• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندۍ خبري شبکه: چین په افغانستان کې د داعش د څارلو لپاره کمرې لګوي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱

هندۍ خبري شبکه «نیوز۱۸» د یوې سرچینې په حواله وایي، د چین د مخابراتو لوی شرکت هواوې په ټول افغانستان کې د څار کمرو د لګولو لپاره له حقاني شبکې سره هوکړې ته رسېدلی دی. د دې سرچینو په وینا، دا کمرې له داعش سره د مبارزې لپاره نصب کیږي.

د دې خبري شبکې خبريال د امنيتي کارپوهانو په حواله ليکلي، د چين او د حقاني شبکې د مشرتابه ترمنځ د دغه تړون په لاسليکولو سره بيجينګ په افغانستان کې د خپل نفوذ د زياتولو په لور روان دى.

نیوز ۱۸ د امنیتي کارپوهانو په حواله لیکلي، په افغانستان کې د چینایي کمرو لګول به له بیجینګ سره مرسته وکړي چې د افغانستان وضعیت وڅاري او د خپلو هغو اتباعو ساتنه وکړي چې د افغانستان په پروژو کې کار کوي.

له بلې خوا، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه کړې، د چین حکومت اندېښمن دی چې دا ډله به د بیجینګ مخالفو بېلتونپالو ته پنا ور کړي.

د بیجینګ له نظره، په دغه هېواد کې اسلامي ډلو، لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، چې په سینکیانګ کې یوه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر له سخت دریځو ډلو سره یو ځای شي او له هغه ځایه د چین ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

راپور له طالبانو څخه د دې ډلو د ځپلو لپاره د چین غوښتنې ته په اشارې سره لیکلي چې طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې «دغه فعالان له ډېرې مودې راهیسې زموږ مېلمانه دي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په تړاو نور سلګونه اسناد کانګرس ته واستول

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر له پرله پسې غوښتنو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارووزارت له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په تړاو ۳۰۰ نور اسناد دغې کمېټې ته ولېږل.

د دې اسنادو لومړنۍ بیاکتنې د ۲۰۲۱ میلادي کال له جولای تر سپتمبر پورې د وتلو بهیر ښیي.

په دې ۳۰۰ مخونو کې د ۲۰۲۱میلادي کال د جولای له نیمايي څخه تر سپټمبر میاشتې پورې هغه وخت دی چې امریکا په لومړي ځل د وتلو هڅې پیل کړې او د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې دا هڅې چټکې کړې.

ویل کیږي په دې اسنادو کې تر ډېره پر دغو هڅو، په تېره بیا د هغو کسانو پر شمېر چې امریکا هره ورځ له افغانستان اېستل، تمرکز شوی دی.

د ډیلي میل په حواله، داسې ښکاري چې په اسنادو کې ډیر معلومات مخکې له مخکې خپاره شوي، خو چارواکي وايي، ممکن نوې خبرې پکې وي.

امریکايي رسنیو ویلي دي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مکال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په ټلیفوني خبرو کې له نوموړي سره د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د نورو اسنادو د ترلاسه کیدو په اړه معلومات شریک کړي دي.

ښاغلي مکال وویل: « زه د وزیر د دې ژمنې چې په راتلونکې کې به نور هم منظم اسناد چمتو کړي ستاینه کوم او هیله من یم چې خپلې ژمنې ته ریښتینی اوسي».

هغه د وخت اهمیت ته په اشارې سره وویل: «وخت خورا مهم دی او موږ باید پخوانیو امریکایي سرتېرو او د قربانیانو کورنیو ته ځواب ووایم».

خو ویل کېږي کمېټه په پام کې لري چې له وزارت څخه یو ځل بیا وغواړي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو اته نور یادښتونه دغې کمېټې ته ولېږي.

د رویټرز په حواله، د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور پر بنسټ چې څه موده وړاندې خپور شو، د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره سم پلان نه درلود او له افغانستان څخه د نامنظمه وتلو پر مهال یې د کابل د ژر سقوط وړاندوینه نه وه کړې.

د دغه راپور پر بنسټ، د «امنیت د خرابیدو» او له افغانستان څخه د امریکا د متحدینو د سملاسي وتلو د اړتیا په اړه له اخطارونو سره سره، بایډن ورته پاملرنه ونه کړه.

په دې وروستیو اونیو کې د مایکل مکال په مشرۍ جمهوريپالو د بایډن پر حکومت د دغه هېواد څخه پر بېړني وتلو نیوکې او څارنې زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو دوه کاله پوره شول، چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان وژل شوي دي.


ښاغلی مکال وايي، چې دا اسناد د وتلو د « ناوړه تېروتنو د بیاځلي مخنیوي» لپاره اړین دي.

