• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بخښنې نړۍوال سازمان: طالبانو زرګونه افغانان په خپلسري ډول زنداني، شکنجه او وژلي دي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د بخښنې نړۍوال سازمان د یوه انلاین کمپاین په پیلولو سره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو وغواړي په سمدستي توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ودروي.

دغه سازمان نن یکشنبه(د زمري ۲۹مه) په یوې خپره کړې اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره په دغه انلاین کمپاین کې برخه واخلي او د دوی له خوا خپره کړې اعلامیه لاسلیک کړي.

دوی زیاتوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیکه توګه له بشري حقونو څخه د ملاتړ ټولې ادارې له منځه یوړې او په زرګونه افغانان یې شکنجه، زنداني او وژلي دي.
په اعلامیې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې له یاد سازمان سره دې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، کرامت او د ژوند د حق لپاره ودرېږي او له طالبانو دې حساب وغواړي.

دغه سازمان وايي، چې تر اوسه یې نېږدې ۱۹۸ زره برېښنايي لاسلیکونه راټول کړي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو د بشري او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې ماتې کړي؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې لا چټکه کړې ده.

دوی وايي، چې طالبان دې د زده کړو او کار په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو د تامین تضمین وکړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي.

دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې باید د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو لپاره د عادلانه محاکمو او د اعدام سزا ته د رسېدو پرته د اغېزناکې او شفافې پلټنې او حساب ورکونې مېکانېزم رامنځته شي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې دوی دې د همجنس ګرایانو، بشري حقونو فعالینو، مدنې ټولنې پر غړیو، قاضیانو، وکیلانو، خبریالانو او د پخواني حکومت پر کارکوونکو له حملو او فشارونو لاس واخلي.

خو طالبانو بیا په وار – وار د نړۍوالو سازمانونو او ټولنو دغه نیوکې او غوښتنې رد کړي دي، دوی ویلي، چې په افغانستان کې له بل هر وخت څخه بشري حقونو ته درناوی کیږي او د ښځو د حقونو ساتنه په ښه شکل ترسره کیږي.

دوی د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړې د حق مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې حق نه لري.

هڅه مو وکړه چې د بخښنې د نړۍوال سازمان د اعلامیې په تړاو د طالبانو نظر راواخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر رییس: له سقوط مخکې د قدس مشر له غني او عبدالله سره لیدلي وو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د افغان پخواني ولسمشر د دویم مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر وایي، د ایران د قدس قوماندان اسماعیل قااني د کابل له پرځېدو اونۍ مخکې له اشرف غني او عبدالله سره "پټه" او جلا لیدنه درلوده. د اشرف غني او نوموړي د خبرو مهمه برخه د هلمند سیند حقابه وه.

ښاغلي هدایت د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند پورې تړلې د (راه عدالت) نشریې په لومړۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې اسماعیل قااني له غني سره د لیدنې شرط وړاندې کړی و چې "هغه به له غني سره یوازې ویني او د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر د دفتر مشر په ګډون به هیڅوک هم په دغه لیدنه کې نه وي."

پخواني دویم مرستیال ولسمشر سرور دانش د کابل له پرځېدو وروسته په جلا وطنۍ کې د افغانستان عدالت او ازادۍ ګوند جوړ کړ.

محمد هدایت لیکلي، «د قدس ځواګ قومندان له غني څخه د ډاډ او ضمانتونو غوښتنه کړې وه، په ځانګړي توګه د هلمند سیند حقابه د دې خبرو اترو په سر کې وه.»

د دې یادښت له مخې قااني غني ته ویلي و چې مونږ نه پرېږدو چې کابل د طالبانو په لاس وپرځي بلکې د افغانستان دولت به راتلونکي کې د قدرت په ساختار کې د قضیې یو طرف وي.

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر مشر دا هم لیکلي چې قااني د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په کور کې د "شمال اتحاد " له پخوانیو مشرانو سره یوه بله ناسته درلوده.

د ښاغلي هدایت په وینا، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، احمد مسعود، احمد ضیا مسعود، ادیب فهیم او یو شمېر نور کسان په دې غونډه کې حاضر وو.

نوموړی زیاتوي چې قااني دغو کسانو ته ویلي وو، چې افغانستان سقوط کوي او تاسو له طالبانو سره د جګړې څخه لاس په سر شئ او په راتلونکي حکومت کې ستاسو ځای خوندي دی او په دغه برخه کې له طالبانو څخه اړین ضمانتونه اخیستل شوي دي.

تر دې دمه، هغو کسانو چې په دغه لیکنه کې ادعا شوې چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې قدس له قوماندان سره د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي هدایت زیاته کړه چې له اشرف غني او نورو سیاسی شخصیتونو سره د اسماعیل قااني لیدنه رسنیزه نه شوه او سرور دانش په یوه "د دفتر دننه" غونډه کې دا خبره کړې وه.

د ایران اسلامی جمهوریت له طالبانو سره نږدې اړیکې لری.

