• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی سني عالم طالبانو ته: که اوبه نه را کوئ ځمکې خو رانه مه نیسئ

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱

ایراني سني عالم مولوي محمد حسین ګرګیج له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان له پولې سره د «سیستان د خلکو دوه زره ځمکې» بیرته ور کړي. هغه زیاته کړه: "دا ځمکې زموږ دي. د ایران او بلوڅ قوم دي.که اوبه نه راکوئ، ځمکې خو را نه مه نیسئ».

دغه ایراني سني عالم ویلي، څو کاله وړاندې ایراني چارواکو له افغانستان سره پر پوله دیوال جوړ کړ او "زموږ د هېواد یوه لویه برخه د دېوال ها خوا پاتې شوه".

په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوه ایراني کارپوه تر څرګندونو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دیوال مسلې ته غبرګون ښودل کېږي.

"انتخاب" خبري وېبپاڼې په دې وروستیو کې د افغانستان د مسایلو د یوه کارپوه پیر محمد ملازهي له خولې لیکلي، چې له افغانستان سره پر پوله د سیستان- بلوچستان په زابل ولسوالۍ کې د سرحدي دیوال په جوړولو کې تېروتنه شوې او د دېوال بلې غاړې ته د ایران یوه برخه پرېښودل شوې ده.

دغه کارپوه ادعا وکړه چې طالبانو «دا ځمکې نیولې دي» او اوس وایي، چې پوله همدا دیوال دی.

د ښاغلي ملازهي په وینا، "طالبان ایراني بزګرانو ته د کرنې اجازه نه ورکوي او ځمکې یې غصب کړې دي."

مولوي محمد حسین ګرګیج طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د «سیستان او بلوڅانو» ځمکې دې بیرته ورکړي.

هغه د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل، چې کله ایراني چارواکو غوښتل دغه دیوال جوړ کړي، په یوه غږیز پیغام کې یې ورته ویلي و چې دا «احمقانه او بې ګټې کار دی» او د دې پر ځای دې پر پوله بازار جوړ کړی.

دغه ایراني عالم زیاته کړه، د اټکل له مخې د ایران دوه زره هکتاره خاوره د دیوال ها غاړې ته پرته ده او «افغانستان ویلي چې دا خاوره زموږ ده تاسو خپله پوله په خپله ټاکلې ده».

هغه ایراني چارواکي د دغه دیوال د جوړولو له بودیجې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړل او ویې ویل: «موږ د څو کسانو د حماقت له لاسه په سیستان کې دوه زره هکتاره با کیفیته ځمکه له لاسه ورکړه».

ښاغلي ګرګيج وويل، د دغه دېوال له جوړېدو وروسته د سيستان کروندګرو د تګ راتګ لپاره "شنه کارتونه" ترلاسه کړل، خو اوس دغه کارتونه بې اعتباره شوي دي او دوی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د دغه سرحدي دیوال په اړه له بېلا بېلو نظرونو وروسته، د دوشنبې په ورځ (دزمري ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې په دې اړه معلومات نه لري او همدارنګه رسنیز اټکلونه نه تاییدوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به د دغو ځمکو د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي، وویل: «موږ هیڅ ځمکه نه ده ورکړې چې بیرته یې واخلو».

ښاغلي کنعاني ټینګار وکړ چې «د ایران اسلامي جمهوریت په ټاکل شویو پولو باندې خپل بشپړ حاکمیت درلود او لري یې».

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، په سیستان کې د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي دیوال د ۱۳۷۷ او ۱۳۸۲ لمریز کلونو ترمنځ «د نشه یي توکو او قاچاق د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی».

تر دې مخکې هم د سیستان - بلوچستان ځینو چارواکو ادعا کړې ده چې د دغه دیوال د جوړولو پر مهال د ایران د ځمکې یوه برخه د «امنیتي دېوال» ها غاړې ته پاتې شوې ده.

د دغه دیوال اوږدوالی چې د اسلامي جمهوریت ځیني چارواکي یې «امنیتي دیوال» بولي، تر ۳۰ کیلومترو زیات بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالب استازو او سیاسي فعالانو په انډونیزیا کې خبرې پیل کړې دي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۵ GMT+۱

کره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالب استازي او ځینې افغان سیاسي فعالان د انډونیزیا پلازمېنه جکارتا کې له څو راهیسې سره جرګه دي. د سرچینو په خبره، نن په څلورمه ورځ هم د تړلو دروازو تر شا دا خبرې روانې دي. طالبانو او د ناستې نورو ګډونوالو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

زموږ د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د طالب پلاوي مشري کوي او دې ناسته کې د دواړو لورو د ګډونوالو شمېر دېرشو کسانو ته رسېږي.