د امریکا د بهرنیو چارو کمېټې د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناکامۍ په اړه یو ۸۷ مخیز راپور خپور کړ.

د دغې کمېټې په راپور کې د امریکا څو ستراتیژیکو ناکامیو ته په اشارې سره راغلي چې «په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ او بایډن پرېکړې د افغان حکومت د ثبات او امنیت لپاره جدي پایلې له ځان سره لرلې دي».

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر: اسلام اباد له جلا وطنه افغان مشرانو سره همکاري نه کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اسلام اباد له جلاوطنه افغان مشرانو سره د همکارۍ لېوالتیا نه لري. هغه زیاته کړه: «پاکستان نه غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي».

خواجه محمد اصف د جمعې په ورځ (د زمري۲۷مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې په بهر کې د افغانستان د پخوانیو سیاسي مشرانو شتون هم د «کابل د حکومت» ستونزه وبلله او زیاته یې کړه، پاکستان نه غواړي په دې چارو کې لاسوهنه او همکاري وکړي.

ښاغلي اصف همداراز د افغانستان له خاورې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان دغه پخوانی جګپوړی چارواکی په داسې حال د افغانستان له پخوانیو سیاسی مشرانو سره د پاکستان د نه همکارۍ په اړه وایی چې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د طالبانو ضد مشهورې څېرې مارشال عبدالرشید دوستم پرون پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت په یوه غوڼډه کې وویل:« هرکله چې نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باور شول چې نور له طالبانو سره جوړجاړی نه شي کولې، نو هغه مهال به د مقاومت جبهه د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي».

د ترکیې پولیسو د دې هیواد په ارتوین ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د ترکیې پولیسو له انساني قاچاق سره د مبارزې د مرکزي دفتر په همکارۍ شاوخوا ۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي. دا کډوال په ارتوین ښار کې په یوه لارۍ کې پټ وو. د پولیسو په وینا، دا کسان افغانستان ته د ستنولو لپاره د دې ښار د کډوالۍ ریاست ته استول شوي.

د ترکیې پولیسو د جمعې په ورځ (د اسد ۲۷ مه) وویل دا کسان ځايي وخت د شپې دوه بجې د پلټنې پرمهال په یوه لارۍ کې نیول شوي دي.

په دې رورستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو عملیات چټک شوي دي.

د ترکیې پولیسو د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د تللو لپاره سختې لارې غوره کړې دي.

د فرانسې پولیسو په مانش کانال کې د شپږو افغان کډوالو له مړه کېدو وروسته څلور تنه ونیول

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په مانش کانال کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د شپږو افغان پناه غوښتونکو تر مړینې وروسته د فرانسې پولیسو څلور کسان ونیول. د خپرو شویو راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې دوه عراقیان او دوه نور یې سوډانیان دي.

د افغان پناه غوښتونکو دغه کښتۍ د تېرې شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په مانش کانال کې ډوبه شوه.

د دې کښتۍ ۴۹ کسان چې ډېری یې افغانان دي د فرانسوي او برېتانیايي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

د بریتانیا اېل بي سي راډیو د پنجشنبې په ورځ (د زمري۲۶مه) راپور ورکړ چې له پېښې وروسته پلټونکو د انسان وژنې او غیر قانوني کډوالۍ په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د پاریس د څارنوالۍ ویاند ویلي، ګومان کیږي چې نیول شوي عراقیان دې د انسان قاچاقبران اوسي.

د تهران او ریاض د اړیکو ګرمېدل؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له ولیعهد سره ولیدل

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د پرېس ټي وي د راپور له مخې دغه ناسته د تړلو دروازو تر شا شوې ده.

دا لیدنه د ایران او ریاض د اړیکو د تودېدو او پراخیدو یوه ستره نښه بلل شوې ده.

د پرېس ټي وي د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان هم په د ناسته کې حضور درلود.

د سعودي په رسنیو کې د دې ناستې په اړه راپور نه دی خپور شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې له خپل سعودي سیال سره له کتنې وروسته وویل چې د ایران او سعودي عربستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې اوه کاله مخکې ریاض کې د یوه مشهور شیعه عالم شیخ نمر په اعدام او په تهران او مشهد کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو د اعتراض کوونکو له حملې وروسته ترینګلې شوې وې.

ايران او سعودي عربستان د چين په منځګړتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې ډیپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي.

تهران او ریاض له لبنان څخه نیولې تر سوریې، یمن او عراق پورې په ډېرو سیمه ییزو شخړو کې ښکېل دي.

ډیری په دې باور دي چې د دغو دوو سیالانو او ستر سیمه ییز ځواکونو نږدېوالی به په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.