• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کورنيو چارو وزیر نن سبا د څه په لټه کې دی؟

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په اروزګان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی. حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نړیوالې ادارې په افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ او وزګارۍ تر کرښې لاندې بولي.

په اېکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پاڼه لیکل شوي، چې سراج الدين حقاني سویلي ولايت اروزګان ته رسیدلی او هلته يې له ځايي طالبانو او ولسي خلکو سره لیدلي دي.

حقاني تر دې وړاندې نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي، د هغه وروستی سفر ننګرهار ولايت ته و.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ويلي، چې سراج الدين حقاني په اروزګان کې له ځايي خلکو سره ژمنې کړې چې د دغه ولايت د بیارغاونې په برخه کې به هڅې کوي؛ خو دا يې نه دي ويلي چې دا مرستې به د کوم پروګرام له لارې او کله کېږي.

د طالبانو د کورنیو چار وزارت سرپرست سراج الدين حقاني تر ننګرهار وړاندې پکتیا او تر هغه وړاندې د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، د طالبانو ترلاس لاندې باختر اژانس د نوموړي داسې سفرونه یوه لړۍ بللې.

شننوکي وايي، د سراج الدين حقاني دغه سفرونه او لېدنې د کورنیو چارو د يوه وزیر له کاري مسوولیتونو لوړې دي او معمولآ داسې وزیران يوازې په ولايتونو کې له امنيه قوماندانانو او پولیسو څخه لېدنې کوي او په دې برخه کې د دوی په پیاوړتيا کار کوي؛ خو وايي حقاني له دې ور هاخوا د ولسي ملاتړ په لټه کې دی.

د سیاسي چارو شننوکی سید خالد سادات وايي، د سراج الدین حقاني اوسني سفرونه څرګندوي چې دی له نورو طالب مشرانو سره په یوه سیالۍ بوخت دی.

هغه وايي: «سراج حقاني غواړي په ولایتونو کې د لويې او وړې کچې طالبانو تر منځ ځان مشر معرفي کړي، دا ځکه چې که په راتلوونکې کې د دوی د مشر د ټاکلو خبره کېږي او یا د سیاسي واک د لېږد موضوع را مخته کېږي، نو حقاني به له وړاندې په ولایتونو کې خپلې ریښې غځولې وي.»

سادات وړاندې وايي، چې کېدای شي د دغو سفرونو يو بل هدف دا وي چې :« هغه خپل خواره واره جنګیالي سره راټول کړي او پر دوی خپل اغېز ډېر کړي، ځکه چې د طالبانو ترمنځ اختلافات په ډېرېدو دي او غواړي د راتلوونکې لوبې لپاره ځان اماده کړي.»

ویل کېږي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې د دغې ډلې مشر او د اوسنۍ طالبي کابینې غړي د افغانستان په ګاوڼد کې اوسېدل، د جګړې او نورو برخو چارې يې له هغه ځایه څارلې، ملا هبئت الله له خپلې مشرۍ لاندې دوه مرستیالان سراج الدين حقاني او ملا يعقوب لرل، اوس تر ډېره بریده دا باور دی، چې سراج الدين حقاني غواړي د ملا هبئت الله ځای ناستۍ ته په ځان ګوتې ووهي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي روغتیایي مرکز د سترګو په سرطان د اخته افغان ماشومانو درملنه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ډاکټران د هغو افغان ماشومانو درملنه کې مرسته کوي چې د سترګو په سرطان اخته دي. ورځپاڼې لیکلي، دغه روغتیایي مرکز د دغو ماشومانو په درمنله او له افغانستانه بهر پاکستان ته په لېږدولو کې مرسته کوي.

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ( د زمري ۳۰مه ) لیکلي، چې د دغه هېواد ډاکټران د «ورېښمو لارې» په نوم په یوه پروژه کې د افغان ماشومانو ژوند ژغوري.

د شبای اسرائیل مېډیکل سنټر کې د سترګو د ناروغیو متخصص پروفیسور دیدي فابیان وايي، د «ورېښمو لارې» پروګرام له لارې د سرطان په ناروغۍ اخته ۱۰ افغان ماشومان د درمنلې لپاره د لاهور د ماشومانو روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په دې توکه به د ډېرو افغان ماشومانو درملنه وشي.

رتینوبلاسټوما د سترګو د سرطان یو ډول ناروغي ده، چې د اسرائیلو په شبای طبي مرکز کې یې درملنه کېږي.

د اسرائیل ټایمز د راپور له مخې، د ورېښمو لارې د پروژې مالي او لوژيستیکي ملاتړ د شبای د مرکز د نړۍوالې څانګې او د برېتانیا د یوې غیر انتفاعي موسسې له خوا کېږي او له دې سره، سره چې اسرائیل له افغانستان او پاکستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د ماشومانو په درملنه کې هیڅ خنډ نه شته.

