• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې پولیسو په مانش کانال کې د شپږو افغان کډوالو له مړه کېدو وروسته څلور تنه ونیول

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په مانش کانال کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د شپږو افغان پناه غوښتونکو تر مړینې وروسته د فرانسې پولیسو څلور کسان ونیول. د خپرو شویو راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې دوه عراقیان او دوه نور یې سوډانیان دي.

د افغان پناه غوښتونکو دغه کښتۍ د تېرې شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په مانش کانال کې ډوبه شوه.

د دې کښتۍ ۴۹ کسان چې ډېری یې افغانان دي د فرانسوي او برېتانیايي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

د بریتانیا اېل بي سي راډیو د پنجشنبې په ورځ (د زمري۲۶مه) راپور ورکړ چې له پېښې وروسته پلټونکو د انسان وژنې او غیر قانوني کډوالۍ په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د پاریس د څارنوالۍ ویاند ویلي، ګومان کیږي چې نیول شوي عراقیان دې د انسان قاچاقبران اوسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د تهران او ریاض د اړیکو ګرمېدل؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له ولیعهد سره ولیدل

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د پرېس ټي وي د راپور له مخې دغه ناسته د تړلو دروازو تر شا شوې ده.

دا لیدنه د ایران او ریاض د اړیکو د تودېدو او پراخیدو یوه ستره نښه بلل شوې ده.

د پرېس ټي وي د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان هم په د ناسته کې حضور درلود.

د سعودي په رسنیو کې د دې ناستې په اړه راپور نه دی خپور شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې له خپل سعودي سیال سره له کتنې وروسته وویل چې د ایران او سعودي عربستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې اوه کاله مخکې ریاض کې د یوه مشهور شیعه عالم شیخ نمر په اعدام او په تهران او مشهد کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو د اعتراض کوونکو له حملې وروسته ترینګلې شوې وې.

ايران او سعودي عربستان د چين په منځګړتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې ډیپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي.

تهران او ریاض له لبنان څخه نیولې تر سوریې، یمن او عراق پورې په ډېرو سیمه ییزو شخړو کې ښکېل دي.

ډیری په دې باور دي چې د دغو دوو سیالانو او ستر سیمه ییز ځواکونو نږدېوالی به په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

د ارمنستان د ملي امنیت ریاست: د اذربایجان له خاورې د ارمنستان پر یوه هوایي ډګر برید شوی

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷مه) اعلان وکړ چې د اذربایجان له خاورې د دغه هېواد پر سیونیک هوايي ډګر برید شوی دی. ارمنستان وايي، نامعلوم کس د اذربایجان جمهوریت له خاورې پر دغه هوايي ډګر درې ډزې کړې دي.

د ارمنستان د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د سهار پر ۴:۲۴ دقیقو یو ناپیژاند کس چې خپل موټر یې د کاپان ښار د سیونیک هوايي ډګر ته څېرمه سیمې سره درولی وو، د اذربایجان جمهوریت له خاورې یې درې ډزې وکړې».

د دغې خبرپاڼې له مخې، دوه مرمۍ د هوايي ډګر پر کړکیو لګېدلې او د هوایي ډګر چت یې زيانمن کړى دى.

ایروان چې له باکو سره ترینګلې اړیکې لري له اذربایجان څخه یې غوښتي چې په دې اړه پلټنې پیل کړي او د تکرار د مخنیوي لپاره یې هم لازم اقدامات وکړي.

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د دې پیښې لپاره ګډې پلټنې او د اذربایجان جمهوریت ته د ثبت شویو ویډیوګانو سپارلو ته چمتو دی.

د اسلامي خیریه ادارې استازی: په افغانستان کې میندې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره ژاړي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د اسلامي مرستو د ادارې مشر وايي، نجونې او هلکان ناهیلي او خلک له ستر بشري ناورین سره مخامخ دي. عمیر حسن ویلي، د افغانستان په کلیو کې یې داسې میندې لیدلې چې د خپلو ماشومانو د خیټو مړولو لپاره یې ژړل.

د هغه په خبره، افغان بزګرانو او ځوانانو هم د راتلونکي لپاره خپلې هیلې له لاسه ور کړې دي.

د اسلامي مرستو اداره یوه بشرپاله اداره ده چې د زیانمنو خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي. دا اداره په ۱۹۸۴ میلادي کال کې په برېتانیا کې جوړه او اوس مهال له ۴۵ زیاتو هېوادونو کې فعالیت کوي.

په هغه راپور کې چې د دغې ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري۲۶) خپور شو، راغلي، په افغانستان کې اقتصادي شکست او نړیوالې انزوا ګڼې کورنۍ بې وزله او بیکاره کړې دي.

د اسلامي مرستو اداره وایي، چې د افغان نجونو او ښځو کړاوونه ډېر شوي دي ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې له زیاتو بندیزونو سره مخ دي.

