• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر رییس: له سقوط مخکې د قدس مشر له غني او عبدالله سره لیدلي وو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د افغان پخواني ولسمشر د دویم مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر وایي، د ایران د قدس قوماندان اسماعیل قااني د کابل له پرځېدو اونۍ مخکې له اشرف غني او عبدالله سره "پټه" او جلا لیدنه درلوده. د اشرف غني او نوموړي د خبرو مهمه برخه د هلمند سیند حقابه وه.

ښاغلي هدایت د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند پورې تړلې د (راه عدالت) نشریې په لومړۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې اسماعیل قااني له غني سره د لیدنې شرط وړاندې کړی و چې "هغه به له غني سره یوازې ویني او د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر د دفتر مشر په ګډون به هیڅوک هم په دغه لیدنه کې نه وي."

پخواني دویم مرستیال ولسمشر سرور دانش د کابل له پرځېدو وروسته په جلا وطنۍ کې د افغانستان عدالت او ازادۍ ګوند جوړ کړ.

محمد هدایت لیکلي، «د قدس ځواګ قومندان له غني څخه د ډاډ او ضمانتونو غوښتنه کړې وه، په ځانګړي توګه د هلمند سیند حقابه د دې خبرو اترو په سر کې وه.»

د دې یادښت له مخې قااني غني ته ویلي و چې مونږ نه پرېږدو چې کابل د طالبانو په لاس وپرځي بلکې د افغانستان دولت به راتلونکي کې د قدرت په ساختار کې د قضیې یو طرف وي.

د سرور دانش د مطبوعاتي دفتر مشر دا هم لیکلي چې قااني د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په کور کې د "شمال اتحاد " له پخوانیو مشرانو سره یوه بله ناسته درلوده.

د ښاغلي هدایت په وینا، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، احمد مسعود، احمد ضیا مسعود، ادیب فهیم او یو شمېر نور کسان په دې غونډه کې حاضر وو.

نوموړی زیاتوي چې قااني دغو کسانو ته ویلي وو، چې افغانستان سقوط کوي او تاسو له طالبانو سره د جګړې څخه لاس په سر شئ او په راتلونکي حکومت کې ستاسو ځای خوندي دی او په دغه برخه کې له طالبانو څخه اړین ضمانتونه اخیستل شوي دي.

تر دې دمه، هغو کسانو چې په دغه لیکنه کې ادعا شوې چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې قدس له قوماندان سره د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي هدایت زیاته کړه چې له اشرف غني او نورو سیاسی شخصیتونو سره د اسماعیل قااني لیدنه رسنیزه نه شوه او سرور دانش په یوه "د دفتر دننه" غونډه کې دا خبره کړې وه.

د ایران اسلامی جمهوریت له طالبانو سره نږدې اړیکې لری.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې د طالبانو د شپږمې ناحیې امر ووژل شو

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني تاییدوي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد عمر خالد په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د طالبانو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري؛ نن یکشنبه (د زمري ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې د مزارشریف د شپږمې ناحیې امر ملا راز محمد خالد تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په بنګالي پله سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو وژلی دی.

د نوموړي په خبره، چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او وروسته به معلومه شي، چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی دی.

بلخوا په بلخ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې تېره ورځ (شنبه) دولس بجې عمر خالد او د هغه بل طالب ملګری قادر د مخ پټو وسلوالو له خوا په خپل موټر کې په ډزو وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې وسلوالو د عمر خالد پر موټر ډزې کړي او له وژلو وروسته یې له هغوی وسله هم وړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

عمر خالد د طالبانو له خوا په بلخ کې د پخواني جمهوري نظام پر وړاندې د چریکي جنګونو قوماندان و، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د سرې قطعې قومانداني هم پر غاړه لرله.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې یو شمېر طالبان په نښه شوي دي.

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۱

طالبانو د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ډالرو څخه ۳۰ډالرو ته راټیټ کړی او اعلان یې کړی، چې دا نرخ به د زمري میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.

له یوې خوا پاکستان د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او له بله خوا د طالبانو په واکمنۍ کې د ډبرو سکرو استخراج له بل هر وخت زیات شوی او په بې ساري ډول پاکستان ته صادریږي.

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډبرو د سکرو د هر ټن ګمرکي تعرفه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

وزارت زیاته کړه چې دا پریکړه؛ "د هېواد د صادراتو د ودې، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅولو لپاره شوې ده."

د دغې اعلامیې له مخې، یاده پرېکړه د طالبانو د کانونو د وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې د رهبرۍ د حکم په اساس شوې ده.

طالبانو په تېرې سرطان میاشت کې د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ډالره او د تعرفې بیه په یوه ټن کې ۵ډالره کمه کړې وه.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو بیه ۹۰ډالره ټاکل شوې وه؛ خو پر دغې ډلې له پراخو نیوکو وروسته د طالبانو د مالیې وزارت د تېر کال د سرطان په اوومه نېټه د سکرو د بیې کچه ۲۰۰ډالرو ته لوړه کړه.

په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په سرحدي او شمالي سیمو کې د ډبرو سکرو له لویو کانونو څخه په غیر مسلکي او غیر فني ډول استخراج دوام لري.

په دې موده کې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو اصلي ځای پاکستان و.

د ١٣٧٠ لمريز کال په لومړيو کې د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته پاکستان د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه ګڼل کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت: دمګړۍ په افغانستان کې هيڅ وسله واله ډله نه شته

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې هيڅ وسله واله ډله نه شته او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي؛ خو په دې تړاو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خبره بل ډول ده.

