د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر امر الله صالح په ځواب کې لیکلي، چې صالح «د ازادۍ غوښتونکو د یوې ډلې» له لاسه په افغانستان کې ځای نه لري.
ښاغلي صالح د یکشنبې په ورځ(د زمري ۲۹مه) د پاکستان د پارلمان له خوا د تصویب شویو دوو لایحو له لاسلیکولو څخه د پاکستان د ولسمشر د انکار په اړه تبصره کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د اساسي قانون اړوند په لوړه کچه یو بحران رامنځته شوی.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان د نیجر هېواد په څېر له داخلي ګډوډۍ او تجزیې پر خوا روان دی.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ پر ایکس( ټویټر) اعلان وکړ، چې هغه دوه لایحې "د رسمي رازونو د قانون تعدیل" او "د پوځ د قانون تعدیل" نه دي لاسلیک کړي او بېرته یې پارلمان ته استولي دي.
ښاغلي علوي د دې لایحې د ردولو لامل نه دی روښانه کړی، خو منتقدین یې د پاکستان د پوځ چې د دغه هېواد تر ټولو ځواکمنه اداره ده، په ګټه بولي.
د شهباز شریف د حکومت د دفاع پخواني وزیر خواجه اصف په پاکستان کې د اساسي قانون کړکېچ او د ګډوډۍ پیل رد کړی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ پر ایکس(ټویټر) د امرالله صالح وینا ته په اشارې سره په تونده لهجه لیکلي: "دا عزتمند سړی په خپل هېواد کې ځای نه لري، مګر دا جرئت لري چې پاکستان د شوروي اتحاد یا یوګوسلاویا سره پرتله کړي."
اصف زیاته کړه:" صالح او نور لوړ پوړي شخصیتونه د "خپلواکۍ د جنګیالیو یوې ډلې" له خوا له خپل هېواد څخه شړل شوي، دغو جنګیالیو، چې د نه ویرې له روحیې پرته یې بل څه نه درلودل، د ناټو د وسله والو پر وړاندې وجنګېدل."
که څه هم د پاکستان پخواني دفاع وزیر په وار- وار پر افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ له امله نیوکې کړي، خو تل یې هغوی د «آزادۍ جنګیالي» بللي دي.
اصف او نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي تحریک طالبان پاکستان یوه تروریستي ډله ګڼي، خو د افغان طالبانو په اړه دوی بل نظر لري.
په ورته وخت کې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستاني چارواکي په رسمي توګه دغه دوه ډلې د "یوې سکې دوه اړخونه" ګڼي.