پاریس کې پخوانی افغان سفیر عمر صمد، حقوقپوه کاوون کاکړ، پخوانۍ ډیپلوماټه اصیلا وردګ، د سرې میاشتې پخوانۍ مشره فاطمه ګیلاني، د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند، د کلیو د رغونې او پراختیا پخوانی وزیر احسان ضیا، د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي، سیاسي فعال جعفر مهدوي، پخوانی کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ولسي جرګې غړې ګلالۍ ساپۍ، مدني فعاله خدیجه مهدي او سیاسي فعال ایوب عرفاني د دې غونډې ځینې ګډونوال دي.

د دې ناستې لپاره همغږي له رسنیو پټه ساتل شوې او د دې خبرو د ایجنډا په هکله هم معلومات نشته.

خو سرچینې وايي، دا ناسته «له طالبانو سره د تعامل سیاست» د هڅو یوه برخه ده.

د بشري حقونو څارډله: جرمني د افغان کډوالو د منلو اړوند ژمنو باندې نه دی درېدلی

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د انساني حقونو څارډله وايي، جرمن چارواکي په دې ژمنه نه دي درېدلي چې هره میاشت به په افغانستان کې له خطر سره مخ زر کسان جرمني ته لېږدوي. د دې ادارې د اسیا برخې مرستیاله وايي، لا هم له خطر سره مخ په زرګونو کسان په افغانستان او لا یې هم ګاونډ هېوادونو کې پاتې دي، خو منل شوي نه دي.

پتریشیا ګاسمن په ځانګړي ډول د هغو انساني حقونو د فعالانو او خبریالانو یادونه کړې، چې طالبان یې ګواښي خو د ژغورو لپاره یې کار نه دی شوی.

هغې د جمعې په ورځ د زمري ۲۷ د انساني حقونو څارډلې په رسمي وېبپاڼه د جرمني پر حکومت نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، د طالبانو ګواښونو ډېر خبریالان پټ ژوند ته اړ کړي دي.

پتریشا ګاسمن د داسې خبریال یادونه کړې چې د کډوالۍ غوښتنې سره بیا هم جرمني کې د دوی خواست نه دی منل شوی.

هغې ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره جرمني هغه ډېر افغانان چې له دوی سره یې کار کړی او هم له خطر سره مخ نور کسان اېستلي دي، خو د روان کال له مې میاشتې راهیسې یې ان یو افغان هم خپل هېواد ته لېږدولی نه دی.

پتریشیا ګاسمن د بریتانیا او امریکا په هکله هم ورته نظر لري او زیاتوی، د بریتانیا حکومت هم کم شمېر هغه افغانان لېږدولي چې د دغه هېواد له حکومت سره مستقیم کار نه دی کړی او لېږدولي کسان یې هم ناهیلي کړي دي.

د هغې په خبره، په بریتانیا کې نږدې نهه زره افغانان چې هوټلونو کې مېشت شوي، اوس له دې لنډمهالې سرپنا د وتلو خطر سره مخ دي او کومه بله سرپنا هم نه لري.

پتریشیا ګاسمن پر واشنګټن نیوکه کړې او ویلي یې دي، د ځانګړو ویزو په شرایطو برابر زرګونو ژباړن، ملاتړي کارمنان او نور کسان یې پرېښودلي دي.

د مېرمن ګاسمن په خبره، د ناټو غړو هېوادونو افغانانو ته په پنا ور کولو کې پر خپلو ژمنو ډېر سست عمل کړی دی.

د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان څو مهم کارونه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستلو اتل غازي امان الله خان د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹ له انګرېزانو خپل هېواد بېرته خپلواک کړ. نوموړي پر خپلواکۍ سربېره د افغانستان پرمختګ او ټولنیز سمون لپاره هڅې وکړې.

غازي امان الله خان په ۲۷ کلنۍ کې د افغانستان پاچا شو او له ۱۹۱۹ کال تر ۱۹۲۹ کال پورې یې واکمني وکړه.