د افغانستان ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو تل ویلي، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې ترهګر ځای پر ځای کړي دي.

تېره اونۍ هم ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې پاکستان په خوست ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ټي ټي پي غړي په نښه کړي، چې د دغې ډلې ځینو غړو ته په کې مرګژوبله هم اوښتې وه.
څو ورځې وړاندې هم ځینې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پاکستاني پوځ د ډرون برید کړی.
د دې ترڅنګ تېرکال امریکا اعلان وکړ، چې د شېرپور په سیمه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په ګاونډ کې یې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د ډرون په برید کې وواژه، هغه مهال هم طالبانو په سر کې دغه خبر نه وه منلې.
تر دې وړاندې هم ځینې ګنګوسې وې، چې ګواکې طالبان د افغانستان په شمال کې ټي ټي پي ځای پرځای کوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي، چې تر دې دمه طالبانو ردې کړي دي.

طالبانو په ځلونه ویلي دي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي او دوی له هیڅ کومې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه لري.

په ننګرهار ولایت کې د «جنسي اړیکو» په تور یو هلک او نجلۍ وژل شوي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۴۶ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یوه نجلۍ او هلک د «جنسي اړیکو» د درلودو په تور وژل شوي دي. د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نجلۍ د تره دغه دوه کسان له یوبل سره د «جنسي اړیکو» د درلودو په تور ویشتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه پرون شوې او تورن کس له سیمې تښتېدلی او طالبانو یې د نیولو هڅې هم پیل کړې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هدفي او ناموسي وژنې زیاتې شوې دي.

د دغه هلک او نجلۍ کورنۍ سره مو په دې اړه د خبرو هڅې وکړې، خو بریالي نه شو چې د هغوی نظر راواخلو.

خاص ارزګان کې څه تېریږي؟ سرچینه وایي، تېرو دوو کلونو کې د جوی نو کلي ۱۴ اوسېدونکي وژل شوي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د ارزګان ولایت سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېرو دوو کلونو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ د جوی نو کلي ۱۴ اوسېدونکي "په هدفي وژنو کې" وژل شوي. دوی وایي، په دغه موده کې د دې کلي پر اوسېدونکو فشارونه راوړل شوي، چې خپله سیمه پرېږدي.

ځینو سیمه‌ ییزو سرچینو په جلا، جلا توګه د دغو ادعاوو پخلی کړی.
د دواړو قومونو ترمنځ اصلي دعوه د ځمکې پر سر ده او ويل کېږي، چې طالب ډله د هزاره ګانو پر ضد د یوه ادعا کوونکي ملاتړ کوي.

ځایی سرچینو موږ ته د قربانیانو نوملړ رالېږلی، چې د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې راهیسې "په منظم ډول" وژل شوي دي.
په دغه نوملړ کې لیدل کېږي، چې لومړۍ وژنه د شپې له خوا د ۱۳۹۹ کال د غویي په ۱۸مه او وروستۍ یې د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۷ نېټه شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي، چې د يادو دوو نېټو ترمنځ د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ د جوى نو (ششپر) په کلي کې شاوخوا ١٤ وژنې شوې دي.
پر دې سربېره ځايي اوسېدونکو د هغو ټپيانو لېست هم لېږلى، چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه کلي کې وهل شوي دي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې پنځه نارينه ټپيان شوي دي.


د ونو پرې کول، کورونه ورانول او د کروندو او موټرو سوځول
د ځايي سرچېنو په وینا، د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۱مه، د جوی نو کلي د اوسېدونکو شاوخوا ۳۹۰ د زردالو ونې پرې شوې. ځایي اوسېدونکو په دغه کلي کې د پرې شویو ونو انځورونه او ویډیوګانې هم رالېږلې، چې ښيي ځينې ونې په ځمکه پرتې دي.

100%


سرچينه وايي، چې د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته د جوى نوکلي د اوسېدونکو څه باندې شل کورونه ويجاړ او سوځول شوي دي.

دوی دا هم وويل، چې سږ کال د دغه کلي د اوسېدونکو درې موټرونه سوځول شوي دي.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه هم رالېږلي، چې څو ويجاړ شوي کورونه او سوځېدلي موټرونه په کې ښکاري.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، له دوو کلونو راهيسې د جوى نو کلي د «خلکو د مالونو لوټ او تالان يو مخ ډېر شوي. ان څاروي مو په رڼا ورځ له غوجلو څخه بیايي.»
دغو سرچينو د سوځول شويو کروندو د انځورونو په رالېږلو سره ويلي، چې په دې موده کې د ځايي خلکو ځينې کرنيز محصولات او فارمونه هم سوځول شوي دي.
د سرچېنو د معلوماتو له مخې، دا پېښې په داسې حال شوې دي، چې د پېښې له سيمې څخه د طالبانو امنيتي پوسته په يو کيلومترۍ کې پرته ده او د دې ډلې سيمه ييزو مسوولينو د سيمې د اوسېدونکو شکايتونو ته پام نه دى کړى.
سرچینو ادعا کړې چې دا تاوتریخوالی او فشارونه «د خلکو د بې ځایه کولو او د جوی نو کلي د ځمکو د غصبولو په موخه شوي او خلک کډه کولو ته اړ باسي.»
سرچېنو د جوی نو ولسوالۍ ته د ور څېرمه کليو ځينې اوسیدونکي تورن کړي، چې د طالبانو په ملاتړ غواړي د دوی ځمکې لاندې کړي.
تر اوسه پورې طالبانو او د جوى نو د ګاونډيو کليو اوسېدونکو د دې ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.

100%