په بلخ کې د طالبانو د شپږمې ناحیې امر ووژل شو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني تاییدوي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد عمر خالد په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري؛ نن یکشنبه (د زمري ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد خالد تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په بنګالي پله سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو وژلی دی.

د نوموړي په خبره، چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به معلومه شي، چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی دی.

بلخوا په بلخ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې تېره ورځ (شنبه) دولس بجې عمر خالد او د هغه بل طالب ملګری قادر د مخ پټو وسلوالو له خوا په خپل موټر کې په ډزو وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې وسلوالو د عمر خالد پر موټر ډزې کړي او له وژلو وروسته یې له هغوی وسله هم وړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

عمر خالد د طالبانو له خوا په بلخ کې د پخواني جمهوري نظام پر وړاندې د چریکي جنګونو قوماندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د سرې قطعې قومانداني هم پر غاړه لرله.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې یو شمېر طالبان په نښه شوي دي.

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۱

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ډالرو څخه ۳۰ډالرو ته راټیټ کړی او اعلان یې کړی، چې دا نرخ به د زمري میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.

له یوې خوا پاکستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او له بله خوا د طالبانو په واکمنۍ کې د ډبرو سکرو استخراج له بل هر وخت زیات شوی او په بې ساري ډول پاکستان ته صادریږي.

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډبرو د سکرو د هر ټن ګمرکي تعرفه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

وزارت زیاته کړه چې دا پریکړه؛ "د هېواد د صادراتو د ودې، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅولو لپاره شوې ده."

د دغې اعلامیې له مخې، یاده پرېکړه د طالبانو د کانونو د وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې د رهبرۍ د حکم په اساس شوې ده.

طالبانو په تېرې سرطان میاشت کې د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ډالره او د تعرفې بیه په یوه ټن کې ۵ډالره کمه کړې وه.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو بیه ۹۰ډالره ټاکل شوې وه؛ خو پر دغې ډلې له پراخو نیوکو وروسته د طالبانو د مالیې وزارت د تېر کال د سرطان په اوومه نېټه د سکرو د بیې کچه ۲۰۰ډالرو ته لوړه کړه.

په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په غیر مسلکي او غیر فني ډول استخراج دوام لري.

په دې موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و.

د ١٣٧٠ لمريز کال په لومړيو کې د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته پاکستان د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

اوکرایني چارواکي: د روسیې توغنديز برید کې ۷ کسان ووژل او له ۹۰ ډېر ټپیان شول

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۱

اوکراین د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هیواد شمال لور ته د تاریخي ښار چرنیهف په مرکز کې د روسیې په توغندیز برید کې اوه کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون له ۹۰ څخه زیات نور ټپیان شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی چې په یو سوداګریز سفر سویډن ته تللی د ټیلیګرام له لارې پېغام کې وویل: "عادي شنبه، روسیې په درد او زیان بدله کړه"

د اوکراین چارواکي وایی، د دې سیمې اوسیدونکي د مذهبی مراسمو د لمانځلو لپاره کلیسا ته روان وو،چې د روسیې توغندیز برید پرې وشو.

په ټپیانو کې ۱۰ پولیس افسران او ۱۲ ماشومان هم شامل دي،

داوکراین د کورنیو چارو وزارت وایی، په دغه برید کې د ډرامو د تیاتر ودانۍ چت ویجاړ شوی دی.

د کییف هوایی ځواک د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تیره شپه د مسکو له لوري توغول شوي ایران جوړ ۱۷ ډرون الوتکو څخه ۱۵ یې وویشتلې دي. 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د اوکراین جګړه کې د وژل شویو روسي عسکرو شمېر ۱۲۰۰۰۰ او اوکراینی پوځیانو شمېر ۷۰ زره اټکل شوی دی.

د هنګري دفاع وزیر: د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیوال ټکر بدله شي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د هنګري دفاع وزیر د اوکراین جګړه د نوي نړیوال نظم د جوړېدو نښه بولي او زیاتوي، چې دا جنګ ښايي په یوه «نړیوال ټکر »بدل شي. کریستوف سالای بوبرونیکي د «نړیوال جنګ» د پېښېدو پر امکان اندېښنه وښوده او له روسیې او اوکراین یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د هنګري دفاع وزیر د شنبې په ورځ د دغه هېواد د نویو افسرانو سوګند غونډه کې وویل: «د اوکراین د جګړې سیاسي او اقتصادي پایلې روښانه دي، داسې نوی نړیوال نظم جوړېږي، چې موږ یې اټکل نشو کولی، خو ګورو چې دا جګړه په یوه نړیوال ټکر بدلېدلی شي.»

روسیې د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پر اوکراین پراخ یرغل وکړ او تراوسه دواړو لورو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو سره لا هم دا جګړه روانه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ولسمشر پوتین په مشرۍ له روسیې سره هر ډول خبرې اترې ردوي.

خو د هنګری دفاع وزیر له دواړو مشرانو غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.