• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران او ریاض د اړیکو ګرمېدل؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له ولیعهد سره ولیدل

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د پرېس ټي وي د راپور له مخې دغه ناسته د تړلو دروازو تر شا شوې ده.

دا لیدنه د ایران او ریاض د اړیکو د تودېدو او پراخیدو یوه ستره نښه بلل شوې ده.

د پرېس ټي وي د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان هم په د ناسته کې حضور درلود.

د سعودي په رسنیو کې د دې ناستې په اړه راپور نه دی خپور شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې له خپل سعودي سیال سره له کتنې وروسته وویل چې د ایران او سعودي عربستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې اوه کاله مخکې ریاض کې د یوه مشهور شیعه عالم شیخ نمر په اعدام او په تهران او مشهد کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو د اعتراض کوونکو له حملې وروسته ترینګلې شوې وې.

ايران او سعودي عربستان د چين په منځګړتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې ډیپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي.

تهران او ریاض له لبنان څخه نیولې تر سوریې، یمن او عراق پورې په ډېرو سیمه ییزو شخړو کې ښکېل دي.

ډیری په دې باور دي چې د دغو دوو سیالانو او ستر سیمه ییز ځواکونو نږدېوالی به په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ارمنستان د ملي امنیت ریاست: د اذربایجان له خاورې د ارمنستان پر یوه هوایي ډګر برید شوی

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷مه) اعلان وکړ چې د اذربایجان له خاورې د دغه هېواد پر سیونیک هوايي ډګر برید شوی دی. ارمنستان وايي، نامعلوم کس د اذربایجان جمهوریت له خاورې پر دغه هوايي ډګر درې ډزې کړې دي.

د ارمنستان د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د سهار پر ۴:۲۴ دقیقو یو ناپیژاند کس چې خپل موټر یې د کاپان ښار د سیونیک هوايي ډګر ته څېرمه سیمې سره درولی وو، د اذربایجان جمهوریت له خاورې یې درې ډزې وکړې».

د دغې خبرپاڼې له مخې، دوه مرمۍ د هوايي ډګر پر کړکیو لګېدلې او د هوایي ډګر چت یې زيانمن کړى دى.

ایروان چې له باکو سره ترینګلې اړیکې لري له اذربایجان څخه یې غوښتي چې په دې اړه پلټنې پیل کړي او د تکرار د مخنیوي لپاره یې هم لازم اقدامات وکړي.

د ارمنستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د دې پیښې لپاره ګډې پلټنې او د اذربایجان جمهوریت ته د ثبت شویو ویډیوګانو سپارلو ته چمتو دی.

امریکا اوکراین ته د اېف شپاړس الوتکو لېږل تایید کړل

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۱ GMT+۱

یو امریکايي چارواکی وايي، دغه هېواد له ډنمارک او هالنډ نه اوکراین ته د اېف شپاړس جنګي الوتکو له لېږلو سره هوکړه کړې ده. نوموړی زیاتوي، د پیلوټانو له روزنې وروسته ژر دا الوتکې لېږل کېږي، چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین دفاع وکړي.

اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځي برلاسي سره په مقابله کې د مرستې لپاره د امریکا د اېف شپاړس جنګي الوتکو د ترلاسولو بیابیا غوښتنه کړې ده.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي د پنجشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، واشنګټن د ډنمارک او هالنډ چارواکو ته رسمي ضمانت ور کړی چې متحده ایالتونه به د پیلوټانو تر روزنې وروسته اوکراین ته د دې الوتکو د لېږلو وړاندیز ژر تایید کړي.

ډنمارک او هالنډ دې وروستیو کې له واشنګټن غوښتي و، چې له خپلو ملګرو هېوادونو څخه اوکراین ته د پوځي الوتکو لېږد باید تایید کړي.

ټاکلې وه چې د یوولسو هېوادونو ټلواله روانه میاشت په ډنمارک کې د اېف شپاړس الوتکو لپاره د اوکریني پیلوټانو روزنه پیل کړي.

د ډنمارک سرپرست دفاع وزیر ټرولز پولسن په جولای کې هیله وښوده چې د دې روزنې نتیجه به د ۲۰۲۴ کال لومړیو کې وویني.

