طالبانو په کابل کې یو ایرانی خبریال نیولی دی

طالبانو د ایران د تسنیم خبري اژانس عکاس، ایران ته د بېرته تګ پر مهال په کابل هوايي ډګر کې نیولی دی. تسنیم خبري اژانس وايي، محمد حسین ولایتي د تسنیم خبري اژانس عکاس او ایډیټر و، هغه په یوه نارسمي سفر په قانوني ډول افغانستان ته تللی و.