نوموړي په دریم افغان- انګرېز جنګ کې بریتانیا ته په ماتې ور کولو سره د غازي نوم وګاټه.

غازي امان الله خان خلکو ته وینا کوي
100%
غازي امان الله خان خلکو ته وینا کوي

د هغه په وخت کې د لویې جرګې له لارې افغانستان کې اساسي قانون جوړ شو او له مخې یې ټول افغانان یو شان وبلل شول.

غازي امان الله خان په یوه بهرني سفر کې
100%
غازي امان الله خان په یوه بهرني سفر کې

غازي امان الله خان د هېواد د عصري کولو لپاره د اورګاډي پټلۍ هم کابل کې جوړه کړه او هم یې هوايي ډګر په شېرپور کې جوړ کړ.

غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې سره یوه سفر کې
100%
غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې سره یوه سفر کې

غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ او عصري کولو لپاره پر زدکړه ډېر تینګار در لود.

د هغه په وخت کې په افغانستان کې اول ځل د پوهنې وزارت جوړ شو او ښوونځي پرانیستل شول.

راډیو، تلیفون، د چاپ ماشین، کاغذي نوټ او همدارنګه پاسپورټ دود شو.

غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو ونډه مهمه بلله.
100%
غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو ونډه مهمه بلله.

د غازي امان الله خان په وخت کې له افغانستان مختلفو هېوادونو ته زدکوونکي ولېږل شول.

نوموړي له نورو هېوادونو په تېره له هند هم افغانستان ته ځينې استادان را وستل.

امان الله غازي په یوه بهرني سفر کې
100%
امان الله غازي په یوه بهرني سفر کې

غازي امان الله خان د افغانستان د عصري کولو لپاره د بریتانیا، جرمني او روسیې په ګډون مختلفو هېوادنو ته شپږ میاشتنې سفر درلود.

غازي امان الله خان د اروپا په شپږ میاشتني سفر
100%
غازي امان الله خان د اروپا په شپږ میاشتني سفر

نوموړي له دغه سفر وروسته د افغانستان د لا عصري کولو هڅې چټکې کړې، خو د هغه له اصلاحاتو سره وروسته پاتې ټولنه جوړه نه وه. د بچه سقاو یا حبیب الله کلکاني په مشرۍ د نوموړي ضد پاڅون بریالی او شاه امان الله غازي ایټالیا ته جلا وطن شو.

ډان ورځپاڼه: طالبان باید په خپل دريځ غور وکړي، چې زیانمنو هېوادوالو ته یې مرستې ورسیږي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځ پاڼه: دوه کاله تېر شول چې طالبانو کابل ونیوو، او د لویدیځ په ملاتړ جوړ شوی نظام نسکور شو، د ملت جوړونې یوه اوږده او ګرانه تجربه یې پای ته ورسوله. طالبان ښایي دا بریا ولمانځي، خو افغان ولس لپاره کېدای شي بې ارزښته وي.

ډان ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي، دا رښتیا ده چې افغانسان د پخواني شوروي او امریکا له یرغلونو وروسته د بې رحمانه تاوتریخوالي شاهد دی او طالبان پر خلکو د مذهبي واکمنۍ خپل خورا محافظه کاره د نسخې پلې کولو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې نړیوالې انزوا او اوږد مهالې وچکالۍ افغان ولس سخت بې وزلې کړی دی.

ښځو پر خپلو ازادیو بندیزونه لیدلي دي، چې د کابل د توند لارو واکمنانو له لوري د زده کړو او له کوره د باندې د کار کولو حق يې ورځخه اخیستی دی.

په یاد راپور کي ویل شوي، د طالبانو حکومت د دوی د لومړۍ واکمنۍ خلاف، چې هغه وخت سعودي عربي امارتو او پاکستان طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توکه وپېژندل؛ خو نن برعکس هیڅ هېواد چمتو نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني.

د بشري حقونو پر وړاندې د دوی ناوړه کړنې او ترهګرو ډلو ته پناه ورکول هغه مهم خنډونه دي، چې نړیوالو ته د رسمیت پېژندلو په مخ کې ولاړ دي.

خو څومره ژر چې طالبان دغه اندېښنو ته ځواب ووايي هغومره به ورته ګټور وي.

