
د جرمني لومړي وزیر اعلان وکړ چې دې هېواد له روسیې سره د جګړې لپاره خپل هیڅ یو سرتیری هم اوکراین ته نه دی استولی. اولاف شولتس وايي، جرمني نه غواړي چې سرتیري یې د مسکو او کییف په جګړه کې مخامخ ښکیل شي.
نوموړي د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له اګسبورګ الګماینه رسنۍ سره په مرکې کې وویل، په اوکراین کې دا مهال هیڅ یوه جرمنی سرتیری نشته او په راتلونکي کې به هم نه وي.
ښاغلي شولتس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داسې ګواښ شته چې جرمني به په مستقیمه توګه په شخړه کې ښکیل شي، وویل: «زه هڅه کوم چې داسې څه پیښ نشي».
همداراز، د جرمني صدراعظم ټینګار وکړ: «موږ به له اوکراین څخه ملاتړ وکړو او وسلې به هم ورکړو، چې دا په خپله یو مهم ګام دی، که چې جرمني په تیرو لسیزو کې له نادرو قضیو پرته د جګړې سیمو ته وسلې نه دي استولې.»
د جرمني لومړي وزیر کییف ته د وسلو استول یوه سمه پریکړه وبلله.
هغه څرګنده کړه: «روسیې پر ګاونډي هېواد برید وکړ چې نورې سیمې یې ونیسي او دا د منلو نه ده».
جرمني دا مهال له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی.
روسیې په وار وار ټینګار کړی چې اوکراین ته د لوېدیځو وسلو لېږل او د دې هېواد سرتیرو ته پوځي زدکړې، د جګړې حالت نه بدلوي بلکې جګړه اوږدوي.

امریکايي چارواکي وایي، د اوکراین جګړه کې د کییف او مسکو تر دوو لکو پوځیان وژل شوي او تر دریو ټپیا شوي دي. دې چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې د شمېر اټکل سخت دی، ځکه یو لوری هم کره شمېر نه ښيي.
د دوی په خبره، مسکو تل د خپلو پوځیانو مرګ ژوبله کمه ښيي او د کییف چارواکي هم خپلې رسمي شمېرې نه خپروي.
خو بیا هم دغو چارواکو له نوم پرته دې ورځپاڼې ته ویلي، په دغه جګړه کې د روسیې یو لک شل زره سرتېري وژل شوي او تر یو لک اویا زرو ټپیان دي.
د دوی په خبره، په دا مهال د اوکراین اویا زره سرتېري وژل شوي او له یو لک تر یو لک شلو زرو پورې ژوبل شوي دي.
د روان کال په لومړیو کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پر روسي، ځواکونو د اوکراین د بریدونو پیلېدو سره مرګ ژوبله هم خورا لوړه شوې ده.
د اوکراین پوځ د پنچشنبې په ورځ د جګړې لومړۍ کرښه کې د یوه کلي د نیولو دعوه وکړه.
دا له نږدې یوې میاشتې راهیسې د اوکرایني ځواکونو لومړنی بری دی او ښيي چې له ځواکمن هوايي ملاتړ پرته له روسیې سره جګړه کې د دوی پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.
دا جګړه د ۲۰۲۲ کال فبروري کې پیل شوې ده او تر یو نیم کال اوږدېدو وروسته یې لا هم د سوله ییز هواري کوم څرک نشته.
د امریکا په هاوایي ایالت کې د اور لګیدنې د تلفاتو د زیاتوالي په دوام او پر سیمه ییزو چارواکو تر ډېرو نیوکو وروسته د دغه ایالت د بېړنیو حالاتو د ادارې مشر له خپلې دندې استعفا کړې ده.
په ښکاره توګه د هرمان اندایا د استعفا لامل د هغه خراب روغتیایي وضعیت بلل شوی، خو د هغه د روغتیا په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
د ماوي ښاروال ریچارد بېسن ویلي، چې د هغه استعفا سملاسي منل شوې او د هغه ځای ناستی به ډېر ژر وټاکل شي.
تر دې وړاندې دا نیوکه کېده، چې په ماوي کې د ۸۰ خطر زنګونو له ډلې هیڅ یوه یې هم زنګ نه دی وهلی او د ښاغلي اندایا په مشرۍ یوه ویاند دا خبر هم تایید کړی و.
د هاوایي دغه چارواکی د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو لخوا وپوښتل شو، چې د خطر د زنګ پر نه وهلو پښېمانه نه یاست؟ نوموړي په ځواب کې ویلي و، چې بخښنه نه غواړي، ځکه کېدای شوای د زنګ په غږولو سره «خلک په اور کې ولوېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې إه ماوي ټاپو کې ۱۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا زر نور ورک شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د زمري پر ۱۷مه د ماوي ټاپو په کلتوري او سوداګریز مرکز، لهاینا ښار کې اور ولګید، چې تر دې مهاله هره ورځ د لټون په عملیاتو کې زیات قربانیان موندل کېږي.
د هاوایي ایالت قوماندان جشوا ګرین ویلي، ښایي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي.
د امریکا یوې فدرالي ادارې د جمعې په ورځ د ( د زمري ۲۷ مه ) اعلان وکړ، چې په هوایي کې د اور لګېدنې د قربانیانو کورنیو ته یې ۵،۶ میلیونه ډالره ورکړي دي.
همدارنګه د جاپان لومړي وزیر فومیو کشېدا د امریکا د مریلنډ ایالت په ډېوېډ کمپ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د سویلي کوریا له ولسمشر ویون سوک یول سره په ګډه غونده کې وویل، چې دوه میلیونه ډالره د هاوایي له قربانیانو سره مرسته کوي.
