• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان انټرنشنل لومړنۍ پښتو تلوېزوني خپرونه پیل شوه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل دا لومړنۍ تلوېزوني خپرونه سپړنه د خپلواکۍ د ۱۰۴ کلیزې په ورځ همدې تاریخي مناسبت ته ځانګړې شوې ده. په دې خپرونه کې له کارپوهانو سره د شاه امان الله غازي دورې ته کتنه شوې، چې پکې یې د افغانستان عصري کولو او متمدنولو لپاره چټک ګامونه پورته کړل.

له کوربه نویده خوشبو سره په دې پښتو لومړنۍ خپرونه کې افغان تاریخپوه او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع، لیکوال شهسوار سنګروال او لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک ګډون کړی دی.

دوی د شاه امان الله غازي پر اقتصادي پلانونونو او ټولنیزو سمونونو غږېدلي او دا یې شاربلې چې ولې د نوموړي زرینه دوره له منځه لاړه او په وطن مین پاچا جلا وطنۍ ته اړ شو.

شاه امان الله غازي د ۱۹۱۹ کال د اګسټ پر ۱۹ افغانستان خپلواک کړ، خو پر ۱۹۲۹ کال یې د سقاو یا حبیب الله کلکاني په مشرۍ بلواګرو واکمني وپرځوله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: موږ د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ یو، نور دې خپلې ستونزې پر افغانانو نه تپي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، کوم هېوادونه چې په کور د ننه ستونزې لري په کور کې دې یې حل کړي او دغه ستونزې دې «پر افغانانو نه تيي.» نوموړی وايي، طالبانو د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ دي.

هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ (د زمري۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مه کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې، چې د دې ډلې په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه.

هغه وویل: « ګاونډي هېوادونه دې خپلې ستونزې د کور دننه حل کړي او دغه ستونزې دې پر افغانانو نه تيي.کومه ژمنه چې طالبانو په دوحه کې کړې ده په هغه ژمنه ولاړ دي».

هغه زیاته کړه، د نړیوالو او سیمه ییز هېوادونو د ستونزو د حل لپاره، د دوی دروازې خلاصي دي مګر دا نه مني چې د افغانستان ولس دې «ساه اخیستلو ته پرې نږدي.»

هغه له نړیوالو وغوښتل چې له «بدماشۍ او زورواکۍ» لاس واخلي اوله دوی سره تعامل وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دا څرکندونې په داسې حال کوي چې پاکستاني چارواکو په کراتو د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی د دوحې تړون له مخې عمل نه کوي او دا اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.

ملا یعقوب: په یوه پېړۍ کې مو درې امپراتورۍ ماتې کړې

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستلو د ۱۰۴ کلیزې په لمانځغونډه کې وویل، افغانانو په یوه پېړۍ کې ۳ امپراتورۍ ماتې کړې. خو د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، «اوس د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده.»

په دې جبهه کې د افغان پخواني حکومت چارواکي ګډون لري، چې طالبانو یې مقابل کې جګړه کوله.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو شتون د دغه هېواد د «نیواک» په مانا باله.

ملا یعقوب دفاع وزارت کې له انګرېزیانو د افغانسان د خپلواکۍ بیا اخیستلو د ۱۰۴ کلیزې مراسمو ته په وینا کې د امریکا وتل هم د دغه هېواد ماتې وبلله.

هغه زیاته کړه: «په یوه پېړۍ کې مو انګرېزانو ته ماته ور کړه، روسانو ته مو ماته ور کړه. امریکایان مو مات کړل. دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.»

نوموړي افغان ملت ته په خطاب زیاته کړه: «په ټول توان به هڅه کوو چې افغانستان بیا د جنګ جګړو تورو تیارو ته ور ونه ګرځي او په دې برخه کې به ملت اوږه په اوږه را سره ولاړ وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دې مراسمو ته وینا کې وویل، «د نړۍ امپراتوران په غرور افغانستان ته راغلي، خو خدای تعالی دلته زلیل کړي دي.»

