• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لوړو زده کړو وزارت سرچینه: د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانیستلو هېڅ طرحه نه شته

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو په طرحې کار روان دی، خو په لوړو زده کړو وزارت کې یوه سرچینه وايي، چې تر اوسه داسې کومه طرحه نه شته.

د طالبانو د لوړ زده کړو علمي مرستیال لطف الله خېرخوا ویلي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په طرحې کار روان دی او چې کله بشپړه شي له خلکو سره به یې شریکه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن دوشنبه ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې کړي دي.

خو په لوړو زده کړو وزارت کې یوې معتبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې تر اوسه هېڅ داسې کوم سند یا طرحه نه شته چې له مخې یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شي.

یاده سرچینه وايي، چې د تېر کال په لومړیو کې د دغه وزارت د علمي مرستیال له خوا یوه کمېټه جوړه شوې وه، مګر یادې کمېټې یوازې یوه غونډه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: “ په دغې کمېټې کې یوازې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو نظر بیان شو او د کمېټې غړو ته دنده ورکړل شوې وه، چې د ښځو په اړه د طالبانو د نظر په رڼا کې یوه طرحه جوړه کړي، خو د نوي وزیر له راتلو وروسته کمېټه ورکه شوه”.

یاده سرچینه وايي، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو طرحه هېڅ عملي اړخ نه لري.

د کابل پوهنتون یوه استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې یو کال وړاندې دوی ته هم د پوهنتون د رییس له خوا ویل شوي وو، چې غواړي د لوړو زده کړو وزارت ته د نجونو د زده کړو یوه طرحه جوړه کړي.

دغه استاد وايي: “موږ ته د خپل ډیپارټمینټ له خوا وویل شول، چې یو استاد باید د دغې طرحې د کمېټې د غړي په توګه معرفي کړو، استاد مو معرفي کړ خو تر اوسه کمېټه جوړه نه شوه”.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لګېدلی، چې دغې چارې ګڼ کورني او بهرنی غبرګونونه راپارولي دي.

نړۍوالې ټولنې له طالبانو سره د تعامل اساسي خنډونه د ټول شموله حکومت نه رامنځته کول او پر ښځو بندیزونه بللي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کابل یو شمېر زرګران: امر بالمعروف هر کاره خو هېڅ کاره وزارت دی

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د کابل یو شمېر زرګران وايي، چې امر بالمعروف وزارت یې په کارونو کې مداخله کوي او دغه وزارت اوس د سرو زرو کیفیت هم معلوموي.

د کابل یو شمېر زرګرانو د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د صنفي اتحادیو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په موجودیت کې د امر بالمعروف وزارت د دوی د سرو زرو کیفیت کنټرولوي.

یاد زرګران دا ادعاوې په داسې حال کې کوي، چې د نن د امربالمعروف وزارت یوه پلاوي په کابل کې د زرګرۍ له ۱۹ کارخونو لیدنه کړې او له هغوی څخه یې د سرو زرو د کیفیت د معلومولو لپاره د سرو زرو بېلګې اخیستي دي.

دغه وزارت په خپلې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې د څار دا بهیر به د هېواد بازار ته د معیاري سرو زرو د وړاندې کولو په پار، په ټولو ولایتونو کې دوام وکړي.

د کابل د زرګرانو د اتحادیې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې دغه وزارت هر کاره خو هېڅ کاره وزارت دی او د هر چا په کار کې په خپلسر کار لري.

نوموړي زیاته کړه: “ د امربالمعروف له سرو زرو سره څه کار لري؟ ایا دوی کوم لابراتوار لري؟ یا دوی تخنیکي کسان دي؟ دوی بل کار نه لري یوازې خلک ازاروي، هغه تېره ورځ یې زموږ له دوکان سره نېږدې په تېلو پمپ کې پټرول معاینه کول”.

د دغه زرګر په خبره، چې دوی نه پوهېږي د طالبانو کومې ادارې ته مسوول دي او د چا خبره ومني.

هغه وايي: “د امر بالمعروف والا کار له لمونځ، ږیرې او جامو سره دی. همدا خپل کار دې کوي اوس دوی په سوداګرۍ، تخنیک، صنعت او هر څه کې کار لري”.

د کابل د لېسه مریم بازار یو بل زرګر، چې خپل مستعار نوم اختیار پرواني ښيي وايي، چې نن د امربالمعروف وزارت یو ډله دغه بازار ته ورغلې وه او د دوی کارونه یې څارلي او ځینو زرګرانو ته یې ګواښمنې سپارښتنې هم کړې دي.