د ناټو غړي ډنمارک او هالنډ د هغو نړیوالو هڅو مشري کوي، چې پکې د اوکراین پیلوټان او د هغوی ملاتړی ځواک او د الوتکو د ساتلو روزل راځي او په نتیجه کې یې اوکراین د دې وړ کېږي چې د روسیې ضد جګړه کې اېف شپاړس الوتکې وکاروي.

خو د اکراین د هوايي ځواکونو ویاند یوریي اینت ویلي، چې کییف ته به تر راتلونکي مني او ژمي دا الوتکې ونه رسېږي.

برېکس هېوادونه به په سویلي افریقا کې په نړیوال نظام د لویدیځ د ولکې په اړه سلامشورې وکړي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د چین، روسیې، هند او دوه نورو هېوادونو مشران به په سویلي افریقا کې سره غونډه وکړي. رویټرز لیکلي، هغه هېوادونه چې د نړۍ یو په ۴مه اقتصادي برخه جوړوي د جیوپولیټکي ځواک په رامنځته کېدو او په نړیوال نظام د لویدیځ د ولکې پر ننګونو به سلامشورې وکړي.

په دغه ناسته کې د چین، هند او برازیل مشران برخه اخلي او د روسیې ولسمشر به چې نړیوالې جزایي محکمې یې د نیولو امر کړی، ګډون و نه کړي.

د برېکس غړیو د دغې ناستې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر جزئيات نه دي خپاره کړي، خو رویټرز راپور ورکړی، چې له دغې ټولنې سره د نورو هېوادونو یو ځای کېدل به و ارزول شي.

د سویلي افریقا څلوېښتو هېوادونو له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې عربستان او ارجنټاین د غړیتوب لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د « برېکس کورنۍ» د سترېدو هرکلی کړی.

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د برېکس پنځه غړي هېوادونه په مشرتابه کې د غیر عربي هېوادونو د ونډې غوښتونکي دي، چې په نړیواله کچه اړتېاوې پوره کړي.

چین، روسیې، برازیل، هند او سویلي افریقا ویلي، چې په نړیوال نظام کې د همکارۍ د نورو بېلګو په لټه کې دي چې له لویدیځ سره توپير ولري، چینایي او روسي مشرانو په ځلونو د لویدیځوالو د هغه ټينګار سره مخالفت څرګند کړی چې د هغوی په هېوادونو کې د ولسواکۍ د پراختیا په برخو کې کړنې یادېږي.

دا رنګه د برازیل نوي ولسمشر په نړیوال مالي او سوداګریز نظام کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو د واکمنۍ پر ځای د نورو اسعارو د کارولو غوښتونکی شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي، چې د برېکس غړي هېوادونه «د نړیوال نظام د سمون غوښتونکي دی، چې پر مټ یې د مخ پر ودې هېوادونو او نويو رامنځته شویو اقتصادونو رول په کې زیات شي.»

دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې «نوی پراختیایي بانک» په ۲۰۱۴ کال کې تاسیس کړ، چې غواړي په مالي راکړه ورکړه کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو ارزښت راکم کړي او د نړیوال بانک او د پيسو د نړیوال صندوق پر ځای چارې ترسره کړي.

دغه بانک په تېره لسیزه کې ۳۳ ملیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره پور ورکړی او دا د هغو پورونو یوه په دریمه برخه جوړوي چې تېر کال نړیوال بانک بېلابېلو هېوادونو ته ورکړي ول.

سویلي افریقا ویلي، چې نن سبا د ‌‌‌‌‌‌ډالرو پر ځای د نورو اسعارو کارونه د دغو هېوادونو د چارو په سر، سر کې ځای لري.

جان ساپکو: د افغانستان پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چارو کې یو درس دی

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو، له اوکراین سره د امریکا او د هغې د متحدینو میلیاردونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستې ته په اشارې نېوکه کړې، چې پر دغو مرسته شویو پيسو څار او نظارت نه کېږي.

هغه د افغانستان په پخواني حکومت کې درغلي، له اوکراین سره د مرستو په چاره کې د درس په توګه یاده کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ځانګړي څارونکي، دا رنګه په اوکراین کې هم د درغلیو یادونه کړې او د نیویارک ټایمز د وروستي راپور پر بنسټ یې د وسلو د یو پلورونکي له خوا د وسلو د لوړو بیو په تړاو اشاره کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې هم راپور ورکړی، چې په اوکراین کې د دولتي ودانیزو پروژو په چارو کې دولتي چارواکي او د هغوی ملګري لس سلنه بډې اخلي، چې ورسره د بډو اخیستنه هم دېرش سلنه زیاته شوې ده.