خو د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، «د یوې توندلارې او د نورو په لاس روزل شوې ډلې په حاکمیت کې اوس د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده او اوس د افغانستان د چارو ډېره برخه د نورو په لاس اداره کېږي.»

دې شورا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي:«په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو د لومړني حکومت تر پرځېدو او د جمهوري نظام په جوړېدو سره ازادي او ولسواکي واکمنه شوه، که څه هم په دې برخه کې ننګونې وې، خو مختلفو برخو کې بریاوې هم وې.»

د دوی خبرپاڼه کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره زیاته شوې: «د ۱۴۰۰ کال د اسد پر ۲۴ افغانستان بیا د ترهګرۍ مثلت - د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او القاعده- له نیواک سره مخ شو.»

د دوی په خبره، دې پېښې سره د افغانستان ډېرې لاسته راوړنې له منځه لاړې او نور هم د له منځه تلو په حال کې دي.

په ډنمارک او سویډن کې د قرآن سوځول؛ بریتانیا د غچ اخیستونکو ترهګریزو بریدونو خبرداری ور کړ

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۱

په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم له سوځولو وروسته بریتانیا خپلو هغو وګړو ته د احتمالي بریدونو خبرداری ور کړ چې ډنمارک ته ځي.بریتانیا او امریکا تر دې مخکې هم په سویډن کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و.

سویډن د پنجشنبې په ورځ د ترهګریزو بریدونو د ګواښ کچه لوړه کړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ: «امکان لري چې ترهګر په ډنمارک کې د بریدونو هڅه وکړي. کیدای شي دا بریدونه په هغه ځای کې وشي چې بهرنیان ورته تګ راتګ کوي».

د دغه وزارت په وینا، ډنمارکي چارواکو ځینې پلان شوي بریدونه شنډ کړي او په دې تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

سویډن هم ویلي چې د ځینې پلان شویو بریدونو مخه یې نیولې ده.

د جمعې په ورځ د سویډن حکومت اعلان وکړ چې په بهر کې یې د هېواد ګټو ته د ګواښونو د زیاتوالي له امله په سفارتونو او نورو ماموریتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د ډنمارک او سویډن حکومتونو د قرآن سوځول غندلي دي او د هغو قوانینو پر اصلاح غور کوي، چې د ورته چارو مخنیوی وکړي، خو کورني منتقدین وايي چې دا ډول اقدامات باید د اساسي قانون له مخې د بیان د ازادۍ د خوندي ساتلو په چوکاټ کې وشي.

ایرانی سني عالم طالبانو ته: که اوبه نه را کوئ ځمکې خو رانه مه نیسئ

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱

ایراني سني عالم مولوي محمد حسین ګرګیج له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان له پولې سره د «سیستان د خلکو دوه زره ځمکې» بیرته ور کړي. هغه زیاته کړه: "دا ځمکې زموږ دي. د ایران او بلوڅ قوم دي.که اوبه نه راکوئ، ځمکې خو را نه مه نیسئ».

دغه ایراني سني عالم ویلي، څو کاله وړاندې ایراني چارواکو له افغانستان سره پر پوله دیوال جوړ کړ او "زموږ د هېواد یوه لویه برخه د دېوال ها خوا پاتې شوه".

په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوه ایراني کارپوه تر څرګندونو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دیوال مسلې ته غبرګون ښودل کېږي.

"انتخاب" خبري وېبپاڼې په دې وروستیو کې د افغانستان د مسایلو د یوه کارپوه پیر محمد ملازهي له خولې لیکلي، چې له افغانستان سره پر پوله د سیستان- بلوچستان په زابل ولسوالۍ کې د سرحدي دیوال په جوړولو کې تېروتنه شوې او د دېوال بلې غاړې ته د ایران یوه برخه پرېښودل شوې ده.

دغه کارپوه ادعا وکړه چې طالبانو «دا ځمکې نیولې دي» او اوس وایي، چې پوله همدا دیوال دی.

د ښاغلي ملازهي په وینا، "طالبان ایراني بزګرانو ته د کرنې اجازه نه ورکوي او ځمکې یې غصب کړې دي."

