• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو لپاره سل زره دیني عالمان استخداموي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د دارالحفاظ، ښوونځیو او دارالعلومونو په ګډون د اسلامي زده کړو په پروګرام کې یې سل زره بستونه ایجاد کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال کرامت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) وویل، چې د دغو بستونو د ډکولو کار په عملي بڼه پیل شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت دغه چارواکي په کابل کې " ملت ته د دولت د حساب ورکونې پروګرام" کې وویل، چې دوو جلا کمېټو د پوهنې پر نصاب بیا کتنه کړې او په کې یې "اصلاحات" رامنځته کړي دي.

د طالبانو په دیني مدرسو کې نېږدې یو میلیون زده کوونکي

د ښاغلي اخوندزاده په وینا؛ سږ کال د دې ډلې په دیني مرکزونو کې۳۶۲۰۳ نوي شاګردان د زده کړو لپاره استخدام شوي، چې۱۲۸۰۸ یې نجونې دي.

هغه وويل، چې په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ديني مدرسو کې د زده کوونکو شمېر ٩٣٠٩٥٠ تنو ته رسېږي، چې په دوی کې ۹۴۶۱۲ نجونې دي.

دغه طالب چارواکي وايي؛ په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۴ زره دیني مدرسې ثبت شوي او طالبانو له دغو دیني مدرسو سره نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو؛ په خپل خبري کنفرانس کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه ونه ویل.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه نیولې او د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره یې نړۍوالو او کورنیو اعتراضونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو دا د افغانستان داخلي مساله ګڼلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دوی په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: ایران کې مو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېشلو لړۍ پیل کړه

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په ایران کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبه ( زمري ۳۰ مه ) پر ایکس (ټویټر) ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د پاسپورټونو په صادرولو کې نویو زېږېدلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې دغه ماشومان باید الکترونیکي تذکرې ولري.

خو هغه زياته کړه، چې ماشومانو ته د پاسپورټونو د ورکړې لپاره د ماشوم د زېږېدنې کارت، د ماشوم د پلار برېښنايي تذکره، پاسپورټ او د کوربه هېواد د استوګنې کارت هم د منلو وړ دي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت څو میاشتې وړاندې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

د ایران اسلامي جمهوري دولت په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی؛ خو تروسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلی.

په کندهار کې د یوې وژل شوې ماشومې مړی موندل شوی

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۱۵ GMT+۱

له کندهاره سرچينې وايي، چې د ژېړۍ ولسوالۍ د کولک په غونډۍ سیمه کې یوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې، بیا یې غوږونه او پوزه ترې غوڅ شوي دي. ويل کېږي دغه نجلۍ يې مور د جمعې په ورځ له خپل کور څخه بل کور ته استولې وه، چې بیا کورته نه وه راګرځېدلې.

سرچينه زیاتوي، چې د ورکې شوې نجلۍ کورنۍ ته يې له درې ورځې وروسته په وينو لیت پېت جسد لاس ته ورغلی.


په کندهار کې د ماشومانو د ورکېدو پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي.
هڅه مو وکړه، چې د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړو؛ خو په بریالي نه شوو.


په کندهار کې کره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغې نجلۍ د مرګ خبر ځکه وروسته خپور شو چې د نجلۍ جسد د جوارو په کښت کې پروت و، او چاته نه ښکارېده.


د کندهار اړوند ځايي مسوولانو په دې اړه زموږ ټليفون ته ځواب و نه وایه.

د افغانستان ٦٨ كلن نوم وتی کمیډین او ممثل عبدالاحمد خاکسار ومړ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د عبدالاحمد خاکسار کورنۍ، ملګرو او دوستانو په خواله رسنیو کې د هغه مړینه منلې ده. ښاغلي خاکسار د افغانستان په سینما، تیاتر، راډیو او سینمایي فلمونو کې شاوخوا څلور لسیزې کار او خدمت کړی و.

ښاغلی خاکسار نه یوازې دا چې ممثل او کمیډین و هغه د کابل په یوه ښوونځي کې د تاریخ او جغرافیې ښوونکی هم پاتې شوی و.


څه موده وړاندې هم د ښاغلي خاکسار د مړینې ګنګوسې خپرې شوې وې؛ خو هغه له خلکو غوښتي و، چې له دغه ډول ګنګوسو نه ډډه وکړي.

عبدالاحد خاکسار له څه مودې راهیسې ناروغ و، هغه د ملا له ډېسک او د بد اقتصادي وضعیت نه کړیدو.


د ښاغلي خاکسار لومړنۍ تمثیلي پارچه د «بلې نخیر» په نامه وه، چې د ملي راډیو ټلویزیون له لارې خپره شوې وه او تر ټولو مشهوره یې د «میرک» رول و، چې خلکو ډېر خوښ کړی و.

ښاغلی خاکسار د ملي راډیو ټلویزیون په ارشیف کې په پښتو او دري دواړو ژبو بې شمېره تمثیلي ډرامې لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز د همیشه بهار رسنۍ د بیا فعالېدلو اعلان وکړ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې همیشه بهار راډیو ټلویزیون په ننګرهار کې خپل فعالیت بېرته پیل کړ. دغه رسنۍ نږدې درې اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا تړل شوې وه او کارکوونکي یې ځورول شوي وو.

د خبریالانو د ملاتړ دغه مرکز ویلي، د همیشه بهار راډیو ټلویزیون مسوول اتل ستانکزي د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پرون ناوخته د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست د استازي له لوري د دغې رسنۍ د دروازې مهرلاک مات او دروازه يې بېرته پرانیستې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صدیق الله قریشي بدلون وویل، دغه رسنۍ د "ځینو سرغړونو" له امله د لنډې مودې لپاره تړل شوې وه.

د زمري میاشتې په ۹مه نېټه د نجونو لپاره د ژورنالیزم د روزنې پرواګرام په اعتراض کې طالبان د همیشه بهار ټلویزیون ته ورننوتل او ځينې ګډونوال او مسوولان یې وډبول او پروګرام يې ور ړنګ کړ.

په دې رسنۍ کې د ښځو لپاره د ژورنالیزم د روزنیز کورس له ګډوډولو یوه ورځ وروسته د طالبانو له لوري د دغې رسنۍ فعالیت بند شو.

په کور د ننه او بهر د خبریالانو د ملاتړ ادارو ويلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په رسنیو او خبریالانو کړۍ تنګه کړې او يو شمېر خبریالان يې بندیان کړي هم دي.

د پاکستان پولیسو دوه افغانان د بهرنیو پیسو د بې قانونه لېږد په تور ونیول

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د پیسو سپینولو ضد ادارې چارواکي وايي، د دې ادارې مامورانو دوه افغانان په تورخم کې له یو لک سعودي ریالو سره ونیول. د دې چارواکو په خبره، دا پیسې په هغه ویلچر کې پټې شوې وې، چې په دې دوو کسانو کې یوه کاراوه.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د بې نومه سرچینو له خولې لیکي، چې دا پیسې د روزل شویو سپیو په همکارۍ وموندل شوې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا دوه کسان سره وروڼه دي او یوې ځايي بندخونې ته لېږدل شوي دي.

د دې کسانو نور مالومات او د پیسو د لېږد په هکله د دوی ځانګړی هدف نه دی ډاګیز شوی.

پاکستاني چارواکو دا هم نه دي ویلي چې دې کسانو دا پیسې افغانستان که پاکستان ته لېږدولې.