• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هنګري دفاع وزیر: د اوکراین جګړه ښايي په یوه نړیوال ټکر بدله شي

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د هنګري دفاع وزیر د اوکراین جګړه د نوي نړیوال نظم د جوړېدو نښه بولي او زیاتوي، چې دا جنګ ښايي په یوه «نړیوال ټکر »بدل شي. کریستوف سالای بوبرونیکي د «نړیوال جنګ» د پېښېدو پر امکان اندېښنه وښوده او له روسیې او اوکراین یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د هنګري دفاع وزیر د شنبې په ورځ د دغه هېواد د نویو افسرانو سوګند غونډه کې وویل: «د اوکراین د جګړې سیاسي او اقتصادي پایلې روښانه دي، داسې نوی نړیوال نظم جوړېږي، چې موږ یې اټکل نشو کولی، خو ګورو چې دا جګړه په یوه نړیوال ټکر بدلېدلی شي.»

روسیې د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پر اوکراین پراخ یرغل وکړ او تراوسه دواړو لورو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو سره لا هم دا جګړه روانه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ولسمشر پوتین په مشرۍ له روسیې سره هر ډول خبرې اترې ردوي.

خو د هنګری دفاع وزیر له دواړو مشرانو غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پولیسو علي وزیر او زینب ایمان مزارۍ ونیول

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۳ GMT+۱

د اسلام اباد پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړی او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی استازی علي وزیر او په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله ایمان زینب مزارۍ یې نیولي دي.

د اسلام اباد پولیسو نن د اګست ۲۰مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې « نیول شوي دواړه کسان د پولیسو تر څار لاندې و، چې له نیول کېدو وروسته به قانوني چلند ور سره وشي.»

ويل کېږي، له دې پرته د دغه غورځنګ نور غړي هم نيول شوي چې نومونه يې په ډاګه شوي نه دي.

پولیسو د دوی د نېول کېدو لامل نه دی ښودلی؛ خو علي وزیر او ایمان مزارۍ د پي ټي اېم له لوري په جوړه شوې غونډه کې په امنيتي ځواکونو کلکې نيوکې کړې وې. چې وړمه ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د پاکستان د بشري حقونو د برخې پخوانۍ وزیرې او د تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزارۍ هم په ټويټر پاڼه لیکلي چې: «پولیس او ځينې نور کسان چې شخصي جامې يې پر تن وې زما کورته د شپې ناوخته راغلل او زما لور ایمان مزارۍ يې له ځان سره یوړه.»

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د مزارۍ دا ډول نیول کېدل "غندلي" او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پولیسو دا ډول نیول غندلي او هغه يې د افسوس وړ بللي دي.

وړمه ورځ د اګست ۱۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په څنډه ترنوول سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په غوښتنه «د پښتنو له حقونو څخه دفاع» په موخه یوه غونډه رابلل شوې وه، چې په پام کې وه د اسلام اباد د سترې محکمې مخې ته احتجاج وکړي؛ خو پولیسو د هغوی مخه نیولې وه او دوی يې د سترې محکمې لورته پرې نه ښودل.

ایلان ماسک له ایکس څخه د «بلاک» اپشن لرې کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د ایکس یا پخوانی ټویټر مالک ایلان ماسک وايي چې هغه به له ایکس څخه د "بلاک" کولو بټن یا اپشن لرې کړي. دا بټن کاروونکو ته اجازه ورکوي چې نور حسابونه بلاک کړي. منتقدینو د ایلان ماسک دا پریکړه "نامسوولانه" بللې ده.

ایلان ماسک، چې ځان «د بیان د ازادۍ مطلق ملاتړی» بولي، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «بلاک د یوه اپشن په توګه لرې کیږي».

خو د نورو حسابونو د «بې غږه» کولو اپشن به وساتي.

د دې اپشن کار دا دی چې د کارنو یا کاروونکو د مشخصو حسابونو د لیدلو مخه نیسي، مګر د بلاکولو برعکس، کارن یې په اړه نه پوهیږي.

په هر حال، منتقدین وايي چې د هغه دا چلند "نامسوولانه" دی.

څیړونکي وایي، چې له هغه وخته چې ماسک د دې ادارې چارې په غاړه اخیستې، په دې پلټفارم کې د کرکې او یهوديزم پر ضد خبرې زیاتې شوې دي.

ځینو حکومتونو هم دا شرکت تورن کړی چې په منځپانګه کې د بدلون لپاره په کافي اندازه کار نه کوي.

د ماسک لخوا دا پریکړه ممکن هغه د «اپل اپ» او «ګوګل پلې» شرکتونو لخوا شامل شويو لارښوونو سره په ټکر کې کړي.

«اپل» وایي چې د کارنو لخوا رامنځته شوي د منځپانګې پروګرامونه باید د ناوړه ګټه اخیستونکو د حسابونو د بندولو توان ولري.

«ګوګل پلې» شرکت هم وایي، چې پروګرامونه باید د کارن لخوا د رامنځته شوې محتوا د بندولو لپاره یو سیستم وړاندې کړي.

د ایکس اجراییوي مدیره لینډا یاکارینو، د ماسک د پریکړې دفاع وکړ او ویې ویل: «په ایکس کې زموږ د کارنو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب لري او موږ په هڅه کې یو چې د بندولو او بې غږه کولو څخه بهتره لار ومومو».

د جرمني لومړی وزیر: په اوکراین کې یو جرمن سرتیري هم نشته او نه به وي

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر اعلان وکړ چې دې هېواد له روسیې سره د جګړې لپاره خپل هیڅ یو سرتیری هم اوکراین ته نه دی استولی. اولاف شولتس وايي، جرمني نه غواړي چې سرتیري یې د مسکو او کییف په جګړه کې مخامخ ښکیل شي.