پروفیسور دیدي فابیان اسرائیل ټایمز ته وویل:« موږ په افغانستان کې د نور روغتون سره همکاري کوو، چې په افغانستان کې څلور مرکزونه لري، خو رتینوبلاسټوما د درمنلې توان نه لري.»

ویل کېږي، چې په کابل کې د نور طبي مرکز د سترګو د سرطان د درملنې توان نه لري، نو ځکه د دغو ماشومانو، مور او پلار ته د سفر زمینه برابروي چې د پاکستان له پولې واوړي او بیا د موټر چلوونکي له خوا د لاهور روغتون ته ولېږدول شي.

پروفیسور دیدي فابیان وايي، د کورنۍ غړي تر هغه وخته پورې په خوندي کورونو کې پاتې کېږي، چې په بریالیتوب سره د دوی د ماشوم درملنه کېږي.

پروفیسور دیدي فابیان وايي، د کورنۍ غړي تر هغه وخته پورې په خوندي کورونو کې پاتې کېږي، چې په بریالیتوب سره د دوی د ماشوم درملنه کېږي.

افغانستان کې سلګونه زره دیني ښوونکي او نږدې یو میلیون زده‌کوونکي د طالبانو تر کنټرول لاندې

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو د زده کوونکو شمېر ۹۲۹۵۰ کسانو ته رسېږي. د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د اسلامي زده‌کړو لپاره د سل زره ښوونکو د ګمارلو خبر هم ورکړ.

د طالبانو د پوهنې وزارت دغه چارواکي همداراز زیاته کړه، د اسلامي زده‌کړو د پروګرام په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې د ښوونځیو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په ګډون سل زره نوي بستونه زیات شوي او د دغو بستونو ډکول په عملي توګه پیل شوي دي.

ښاغلي اخندزاده په کابل کې "ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام" کې وویل چې دوو جلا، جلا کمېټو د پوهنې پر نصاب بیا کتنه کړې او په هغه کې یې اصلاحات راوستي دي.

د طالبانو په دیني مدرسو کې نږدې یو میلیون زده‌کوونکي

د ښاغلي اخندزاده په خبره، سږ کال د دې ډلې په دیني مرکزونو کې ۳۶۲۰۳ کسان جذب شوي، چې له دې شمېر څخه ۱۲۸۰۸ یې نجونې دي.

هغه وويل، په ټول هېواد کې په ټوليیز ډول په دولتي او خصوصي ديني مدرسو کې د زده‌کوونکو شمېر ۹۳۹۵۰ کسانو ته رسیږي، چې له دې شمېر څخه ۹۴۶۱۲ یې نجونې دي.

دغه طالب چارواکی وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا څوارلس زره دیني مدرسې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ثبتې شوې او طالبانو له دغو دیني مدرسو سره نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

له دې سره، د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو په دغه خبري کنفرانس کې د نجونو د منځنیو او لېسو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه ونه ویل.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه نیولې او د نجونو د زده‌کړو د بیا پیلېدو لپاره یې نړۍوالو او کورنیو اعتراضونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

صالح ته د پاکستان د پخواني دفاع وزیر کنایه: تاسو د "ازادۍ جنګیالیو" له افغانستانه وشړلئ

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۶ GMT+۱

په پاکستان کې د "اساسي قانون د بحران" په اړه د امرالله صالح څرګندونو یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو غبرګون راوپارولي.

د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر امر الله صالح په ځواب کې لیکلي، چې صالح «د ازادۍ غوښتونکو د یوې ډلې» له لاسه په افغانستان کې ځای نه لري.

ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ(د زمري ۲۹مه) د پاکستان د پارلمان له خوا د تصویب شویو دوو لایحو له لاسلیکولو څخه د پاکستان د ولسمشر د انکار په اړه تبصره کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د اساسي قانون اړوند په لوړه کچه یو بحران رامنځته شوی.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د نیجر هېواد په څېر له داخلي ګډوډۍ او تجزیې پر خوا روان دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ پر ایکس( ټویټر) اعلان وکړ، چې هغه دوه لایحې "د رسمي رازونو د قانون تعدیل" او "د پوځ د قانون تعدیل" نه دي لاسلیک کړي او بېرته یې پارلمان ته استولي دي.

ښاغلي علوي د دې لایحې د ردولو لامل نه دی روښانه کړی، خو منتقدین یې د پاکستان د پوځ چې د دغه هېواد تر ټولو ځواکمنه اداره ده، په ګټه بولي.