د اسلامي مرستو ادارې د طالبانو په امر د سینګارتونونو تړلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې تېره میاشت له شپیتو زره ډېرې ښځې بیکاره شوې دي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې دا مهال د افغان مېرمنو ژوند له ستونزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د اسلامي مرستو د ادارې مشر وايي، د افغانستان خلک د ښه ژوند غوښتونکي دي «دوی یوازې د کار موندلو او پیسو ګټلو زمینه غواړي».

د اسلامي مرستو اداره له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دا اداره وايي، تیر کال یې په پنځلسو ولایتونو کې تر ۱۲۰۰ زره زیاتو کسانو ته خپلې مرستې رسولې دي.

دغې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان بشري اړتیاوې پوره کړي، دیپلوماتیکې اړیکې زیاتې او د اقتصاد د ملاتړ، د کارموندنې د ودې او د ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو د سیسټمونو په څېر مهمو خدماتو وړاندې کولو لپاره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.

د اسلامي مرستو ادارې د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر کسان بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.

له خپل ساتونکي سره په یوه بستره کې د طالب چارواکي د یو ځای څملاستلو ویډیو

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیو رسېدلې چې له خپل ساتونکي سره د کابل برېښنا شرکت لپاره د طالبانو د رییس ملا احمد اخوند د ګډ لماستي صحنه ښيي. دا بې غږه ویډیو په ساده خونه کې تیاره بستره ښيي او ښکاري په داسې کمره اخیستل شوې چې د کوټې په کوم ځای کې پټه اېښودل شوې ده.

ملا احمد اخوند کوټې ته ننوتلو سره جامې باسي او وروسته بړستن کې پټېږي؛ ورپسې یو ځوان چې د ملا احمد باډیګارډ بلل کېږي خونې ته ننوځي او له کمیس اېستلو وروسته له هغه سره په بړستن کې پټېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، په دې ویډیو کې هغه ۲۱ کلن ځوان، چې له ملا احمد اخوند سره یو ځای څملي، د نوموړي ساتونکی دی.

افغانستان انټرنشنل ځکه د دې ځوان هویت نه ډاګیزوي، چې معلومه نه ده پخپله خوښه یا له مجبوریت له ملا احمد سره څملي.

د ملا احمد د معرفي مراسم
100%
د ملا احمد د معرفي مراسم

ملا احمد اخوند دې وروستیو کې د طالبانو د رییس الوزار ملا حسن اخوند په فرمان د کابل برېښنا شرکت رییس شو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ملا احمد بانفوذ او زورور طالب دی او د دې ډلې له نورو ځوانو غړو سره هم ورته رابطه لري.

دا ویډیو په داسې مهال نشرېږي چې طالبان وايي، د اسلامي شریعت له مخې د دوو نارینه وو جنسي اړیکه لواطت دی او که څوک دا چاره وکړي، باید سزا ور کړل شي.

خو د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ ښوده چې دا ډله له ولس سره کوم سخت او ځیږ چلن کوي، له خپلو چارواکو سره یې نه کوي.

په اسټرالیا کې افغان سفیر له افغانانو سره د مرستې لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۴ GMT+۱

په اسټرالیا کې افغان سفیر وحیدالله ویسي د «طالبانو ستم لاندې» خلکو سره د مرستې لپاره د ډېرو نړیوالو هڅو غوښتونکی شو. نوموړي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د کډوالۍ ویزو او تخصیلي بورسونو ور کولو سره د افغان ولس لاسنیوی وکړي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره هم ۴۰ ډيپلوماټیکې استازۍ په نړۍ کې فعالیت کوي.

ښاغلي ویسي د جمعې په ورځ له نېشنل پرېس کلب سره مرکه کې ویلي، طالبان هیڅ بدل شوي نه دي. دا ډله د ۱۹۹۰ کلونو سخت سیاست پلی کوي.

د هغه په خبره: «خپلسري نیول، اجباري ورکول، ډله ییزه سزا، د رسنیو ځپل، بې قانونه وژنې او شکنجه د دې توندلارې ډلې عادي چارې دي.»

نوموړي له اسټرالیا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ولس ترڅنګ اوسي، د طالبانو حکومت ونه مني او د کډوالو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د اسټرالیا د انساني حقونو څارونکي مدیر ویلي، د دغه هېواد حکومت باید افغانانو ته د انسان دوستانه ویزو ور کولو ته لومړیتوب ور کړي.

اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې ۲۶ زره پنځه سوه بشر دوستانه ویزې افغان کډوالو ته د پنځو کلونو لپاره بېلې کړې.

خو د اسټرالیا د بشري حقونو اداره وايي، چې دا مهال د ویزو ۴۰ زره غوښتنلیکونه ورته رسېدلي دي.