې شورا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي:«په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو د لومړني حکومت تر پرځېدو او د جمهوري نظام په جوړېدو سره ازادي او ولسواکي واکمنه شوه، که څه هم په دې برخه کې ننګونې وې، خو مختلفو برخو کې بریاوې هم وې.»

د دوی خبرپاڼه کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره زیاته شوې: «د ۱۴۰۰ کال د اسد پر ۲۴ افغانستان بیا د ترهګرۍ مثلت - د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او القاعده- له نیواک سره مخ شو.»

د دوی په خبره، دې پېښې سره د افغانستان ډېرې لاسته راوړنې له منځه لاړې او نور هم د له منځه تلو په حال کې دي.

په ډنمارک او سویډن کې د قرآن سوځول؛ بریتانیا د غچ اخیستونکو ترهګریزو بریدونو خبرداری ور کړ

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۱

په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم له سوځولو وروسته بریتانیا خپلو هغو وګړو ته د احتمالي بریدونو خبرداری ور کړ چې ډنمارک ته ځي.بریتانیا او امریکا تر دې مخکې هم په سویډن کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و.

سویډن د پنجشنبې په ورځ د ترهګریزو بریدونو د ګواښ کچه لوړه کړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ: «امکان لري چې ترهګر په ډنمارک کې د بریدونو هڅه وکړي. کیدای شي دا بریدونه په هغه ځای کې وشي چې بهرنیان ورته تګ راتګ کوي».

د دغه وزارت په وینا، ډنمارکي چارواکو ځینې پلان شوي بریدونه شنډ کړي او په دې تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

سویډن هم ویلي چې د ځینې پلان شویو بریدونو مخه یې نیولې ده.

د جمعې په ورځ د سویډن حکومت اعلان وکړ چې په بهر کې یې د هېواد ګټو ته د ګواښونو د زیاتوالي له امله په سفارتونو او نورو ماموریتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د ډنمارک او سویډن حکومتونو د قرآن سوځول غندلي دي او د هغو قوانینو پر اصلاح غور کوي، چې د ورته چارو مخنیوی وکړي، خو کورني منتقدین وايي چې دا ډول اقدامات باید د اساسي قانون له مخې د بیان د ازادۍ د خوندي ساتلو په چوکاټ کې وشي.