د شهباز شریف د حکومت د دفاع پخواني وزیر خواجه اصف په پاکستان کې د اساسي قانون کړکېچ او د ګډوډۍ پیل رد کړی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ پر ایکس(ټویټر) د امرالله صالح وینا ته په اشارې سره په تونده لهجه لیکلي: "دا عزتمند سړی په خپل هېواد کې ځای نه لري، مګر دا جرئت لري چې پاکستان د شوروي اتحاد یا یوګوسلاویا سره پرتله کړي."

اصف زیاته کړه:" صالح او نور لوړ پوړي شخصیتونه د "خپلواکۍ د جنګیالیو یوې ډلې" له خوا له خپل هېواد څخه شړل شوي، دغو جنګیالیو، چې د نه ویرې له روحیې پرته یې بل څه نه درلودل، د ناټو د وسله والو پر وړاندې وجنګېدل."

که څه هم د پاکستان پخواني دفاع وزیر په وار- وار پر افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ له امله نیوکې کړي، خو تل یې هغوی د «آزادۍ جنګیالي» بللي دي.

اصف او نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي تحریک طالبان پاکستان یوه تروریستي ډله ګڼي، خو د افغان طالبانو په اړه دوی بل نظر لري.

په ورته وخت کې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستاني چارواکي په رسمي توګه دغه دوه ډلې د "یوې سکې دوه اړخونه" ګڼي.

دوه ترکي پوځیان پر یوې افغانې کډوالې د جنسي تېري په جرم په اوږدمهاله بند محکوم شول

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۶ GMT+۱

د ترکیې د وان ښار یوې محکمې د دغه هېواد دوه پوځیان پر یوې افغانې کډوالې مېرمنې د جنسي تېري په جرم په اوږد مهال بند محکوم کړل.

محکمې دواړو ترکي پوځیانو ته د ۳۲ او ۳۷ کلونو بند سزا واوروله.

دغو دوو پوځیانو؛ تېر کال د می په ۱۲مه نېټه د پناه غوښتونکو د اخراج پر مهال پر یوې افغانې مېرمنې جنسي تېری کړی و.

ترکي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د زمري۳۰مه) خبر ورکړ، چې تېر کال دوو ترکي پوځیانو اته افغان کډوال په داسې حال کې نیولي چې له ایرانه ترکیې ته په غېر قانوني ډول راتلل.

ترکي پوځیانو د افغان کډوالو تر نیولو او شړلو وروسته یوه افغانه ښځه له ځان سره بوتله او پر هغې یې جنسي تېری وکړ.

یادې مېرمنې د سرحدي ساتونکو مرکز ته د پېښې په اړه ویلي وو، چې د دوو پوځیانو له خوا پرې جنسي تېری شوی.

تورنو کسانو په محکمه کې ادعا کړې وه، چې جنسي اړیکه یې د پناه غوښتونکې مېرمنې په رضایت ترسره کړې، خو قرباني ویلي چې له دې سره جنسي اړیکه د زور له لارې نیول شوې ده.

محکمې د لازمو اسنادو له څېړلو وروسته وروستۍ پریکړه اعلان کړه او یاد پوځیانو ته یې ۳۲ کاله او ۶ میاشتې او ۳۷ کاله او یوه میاشت د بند سزا واوروله.

ترکیه اروپا ته د تللو د لارې په توګه د ډېرو افغان کډوالو د اوسېدو ځای دی.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو توقیف او اخراج زیات کړی دی.

د دغه هېواد امنیتي ځواکونو سږ کال شاوخوا څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې شړلي دي.

د کډوالۍ نړۍواله اداره: نېږدې ۷۰ سلنه افغانان بېکاره او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ - ۲۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې نېږدې ۷۰ سلنه وګړي بېکاره او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) پر ایکس(ټویټر) ټولنیزه شبکه لیکلي، چې په افغانستان کې بې کاري لا هم مخ پر زیاتېدو ده.

په ملګرو ملتونو پورې اړوند دغه اداره زیاتوي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی، کوچني او منځني کاروبارونه لا هم خپل کارګران او کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوې انفوګرافیکي څرګندونه کې روښانه کړې، چې سږ کال دغه سازمان ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له ۶۰ زره اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دې موسسې د خپلې مرستې د پروګرام لاندې ۵۸ زره کورنۍ راوستې وې او ۱۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د ۱۴۰۰ ز کال په زمري میاشت کې د طالبانو له راتګ او د بیکارۍ له خپرېدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وړاندوینه کړې وه، چې د راتلونکي کال تر نیمایي پورې به د دغه هېواد شاوخوا 97 سلنه خلک د بې کارۍ له امله د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې؛ د افغانستان د نفوسو دوه پر درېیمه برخه چې ۲۸ میلیونه وګړي کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی، چې دغې چارې هم پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز ښیندلی دی.