هغه وايي: “زه حیران یم، هره ورځ یو ملا راروان وي او د سرو زرو د کیفیت پوښتنه کوي، دوی کله سره زر پېژني؟ خو هدف یې یوازې د خلکو ځورول دي، چې امربالمعروف سره زر کنټرول کړي نو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه کوي؟”.

د نوموړي په خبره، چې دوی یادې ستونزې څو ځله له خپلې اتحادیې سره شریکې کړي، خو اتحادیه د دغه وزارت له ډاره څه نه شي ویلی.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت یو شمېر محتسبین د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له سپین رنګه جامو سره ګرځي او د منکراتو مخه نیسي.

د کابل په دارالامان سیمه کې یوې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۱ GMT+۱

ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ (د اسد ۳۰ مه) د ښار په شپږمه ناحیه کې د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه په چاودنه کې د پنځو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د پېښې یوه عیني شاهد سلطان شاه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې پېښه په يوه زرنج کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، چې د پېښې په ځای کې یې د دوو کسانو جسدونه او درې ټپیان لیدلی دي.

بلخوا د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په یاده پېښه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.

په هغه ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې؛ لیدل کېږي چې د چاودنې له ځای څخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوګو لرونکې یو پېکپ ډوله موټر کې ټپیان لېږدول کیږي.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د ملي مقاومت جبهې په کاپيسا کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د کاپيسا ولايت د حصه اول کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه نظامي مرکز د خپلو ځواکونو د بريد پخلی کړی.

دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې برید کې "درې ترهګر طالبان" وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.

ددې خبرپاڼې پر بنسټ؛ تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ مرکز اړوند د شرکت په بازار کې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو لخوا دا برید شوی دی.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي؛ برید نیم ساعت دوام وکړ او په دغه جګړه کې درنې وسلې کارول شوي دي.

خبرپاڼه کې کې ادعا شوې، چې په دغه بريد کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى. 

په تېره یوه میاشت کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا او نورستان کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو لپاره سل زره دیني عالمان استخداموي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د دارالحفاظ، ښوونځیو او دارالعلومونو په ګډون د اسلامي زده کړو په پروګرام کې یې سل زره بستونه ایجاد کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال کرامت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) وویل، چې د دغو بستونو د ډکولو کار په عملي بڼه پیل شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت دغه چارواکي په کابل کې " ملت ته د دولت د حساب ورکونې پروګرام" کې وویل، چې دوو جلا کمېټو د پوهنې پر نصاب بیا کتنه کړې او په کې یې "اصلاحات" رامنځته کړي دي.

د طالبانو په دیني مدرسو کې نېږدې یو میلیون زده کوونکي

د ښاغلي اخوندزاده په وینا؛ سږ کال د دې ډلې په دیني مرکزونو کې۳۶۲۰۳ نوي شاګردان د زده کړو لپاره استخدام شوي، چې۱۲۸۰۸ یې نجونې دي.

هغه وويل، چې په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ديني مدرسو کې د زده کوونکو شمېر ٩٣٠٩٥٠ تنو ته رسېږي، چې په دوی کې ۹۴۶۱۲ نجونې دي.

دغه طالب چارواکي وايي؛ په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۴ زره دیني مدرسې ثبت شوي او طالبانو له دغو دیني مدرسو سره نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو؛ په خپل خبري کنفرانس کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه ونه ویل.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه نیولې او د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره یې نړۍوالو او کورنیو اعتراضونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو دا د افغانستان داخلي مساله ګڼلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دوی په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: ایران کې مو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېشلو لړۍ پیل کړه

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په ایران کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبه ( زمري ۳۰ مه ) پر ایکس (ټویټر) ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د پاسپورټونو په صادرولو کې نویو زېږېدلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې دغه ماشومان باید الکترونیکي تذکرې ولري.

خو هغه زياته کړه، چې ماشومانو ته د پاسپورټونو د ورکړې لپاره د ماشوم د زېږېدنې کارت، د ماشوم د پلار برېښنايي تذکره، پاسپورټ او د کوربه هېواد د استوګنې کارت هم د منلو وړ دي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت څو میاشتې وړاندې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

د ایران اسلامي جمهوري دولت په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی؛ خو تروسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلی.