• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پولیسو دوه افغانان د بهرنیو پیسو د بې قانونه لېږد په تور ونیول

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د پیسو سپینولو ضد ادارې چارواکي وايي، د دې ادارې مامورانو دوه افغانان په تورخم کې له یو لک سعودي ریالو سره ونیول. د دې چارواکو په خبره، دا پیسې په هغه ویلچر کې پټې شوې وې، چې په دې دوو کسانو کې یوه کاراوه.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د بې نومه سرچینو له خولې لیکي، چې دا پیسې د روزل شویو سپیو په همکارۍ وموندل شوې.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا دوه کسان سره وروڼه دي او یوې ځايي بندخونې ته لېږدل شوي دي.

د دې کسانو نور مالومات او د پیسو د لېږد په هکله د دوی ځانګړی هدف نه دی ډاګیز شوی.

پاکستاني چارواکو دا هم نه دي ویلي چې دې کسانو دا پیسې افغانستان که پاکستان ته لېږدولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوی درستیز: پاکستان دې خپل مخالف وسلوال په خپل هیواد کې په نښه کړي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي د پاکستان مخالف وسلوال په دغه هیواد کې دننه حضور لري او ناامني یې جوړه کړې ده. فصیح الدین وویل پاکستان د دې پرځای چې پر افغانستان نیوکې وکړي باید د خپلې خاورې امنیت وساتي.

فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۹ مه) د "ملت ته د حکومت حساب ورکونه" تر سرلیک لاندې په غونډه کې وویل د ډیورنډ ګرښې په اوږدو کې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته هیڅ ګواښ نشته.

د یو سوال په ځواب کې نوموړي وویل د دوی څیړنې ښيي چې په خوست کې شوې وروستۍ پيښه یوه چاونه وه او د کوم ګاونډي هیواد هوايي برید نه و.

له دې وړاندې هم طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له راکیټي بریدونو څخه انکار کړی و، خو بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني نظامیانو راکیټي بریدونه غندلي و.

طالبانو ډېر ځله د پاکستاني بریدونو له تایید څخه تېښته کړې خو پاکستاني رسنیو د دې هیواد د امنیتي ادارو له سرچینو داسې راپورونه خپاره کړي دي چې دغه هېواد په افغانستان کې دننه پاکستاني وسلوال په نښه کړي دي.

د خوست له پيښې وروسته هم پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې دا هوايي برید و او د پاکستاني طالبانو مشران په کې په نښه شوي دي.

د طالبانو دغه نظامي چاوراکي وویل بهرنۍ استخباراتي ادارې په افغانستان کې د داعش په نوم تخریبي اعمال ترسره کوي.

که څه هم نوموړي د کوم هیواد نوم وانخیست خو له دې وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې چې د داعش د هغو مشرانو په اړه طالبانو له پاکستان سره معلومات شریک کړي چې په پاکستان کې اوسیږي او په افغانستان او پاکستان کې تخریبي کړونو لپاره هلې ځلې کوي.

د طالبانو دغه چارواکی مني چې د داعش یو شمیر غړي به په افغانستان کې حضور لري خو ټینګار یې دا دی چې د بریدونو وړتیا نه لري.

په دې وروستیو کې اندېښنې دا دي چې د داعش په کډون یو شمیر نورې ترهګریرې ډلې د بیا مسنجم کېدو په حال کې دي او د افغانستان د ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان لیرې پرتو سیمو کې داعش پورې اړوند وسلوال پر نظامي زدکړو بوخت دي.

سرحدی نښتې

د طالبانو لوي درستیز ومنله چې په تېرو دوو کلونو کې کله ناکله د افغانستان پولو کې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره نښتې شوې دی.

هغه وویل چې دا "عادي" ده چې کله ناکله د ګاونډیو تر منځ نښتې وشي.

فطرت په ځانګړې توګه له ایران اسلامی جمهوریت سره د پولې د نښتې یادونه وکړه او ویې ویل چې مقابل لوري شخړه پیل کړه او بیا د طالبانو سرحدی ځواکونه مجبور شول چې ځواب ووایی.

د پاکستان ولسمشر: د ملي امنیت اړوند دوه لایحې ما نه دي لاسلیک کړې

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ وویل د هغو دوو لایحو له لاسلیکولو یې ډډه کړې چې اوس پر قانون بدلې شوې دي. خو د پاکستان د قانون وزارت د نوموړي دا پرېکړه له قانون سره ټکر کې بللې ده.