هندۍ خبري شبکه «نیوز۱۸» د یوې سرچینې په حواله وایي، د چین د مخابراتو لوی شرکت هواوې په ټول افغانستان کې د څار کمرو د لګولو لپاره له حقاني شبکې سره هوکړې ته رسېدلی دی. د دې سرچینو په وینا، دا کمرې له داعش سره د مبارزې لپاره نصب کیږي.
د دې خبري شبکې خبريال د امنيتي کارپوهانو په حواله ليکلي، د چين او د حقاني شبکې د مشرتابه ترمنځ د دغه تړون په لاسليکولو سره بيجينګ په افغانستان کې د خپل نفوذ د زياتولو په لور روان دى.
نیوز ۱۸ د امنیتي کارپوهانو په حواله لیکلي، په افغانستان کې د چینایي کمرو لګول به له بیجینګ سره مرسته وکړي چې د افغانستان وضعیت وڅاري او د خپلو هغو اتباعو ساتنه وکړي چې د افغانستان په پروژو کې کار کوي.
له بلې خوا، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه کړې، د چین حکومت اندېښمن دی چې دا ډله به د بیجینګ مخالفو بېلتونپالو ته پنا ور کړي.
د بیجینګ له نظره، په دغه هېواد کې اسلامي ډلو، لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، چې په سینکیانګ کې یوه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر له سخت دریځو ډلو سره یو ځای شي او له هغه ځایه د چین ګټې له ګواښ سره مخ کړي.
راپور له طالبانو څخه د دې ډلو د ځپلو لپاره د چین غوښتنې ته په اشارې سره لیکلي چې طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې «دغه فعالان له ډېرې مودې راهیسې زموږ مېلمانه دي».
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر له پرله پسې غوښتنو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارووزارت له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په تړاو ۳۰۰ نور اسناد دغې کمېټې ته ولېږل.
د دې اسنادو لومړنۍ بیاکتنې د ۲۰۲۱ میلادي کال له جولای تر سپتمبر پورې د وتلو بهیر ښیي.
په دې ۳۰۰ مخونو کې د ۲۰۲۱میلادي کال د جولای له نیمايي څخه تر سپټمبر میاشتې پورې هغه وخت دی چې امریکا په لومړي ځل د وتلو هڅې پیل کړې او د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې دا هڅې چټکې کړې.
ویل کیږي په دې اسنادو کې تر ډېره پر دغو هڅو، په تېره بیا د هغو کسانو پر شمېر چې امریکا هره ورځ له افغانستان اېستل، تمرکز شوی دی.
د ډیلي میل په حواله، داسې ښکاري چې په اسنادو کې ډیر معلومات مخکې له مخکې خپاره شوي، خو چارواکي وايي، ممکن نوې خبرې پکې وي.
امریکايي رسنیو ویلي دي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مکال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په ټلیفوني خبرو کې له نوموړي سره د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د نورو اسنادو د ترلاسه کیدو په اړه معلومات شریک کړي دي.
ښاغلي مکال وویل: « زه د وزیر د دې ژمنې چې په راتلونکې کې به نور هم منظم اسناد چمتو کړي ستاینه کوم او هیله من یم چې خپلې ژمنې ته ریښتینی اوسي».
هغه د وخت اهمیت ته په اشارې سره وویل: «وخت خورا مهم دی او موږ باید پخوانیو امریکایي سرتېرو او د قربانیانو کورنیو ته ځواب ووایم».
خو ویل کېږي کمېټه په پام کې لري چې له وزارت څخه یو ځل بیا وغواړي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو اته نور یادښتونه دغې کمېټې ته ولېږي.
د رویټرز په حواله، د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور پر بنسټ چې څه موده وړاندې خپور شو، د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره سم پلان نه درلود او له افغانستان څخه د نامنظمه وتلو پر مهال یې د کابل د ژر سقوط وړاندوینه نه وه کړې.
د دغه راپور پر بنسټ، د «امنیت د خرابیدو» او له افغانستان څخه د امریکا د متحدینو د سملاسي وتلو د اړتیا په اړه له اخطارونو سره سره، بایډن ورته پاملرنه ونه کړه.
په دې وروستیو اونیو کې د مایکل مکال په مشرۍ جمهوريپالو د بایډن پر حکومت د دغه هېواد څخه پر بېړني وتلو نیوکې او څارنې زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دوه کاله پوره شول، چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان وژل شوي دي.
ښاغلی مکال وايي، چې دا اسناد د وتلو د « ناوړه تېروتنو د بیاځلي مخنیوي» لپاره اړین دي.
د امریکا د بهرنیو چارو کمېټې د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناکامۍ په اړه یو ۸۷ مخیز راپور خپور کړ.
د دغې کمېټې په راپور کې د امریکا څو ستراتیژیکو ناکامیو ته په اشارې سره راغلي چې «په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ او بایډن پرېکړې د افغان حکومت د ثبات او امنیت لپاره جدي پایلې له ځان سره لرلې دي».
د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په مانش کانال کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د شپږو افغان پناه غوښتونکو تر مړینې وروسته د فرانسې پولیسو څلور کسان ونیول. د خپرو شویو راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې دوه عراقیان او دوه نور یې سوډانیان دي.
د افغان پناه غوښتونکو دغه کښتۍ د تېرې شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په مانش کانال کې ډوبه شوه.
د دې کښتۍ ۴۹ کسان چې ډېری یې افغانان دي د فرانسوي او برېتانیايي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.
د بریتانیا اېل بي سي راډیو د پنجشنبې په ورځ (د زمري۲۶مه) راپور ورکړ چې له پېښې وروسته پلټونکو د انسان وژنې او غیر قانوني کډوالۍ په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د پاریس د څارنوالۍ ویاند ویلي، ګومان کیږي چې نیول شوي عراقیان دې د انسان قاچاقبران اوسي.