نوموړي د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له اګسبورګ الګماینه رسنۍ سره په مرکې کې وویل، په اوکراین کې دا مهال هیڅ یوه جرمنی سرتیری نشته او په راتلونکي کې به هم نه وي.

ښاغلي شولتس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داسې ګواښ شته چې جرمني به په مستقیمه توګه په شخړه کې ښکیل شي، وویل: «زه هڅه کوم چې داسې څه پیښ نشي».

همداراز، د جرمني صدراعظم ټینګار وکړ: «موږ به له اوکراین څخه ملاتړ وکړو او وسلې به هم ورکړو، چې دا په خپله یو مهم ګام دی، که چې جرمني په تیرو لسیزو کې له نادرو قضیو پرته د جګړې سیمو ته وسلې نه دي استولې.»

د جرمني لومړي وزیر کییف ته د وسلو استول یوه سمه پریکړه وبلله.

هغه څرګنده کړه: «روسیې پر ګاونډي هېواد برید وکړ چې نورې سیمې یې ونیسي او دا د منلو نه ده».

جرمني دا مهال له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی.

روسیې په وار وار ټینګار کړی چې اوکراین ته د لوېدیځو وسلو لېږل او د دې هېواد سرتیرو ته پوځي زدکړې، د جګړې حالت نه بدلوي بلکې جګړه اوږدوي.

امریکايي چارواکي: د اوکراین جګړه کې د دواړو لورو تر پنځو لکو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۰ GMT+۱

امریکايي چارواکي وایي، د اوکراین جګړه کې د کییف او مسکو تر دوو لکو پوځیان وژل شوي او تر دریو ټپیا شوي دي. دې چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې د شمېر اټکل سخت دی، ځکه یو لوری هم کره شمېر نه ښيي.

د دوی په خبره، مسکو تل د خپلو پوځیانو مرګ ژوبله کمه ښيي او د کییف چارواکي هم خپلې رسمي شمېرې نه خپروي.

خو بیا هم دغو چارواکو له نوم پرته دې ورځپاڼې ته ویلي، په دغه جګړه کې د روسیې یو لک شل زره سرتېري وژل شوي او تر یو لک اویا زرو ټپیان دي.

د دوی په خبره، په دا مهال د اوکراین اویا زره سرتېري وژل شوي او له یو لک تر یو لک شلو زرو پورې ژوبل شوي دي.

د روان کال په لومړیو کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پر روسي، ځواکونو د اوکراین د بریدونو پیلېدو سره مرګ ژوبله هم خورا لوړه شوې ده.

د اوکراین پوځ د پنچشنبې په ورځ د جګړې لومړۍ کرښه کې د یوه کلي د نیولو دعوه وکړه.

دا له نږدې یوې میاشتې راهیسې د اوکرایني ځواکونو لومړنی بری دی او ښيي چې له ځواکمن هوايي ملاتړ پرته له روسیې سره جګړه کې د دوی پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.

دا جګړه د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پیل شوې ده او تر یو نیم کال اوږدېدو وروسته یې لا هم د سوله ییز هواري کوم څرک نشته.

د امریکا په هاوایي کې اورلګېدنه؛ د قربانیانو شمېر ۱۱۱ ته ورسېد او یوه چارواکي استعفا ورکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د امریکا په هاوایي ایالت کې د اور لګیدنې د تلفاتو د زیاتوالي په دوام او پر سیمه ییزو چارواکو تر ډېرو نیوکو وروسته د دغه ایالت د بېړنیو حالاتو د ادارې مشر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

په ښکاره توګه د هرمان اندایا د استعفا لامل د هغه خراب روغتیایي وضعیت بلل شوی، خو د هغه د روغتیا په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د ماوي ښاروال ریچارد بېسن ویلي، چې د هغه استعفا سملاسي منل شوې او د هغه ځای ناستی به ډېر ژر وټاکل شي.

تر دې وړاندې دا نیوکه کېده، چې په ماوي کې د ۸۰ خطر زنګونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې هیڅ یوه یې هم زنګ نه دی وهلی او د ښاغلي اندایا په مشرۍ یوه ویاند دا خبر هم تایید کړی و.

د هاوایي دغه چارواکی د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو لخوا وپوښتل شو، چې د خطر د زنګ پر نه وهلو پښېمانه نه یاست؟ نوموړي په ځواب کې ویلي و، چې بخښنه نه غواړي، ځکه کېدای شوای د زنګ په غږولو سره «خلک په اور کې ولوېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې إه ماوي ټاپو کې ۱۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا زر نور ورک شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د زمري پر ۱۷مه د ماوي ټاپو په کلتوري او سوداګریز م‍‍رکز، لهاینا ښار کې اور ولګید، چې تر دې مهاله هره ورځ د لټون په عملیاتو کې زیات قربانیان موندل کېږي.

د هاوایي ایالت قوماندان جشوا ګرین ویلي، ښایي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي.

د امریکا یوې فدرالي ادارې د جمعې په ورځ د ( د زمري ۲۷ مه ) اعلان وکړ، چې په هوایي کې د اور لګېدنې د قربانیانو کورنیو ته یې ۵،۶ میلیونه ډالره ورکړي دي.

همدارنګه د جاپان لومړي وزیر فومیو کشېدا د امریکا د مریلنډ ایالت په ډېوېډ کمپ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د سویلي کوریا له ولسمشر ویون سوک یول سره په ګډه غونده کې وویل، چې دوه میلیونه ډالره د هاوایي له قربانیانو سره مرسته کوي.