عارف علوي وايي، دغو قوانینو چارواکو ته ډېر واک ور کاوه چې د دولت او پوځ پر ضد چارو له امله خلک محاکمه کړي، ځکه یې لاسلیک نه کړل.

نوموړي په خپل ټوېټر کې لیکلي: «الله شاهد دی چې ما دغه دوه بېلونه نه دي لاسلیک کړي، ځکه زه له دې لایحو سره جوړ نه وم. د دفتر پر کسانو مې هم ډېر ټینګار کړی و چې په ټاکلي وخت یې قامي اسمبلۍ ته واستوي، چې په قانون بدلې نه شي.»

نوموړی وايي، د دفتر کسانو هم ورته ویلي وو چې همداسې کوي، خو اوس پته ورته ولګېده چې داسې نه دي شوي.

هغه زیاتوی: «له ټولو هغو خلکو بښنه غواړم چې له دې قانون اغېزمنېږي.»

دې بېلونو کې یوه د رسمي اسرارو لایحه وه او له مخې یې که څوک عامه نظم ګډوډوي یا د حکومت ضد اقدام کوي، نو مجرم بلل کېږي او سزا ور کول کېږي.

بله لایحه د پوځ اړوند قانون کې سمون دی، چې له مخې یې یو پوځی هم له تقاعد، استعفا یا ګوښه کېدو وروسته تر یوه مهاله سیاسي فعالیت کې ګډون نشي کولی او که څوک د پوځ کوم کس پسې ملنډې ووهي، نو سزا ور کول کېږي.

خو د پاکستان د قانون او عدلیې وزارت د ولسمشر علوي دا پرېکړه د «ژورې اندېښنې» وړ او له قانون سره په ټکر کې بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر دوه لارې لري، یا به له موضوع سره هوکړه کوي، یا به یې هم له خپلو اندېښنو سره قامي اسمبلۍ ته لېږي.

د دې اعلامیې له مخې، ولسمشر په دې دوو کې یوه لار هم نه ده غوره کړې او دا پخپله له قانون سره ټکر دی.

د پاکستان اساسي قانون له مخې، که د دغه هېواد ولسمشر د دواړو جرګو له تصويب وروسته په لسو ورځو کې یو قانون لاسليک نه کړي او يا يې له خپلو وړاندیزونو او اعتراضونو سره بېرته ور ونه سپاري، نو دا ډول لایحه پخپله په قانون بدلېږي.

د پاکستان د قانون سرپرست وزیر احمد عرفان هم نن اسلام اباد کې ویلي، چې دغه بېلونه په قامي اسمبلۍ کې تایید شوي او د اګسټ پر اتمه ولسمشر ته لېږل شوي وو.

د نوموړي په خبره، دا لومړی ځل و چې ولسمشر نه دا قوانین لاسلیک او نه یې له خپلو نظریو یا اندېښنو سره قامي اسمبلۍ ته لېږلي وو.

د بخښنې نړۍوال سازمان: طالبانو زرګونه افغانان په خپلسري ډول زنداني، شکنجه او وژلي دي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د بخښنې نړۍوال سازمان د یوه انلاین کمپاین په پیلولو سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو وغواړي په سمدستي توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ودروي.

دغه سازمان نن یکشنبه(د زمري ۲۹مه) په یوې خپره کړې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره په دغه انلاین کمپاین کې برخه واخلي او د دوی له خوا خپره کړې اعلامیه لاسلیک کړي.

دوی زیاتوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیکه توګه له بشري حقونو څخه د ملاتړ ټولې ادارې له منځه یوړې او په زرګونه افغانان یې شکنجه، زنداني او وژلي دي.
په اعلامیې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې له یاد سازمان سره دې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، کرامت او د ژوند د حق لپاره ودرېږي او له طالبانو دې حساب وغواړي.

دغه سازمان وايي، چې تر اوسه یې نېږدې ۱۹۸ زره برېښنايي لاسلیکونه راټول کړي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو د بشري او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې ماتې کړي؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې لا چټکه کړې ده.

دوی وايي، چې طالبان دې د زده کړو او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تامین تضمین وکړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي.

دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو لپاره د عادلانه محاکمو او د اعدام سزا ته د رسېدو پرته د اغېزناکې او شفافې پلټنې او حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته شي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دوی دې د همجنس ګرایانو، بشري حقونو فعالینو، مدنې ټولنې پر غړیو، قاضیانو، وکیلانو، خبریالانو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو له حملو او فشارونو لاس واخلي.

خو طالبانو بیا په وار – وار د نړۍوالو سازمانونو او ټولنو دغه نیوکې او غوښتنې رد کړي دي، دوی ویلي، چې په افغانستان کې له بل هر وخت څخه بشري حقونو ته درناوی کیږي او د ښځو د حقونو ساتنه په ښه شکل ترسره کیږي.

دوی د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړې د حق مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې حق نه لري.

هڅه مو وکړه چې د بخښنې د نړۍوال سازمان د اعلامیې په تړاو د طالبانو نظر راواخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر رییس: له سقوط مخکې د قدس مشر له غني او عبدالله سره لیدلي وو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د افغان پخواني ولسمشر د دویم مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر وایي، د ایران د قدس قوماندان اسماعیل قااني د کابل له پرځېدو اونۍ مخکې له اشرف غني او عبدالله سره "پټه" او جلا لیدنه درلوده. د اشرف غني او نوموړي د خبرو مهمه برخه د هلمند سیند حقابه وه.

ښاغلي هدایت د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند پورې تړلې د (راه عدالت) نشریې په لومړۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې اسماعیل قااني له غني سره د لیدنې شرط وړاندې کړی و چې "هغه به له غني سره یوازې ویني او د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر د دفتر مشر په ګډون به هیڅوک هم په دغه لیدنه کې نه وي."

پخواني دویم مرستیال ولسمشر سرور دانش د کابل له پرځېدو وروسته په جلا وطنۍ کې د افغانستان عدالت او ازادۍ ګوند جوړ کړ.

محمد هدایت لیکلي، «د قدس ځواګ قومندان له غني څخه د ډاډ او ضمانتونو غوښتنه کړې وه، په ځانګړي توګه د هلمند سیند حقابه د دې خبرو اترو په سر کې وه.»

د دې یادښت له مخې قااني غني ته ویلي و چې مونږ نه پرېږدو چې کابل د طالبانو په لاس وپرځي بلکې د افغانستان دولت به راتلونکي کې د قدرت په ساختار کې د قضیې یو طرف وي.

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر مشر دا هم لیکلي چې قااني د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په کور کې د "شمال اتحاد " له پخوانیو مشرانو سره یوه بله ناسته درلوده.

د ښاغلي هدایت په وینا، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، احمد مسعود، احمد ضیا مسعود، ادیب فهیم او یو شمېر نور کسان په دې غونډه کې حاضر وو.

نوموړی زیاتوي چې قااني دغو کسانو ته ویلي وو، چې افغانستان سقوط کوي او تاسو له طالبانو سره د جګړې څخه لاس په سر شئ او په راتلونکي حکومت کې ستاسو ځای خوندي دی او په دغه برخه کې له طالبانو څخه اړین ضمانتونه اخیستل شوي دي.

تر دې دمه، هغو کسانو چې په دغه لیکنه کې ادعا شوې چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې قدس له قوماندان سره د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي هدایت زیاته کړه چې له اشرف غني او نورو سیاسی شخصیتونو سره د اسماعیل قااني لیدنه رسنیزه نه شوه او سرور دانش په یوه "د دفتر دننه" غونډه کې دا خبره کړې وه.

د ایران اسلامی جمهوریت له طالبانو سره نږدې اړیکې لری.

په بلخ کې د طالبانو د شپږمې ناحیې امر ووژل شو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني تاییدوي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد عمر خالد په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري؛ نن یکشنبه (د زمري ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد خالد تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په بنګالي پله سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو وژلی دی.

د نوموړي په خبره، چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به معلومه شي، چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی دی.

بلخوا په بلخ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې تېره ورځ (شنبه) دولس بجې عمر خالد او د هغه بل طالب ملګری قادر د مخ پټو وسلوالو له خوا په خپل موټر کې په ډزو وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې وسلوالو د عمر خالد پر موټر ډزې کړي او له وژلو وروسته یې له هغوی وسله هم وړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

عمر خالد د طالبانو له خوا په بلخ کې د پخواني جمهوري نظام پر وړاندې د چریکي جنګونو قوماندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د سرې قطعې قومانداني هم پر غاړه لرله.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې یو شمېر طالبان په نښه شوي دي.