دا رنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکی ویلي، د وضعیت د بدلېدو په لټه کې دی او د فاسدو چارواکو پر ضد به کوټلي ګامونه واخلي.

زلنسکي په مې میاشت کې د سترې محکمې مشر وروسته له هغې له دندې لرې کړ، چې پر هغه د ملیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډې اخېستنې تور پورې شوی و، دا رنګه د شپږو وزارتونو مرستیالان او د څو سیمو پنځه تنه مدیران یې هم د فساد په تور له دندو شړلي وو.

ساپکو وایي، چې د فساد پر ضد د اوکرایني ولسمشر او د هغه د ملګرو هڅې د ستایلو دي؛ خو « هغسې چې په افغانستان کې جنګسالارانو او ټوپکمارو شتون لاره، هماغسې په اوکراین هم شته چې دا یوه ستره ستونزه ده.»

پر اوکراین د روسبې له یرغل وروسته امریکا تر دې مهاله ۱۱۳ میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالر د پوځي، مالي او بشردوستانو مرستو لپاره لګولي او د بایډن حکومت په دې وروستیو کې له کانګرس څخه د شل ملیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو د نورې مرستې غوښتنه کړې.

د دې تر څنګ د امریکا د ۱۷ بېلابېلو ادارو په خوا کې دېرش نور هېوادونه هم په اوکراین کې فعالیتونه کوي.

ساپکو وایي: «د دغو پيسو د لګولو څارنه باید وکړئ، تاسو نه شئ کولای دغه چاره له واشنګټن، لندن، برلین او ان له پولنډه تر سره کړئ.»

د امریکا د استازیو جرګې په یوه تکلاره کې د اوکراین لپاره د یوه عمومي څارونکي د ګومارلو غوښتنه کړې.

ښاغلی ساپکو وایي: «موږ د وسلو لپاره زیاتې پيسې لګوو، چې دا بده خبره نه ده. دغه څه باید تر سره شي، خو د خبرداري موخه دا ده که تاسې زیاتې پيسې هم لېږئ او څارنه یې هم نه کېږي، پيسې ضایع کېږي چې بیا نورې ستونزې زېږوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له سعودي سره د ایران اړیکې مخ پر ودې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي دي، چې د لویدیځې اسیا او ټولې نړۍ د دوو مهمو هېوادونو ایران او سعودي عربستان اړیکې په موثره بڼه د پرمختګ په حال کې دي.

امیرعبداللهیان له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره نن د سعودي په ریاض کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران او ریاض دواړه په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو هوډ لري.

امیرعبداللهیان یادونه وکړه، چې دواړه لوري په دې نظر دي چې د اقتصادي، سوداګرۍ او امنیتي مسالو په اړه شوې موافقې باید عملي شي.

هغه دا هم وویل، چې هغه او د هغه سعودي سیال د چاپیریال په مسالو او د ژغورنې او مرستې د عملیاتو په اړه د همکارۍ په ګډون په پراخه کچه د سیمه ییزو خبرو اترو په اړه خبرې کړي.

امیرعبداللهیان د ولسمشر ابراهیم رئیسي د تګلارې سره سم له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو ته په اشارې وویل، چې ایران د سعودي عربستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له خپل سیال سره د اسلامی نړۍ په مسایلو هم خبرې اترې وکړې او تاکید یې وکړ، چې د فلسطین مساله او د قدس مقدس ښار د اسلامی نړۍ لپاره لومړیتوب لری.

امیرعبداللهیان همداراز ویلي چې ولسمشر رئیسي د سعودي عربستان د پاچا بلنه منلې ده، چې ریاض ته سفر وکړي او دا سفر به په مناسب وخت ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د نن ورځې خبرې به د دولتونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره لاره هواره کړي.

دا وروسته له اوو کلونو د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو چارواکو لومړی مشترک کنفرانس دی، چې په دوه اړخیزو همکاریو او اسلامي نړۍ ته په ورپېښو ګواښونو غږیږي.