مولوي محمد حسین ګرګیج طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د «سیستان او بلوڅانو» ځمکې دې بیرته ورکړي.

هغه د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل، چې کله ایراني چارواکو غوښتل دغه دیوال جوړ کړي، په یوه غږیز پیغام کې یې ورته ویلي و چې دا «احمقانه او بې ګټې کار دی» او د دې پر ځای دې پر پوله بازار جوړ کړی.

دغه ایراني عالم زیاته کړه، د اټکل له مخې د ایران دوه زره هکتاره خاوره د دیوال ها غاړې ته پرته ده او «افغانستان ویلي چې دا خاوره زموږ ده تاسو خپله پوله په خپله ټاکلې ده».

هغه ایراني چارواکي د دغه دیوال د جوړولو له بودیجې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړل او ویې ویل: «موږ د څو کسانو د حماقت له لاسه په سیستان کې دوه زره هکتاره با کیفیته ځمکه له لاسه ورکړه».

ښاغلي ګرګيج وويل، د دغه دېوال له جوړېدو وروسته د سيستان کروندګرو د تګ راتګ لپاره "شنه کارتونه" ترلاسه کړل، خو اوس دغه کارتونه بې اعتباره شوي دي او دوی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د دغه سرحدي دیوال په اړه له بېلا بېلو نظرونو وروسته، د دوشنبې په ورځ (دزمري ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې په دې اړه معلومات نه لري او همدارنګه رسنیز اټکلونه نه تاییدوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به د دغو ځمکو د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي، وویل: «موږ هیڅ ځمکه نه ده ورکړې چې بیرته یې واخلو».

ښاغلي کنعاني ټینګار وکړ چې «د ایران اسلامي جمهوریت په ټاکل شویو پولو باندې خپل بشپړ حاکمیت درلود او لري یې».

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، په سیستان کې د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي دیوال د ۱۳۷۷ او ۱۳۸۲ لمریز کلونو ترمنځ «د نشه یي توکو او قاچاق د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی».

تر دې مخکې هم د سیستان - بلوچستان ځینو چارواکو ادعا کړې ده چې د دغه دیوال د جوړولو پر مهال د ایران د ځمکې یوه برخه د «امنیتي دېوال» ها غاړې ته پاتې شوې ده.

د دغه دیوال اوږدوالی چې د اسلامي جمهوریت ځیني چارواکي یې «امنیتي دیوال» بولي، تر ۳۰ کیلومترو زیات بلل کېږي.

سرچینې: طالب استازو او سیاسي فعالانو په انډونیزیا کې خبرې پیل کړې دي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۵ GMT+۱

کره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالب استازي او ځینې افغان سیاسي فعالان د انډونیزیا پلازمېنه جکارتا کې له څو راهیسې سره جرګه دي. د سرچینو په خبره، نن په څلورمه ورځ هم د تړلو دروازو تر شا دا خبرې روانې دي. طالبانو او د ناستې نورو ګډونوالو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

زموږ د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د طالب پلاوي مشري کوي او دې ناسته کې د دواړو لورو د ګډونوالو شمېر دېرشو کسانو ته رسېږي.

پاریس کې پخوانی افغان سفیر عمر صمد، حقوقپوه کاوون کاکړ، پخوانۍ ډیپلوماټه اصیلا وردګ، د سرې میاشتې پخوانۍ مشره فاطمه ګیلاني، د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند، د کلیو د رغونې او پراختیا پخوانی وزیر احسان ضیا، د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي، سیاسي فعال جعفر مهدوي، پخوانی کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ولسي جرګې غړې ګلالۍ ساپۍ، مدني فعاله خدیجه مهدي او سیاسي فعال ایوب عرفاني د دې غونډې ځینې ګډونوال دي.

د دې ناستې لپاره همغږي له رسنیو پټه ساتل شوې او د دې خبرو د ایجنډا په هکله هم معلومات نشته.

خو سرچینې وايي، دا ناسته «له طالبانو سره د تعامل سیاست» د هڅو یوه برخه ده.