د پاکستان پولیسو علي وزیر او زینب ایمان مزارۍ ونیول

د اسلام اباد پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړی او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی استازی علي وزیر او په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله ایمان زینب مزارۍ یې نیولي دي.

د اسلام اباد پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړی او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخوانی استازی علي وزیر او په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله ایمان زینب مزارۍ یې نیولي دي.
د اسلام اباد پولیسو نن د اګست ۲۰مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې « نیول شوي دواړه کسان د پولیسو تر څار لاندې و، چې له نیول کېدو وروسته به قانوني چلند ور سره وشي.»
ويل کېږي، له دې پرته د دغه غورځنګ نور غړي هم نيول شوي چې نومونه يې په ډاګه شوي نه دي.
پولیسو د دوی د نېول کېدو لامل نه دی ښودلی؛ خو علي وزیر او ایمان مزارۍ د پي ټي اېم له لوري په جوړه شوې غونډه کې په امنيتي ځواکونو کلکې نيوکې کړې وې. چې وړمه ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د پاکستان د بشري حقونو د برخې پخوانۍ وزیرې او د تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزارۍ هم په ټويټر پاڼه لیکلي چې: «پولیس او ځينې نور کسان چې شخصي جامې يې پر تن وې زما کورته د شپې ناوخته راغلل او زما لور ایمان مزارۍ يې له ځان سره یوړه.»
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د مزارۍ دا ډول نیول کېدل "غندلي" او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پولیسو دا ډول نیول غندلي او هغه يې د افسوس وړ بللي دي.
وړمه ورځ د اګست ۱۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په څنډه ترنوول سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په غوښتنه «د پښتنو له حقونو څخه دفاع» په موخه یوه غونډه رابلل شوې وه، چې په پام کې وه د اسلام اباد د سترې محکمې مخې ته احتجاج وکړي؛ خو پولیسو د هغوی مخه نیولې وه او دوی يې د سترې محکمې لورته پرې نه ښودل.