خو داسې ښکاري، چې په کندهار کې دیني عالمان غواړي افغانستان بېرته منځنۍ پیړۍ ته واړوي او دا به پر افغانانو ناوړه اغیزې ولري.

ډان په خپل راپور کې د سره صلیب په حواله لیکلي، ۲۸،۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي په دغه هېواد کې ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

نو له همدې امله طالبان باید په خپل کلک دريځ له سره غور وکړي، تر څو په اسانۍ سره د دوی زیانمنو هېوادوالو ته مرستې ورسیږي.

ډان ورځ پاڼه لیکي، که د کابل واکمنان د بشري حقونو وضعیت ښه کړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، او خپل ملت ته ډاد ورکړي چې د دوی خاوره به د ترهګرو د کوربه توب لپاره نه کارول کېږي، د نړیوالو له لوري رسمیت پېژندلو ته به نږدې شي.

خو تر څو چې دغه دوه هیلې پوره نه شي، په نړۍ کې به ډېر کم شمېر کسان د دوی سره ملاتړ په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي.

ډان ورځپا‍ڼې پاکستان ته په اشارې لیکلي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره خبرې وکړي؛ خو د تحریک طالبان پاکستان په اړه یې اندېښنې بې ځوابه پاتې شوې دي.

د دغه ورځپاني په وینا؛ سیاسي بدلون ته په کتو سره نړۍ نه شي کولای، چې میلیونونه افغانان له لوږې او مرګ سره مخامخ پرېږدي، او له افغانانو سره ملاتړ باید دوام ومومي تر څو دوی د ژوند په سختو حالاتو کې ژوندي پاتې شي.

په دې لړ کې د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک له خوا کنګل شوي میلیاردونه ډالر باید ازاد شي، چې د افغانانو د خوراکي توکو، درملو تر څنګ نورې اړتیاوې پوره شي.

د افغانستان خلک د خپل هېواد د بیارغونې لپاره د یو چانس مستحق دي، نه دا چې د خپلو واکمنانو د لنډ مهاله سیاستونو له امله دوی له نورو ستونو سره مخ شي.

ختیځ ښار جلال اباد کې طالبانو هغه ځوانان نیولي، چې د خپلواکۍ په ورځ یې ملي بېرغونه لېږدول

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۰۸ GMT+۱

نن د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار د جلال اباد په ښار کې هغو ځوانانو چې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په پار درې رنګه بېرغونه له ځانو سره لېږدول، د طالب وسله والو له خوا رټل شوي او وهل شوي دي.

ځينو سرچېنو افغانستان انټرنېشنل ته د نوم د نه ښودلو په شرط دا هم ویلي، چې د دغو ځوانانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر طالبانو نیولي هم دي؛ خو په خپلواکه توګه د دغې خبر پخلی ګران دی.
تېره ورځ طالبانو د کونړ ولایت د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د ملي بېرغونو د پورته کولو مخه دې ونیول شي.

سره له دې چې طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپلواکۍ ورځې لمانځغونډې ته هغسې چې لازمه ده پاملرنه نه کوي، خو سږنی کال یې د دویم ځل لپاره په خورا پيکه بڼه دغه ورځ په کابل کې ولمانځله.
تر دې څوورځې وړاندې د اګست په پنځلسمه نېټه د خپلې واکمنۍ دویمه کلیزه په خورا شاندارو مراسمو لمانځلې وه.
نن په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ملي دفاع د وزیر په ملتیا د استقلال څلي ته ورغلل او هلته یې د ګلونو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ کېښوده، خو اصلي غون‌‌‌‌‌‌ډه یې په یوه تالار کې نېول شوې وه، دغې غونډې ته اکثرو ویناوالو د خپل جهاد د بري ستاېنه کوله؛ خو د خپلواکۍ د هغې ورځې له یادولو په څنګ تېرېدل چې د افغان ولس په سرښېندنو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې تر لاسه شوې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني دغې غونډې ته په وینا کې ویلي:« د ښکېلاک ګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ وو او د دوی د غوره رهبرۍ برکت وو چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.»

خو د نوموړي په څه د پاسه نیم ساعت وینا کې نه د خپلواکۍ ګټلو اتلانو نوم یاد شو او نه هم د هغو نورو اتلانو نومونه واخیستل شول، چې له انګرېزانو نه یې خپلواکي ګټلې او خپل سرونه یې قربان کړي وو.