طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ډالرو څخه ۳۰ډالرو ته راټیټ کړی او اعلان یې کړی، چې دا نرخ به د زمري میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ډالرو څخه ۳۰ډالرو ته راټیټ کړی او اعلان یې کړی، چې دا نرخ به د زمري میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.
له یوې خوا پاکستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او له بله خوا د طالبانو په واکمنۍ کې د ډبرو سکرو استخراج له بل هر وخت زیات شوی او په بې ساري ډول پاکستان ته صادریږي.
د طالبانو د کانونو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډبرو د سکرو د هر ټن ګمرکي تعرفه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.
وزارت زیاته کړه چې دا پریکړه؛ "د هېواد د صادراتو د ودې، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅولو لپاره شوې ده."
د دغې اعلامیې له مخې، یاده پرېکړه د طالبانو د کانونو د وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې د رهبرۍ د حکم په اساس شوې ده.
طالبانو په تېرې سرطان میاشت کې د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ډالره او د تعرفې بیه په یوه ټن کې ۵ډالره کمه کړې وه.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو بیه ۹۰ډالره ټاکل شوې وه؛ خو پر دغې ډلې له پراخو نیوکو وروسته د طالبانو د مالیې وزارت د تېر کال د سرطان په اوومه نېټه د سکرو د بیې کچه ۲۰۰ډالرو ته لوړه کړه.
په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په غیر مسلکي او غیر فني ډول استخراج دوام لري.
په دې موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و.
د ١٣٧٠ لمريز کال په لومړيو کې د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته پاکستان د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.