د ملي مقاومت جبهې په کاپيسا کې د درېيو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د کاپيسا ولايت د حصه اول کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه نظامي مرکز د خپلو ځواکونو د بريد پخلی کړی.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د کاپيسا ولايت د حصه اول کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه نظامي مرکز د خپلو ځواکونو د بريد پخلی کړی.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې برید کې "درې ترهګر طالبان" وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.
ددې خبرپاڼې پر بنسټ؛ تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ مرکز اړوند د شرکت په بازار کې د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو لخوا دا برید شوی دی.
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي؛ برید نیم ساعت دوام وکړ او په دغه جګړه کې درنې وسلې کارول شوي دي.
خبرپاڼه کې کې ادعا شوې، چې په دغه بريد کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
په تېره یوه میاشت کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا او نورستان کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.