• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو په شمال کې الوتکه لوېدلې؛ د واګنر ډلې مشر هم د الوتکې د مسافرینو په لیست کې دی

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۷ GMT+۱

روسي رسنۍ خبر ورکوي، چې نېږدې لس تنه د مسکو په شمال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي، چې د واګنر ډلې مشر هم د دغو مسافرینو په لېست کې شامل دی.

ای بي سي نیوز د روسیې فدرالي هوايي ترانسپورت ادارې په وینا لیکي، چې د چهار شنبې په ورځ د مسکو په شمال کې هغه الوتکه رالوېدلې، چې د مسافرینو په لېست کې یې د واګنر ډلې د مشر پریګوژین نوم هم شامل دی.

په پېښه کې لس تنه وژل شوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې پرېګوژین په رښتیا هم په الوتکه کې سپور و او که نه؟

یاده اداره وايي، چې اوس مهال د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، چې معلومه کړي په دغه الوتکه کې د واګنر ډلې مشر و او که نه.

دغه اداره وايي: “د ایمبریر یوه الوتکه چې نن ماخوستن مهال را نسکوره شوې، د مسافرو په لېست کې یې یوګیني پریګوژین نوم او تخلص هم شامل دي."

په وژل شویو لسو کسانو کې درې د الوتکې د عملې غړي او اوه مسافر شامل دي. په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شول.

واګنر ته یوې نېږدې ډلې په ټیلګرام کې ویلي، چې د دغې ډلې د مشر الوتکه له مسکو څخه سنت پترزبورګ ته پر لار وه، چې د یوه هوايي توغندیز برید پر وسیله سقوط شوې ده.

پریګوژین د خصوصي نیمه پوځي وسلوالې ډلې واګنر مشر دی، چې د جون په میاشت کې د روسیې د اردو پر وړاندې د لنډ مهال لپاره بغاوت وکړ او وروسته د مذاکراتو له لارې له بغاوته لاس پر سر شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ۲۰۲۱ کې په امریکا کې ۴۷۵۲ ماشومان په وسلوال تشدد کې وژل شوي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۱

تازه څېړنې ښيي، چې د امریکا متحده ایالاتو په بېلابېلو ایالاتونو کې په ۲۰۲۱ کال کې په بې ساري ډول ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.

د امریکايي ماشومانو اکاډمي په یوه څېړنیز راپور کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز د معلوماتو پر بنسټ وايي، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د امریکا ۴۷۵۲ ماشومان د وسلوال تشدد له امله وژل شوي دي.

دغه اکاډمي وايي، چې دا وژنه د امریکا په تاریخ کې بې سارې ده.

د دغې اکاډمۍ څېړنې ښيي، چې په وژل شویو ماشومانو کې یې ۶۷ سلنه تور پوستې ماشومان دي.

د کامن ډریمز د راپور له مخې؛ د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کې تر ټولو زیات د وسلوال تشدد قربانیان لري.

راپور زیاتوي چې یوازې په تېر کال کې د وسلوال تشدد له امله په امریکا کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي، چې نیمايي برخه یې د ځان وژنې پېښې وې.

بلخوا د امریکا ولسمشر هم د دغو پېښو د زیاتېدو کانګرس ته بار – بار ویلي، چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي.

امریکا د هاوايي ایالت په اورلګېدنې کې نېږدې ۱۱۰۰ کسان ورک شوي دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱

امریکايي رسنۍ د چارواکو په حواله خبر ورکوي، چې د هاوايي ایالت په اورلګېدنه کې ۱۱۰۰ کسان ورک شوي دي، چې دا مهال یې پلټنې روانې دي.

له تېرو دوو اونیو راپه دېخوا ځنګلي اورونو د هاوایي ایالت د ماوي ټاپو وسوځاوه او د دغه ایالت چارواکو له مرکزي ادارې څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
د دغه ایالت والي ویلي، چې تر اوسه ۱۱۵ کسانو مړینه تایید شوې او په نورو پسې د پلټنې اداره پلټنې کوي.

فاکس نیوز د ماوي د پولیسو د مشر جان پېلټیر په حواله ویلي، چې ښايي د مړو په شمېره کې د پام وړ بدلون راشي او په نېږدې راتلونکي کې به د بې درکه شویو کسانو لېست خپور کړي.

تېره اونۍ د لاهینا چارواکو ویلي وو، چې د ۱۱۵ جسدونو څخه یې یوازې ۲۷ تنه پېژندل شوي او د نورو د پېژندنې لپاره اړتیا ده، چې د ډي این ای بېلګې یې واخیستل شي.

د هاوايي ایالت دغه اورلګېدنه د امریکا په تېر سل کلن تاریخ کې بې سارې بلل شوې او درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د یادونې وړه ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغه ایالت ته سفر کړی و او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مرستې ژمنه کړې وه.

د سویلي افريقا د بهرنيو چارو وزير: د برېکس غړو هېوادونو د دې ډلې پر پراخولو هوکړه کړې ده

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چې د برېکس مشرانو "برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا" د نویو غړو د منلو پر مېکانېزمونو موافقه کړې ده. دا موافقه د ایران او سعودي عربستان په ګډون د لسګونو هېوادونو لپاره د برېکس د غړیتوب لاره هواروي.

د برېکس د پراختیا موضوع د سویلي افریقا په پلازمېنه جانسبورګ کې د دې ډلې د مشرانو د غونډې د اجنډا په سر کې وه.

که څه هم د برېکس غړو په ښکاره توګه د نویو غړو د منلو څخه ملاتړ وکړ، خو د دغې ډلې مشران د نویو غړو د منلو د سرعت په اړه سره په یوه خوله نه دي.

له څلوېښتو څخه ډېرو هېوادونو د برېکس د غړیتوب لپاره خپله لیوالتیا ښودلې ده.

د سویلي افریقا د چارواکو په وینا؛ دوه ویشتو هېوادونو د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، الجزایر، قزاقستان، وینزویلا، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق: ۸۰ سلنه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کړی، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

دغه سازمان له زده کړو د محرومو نجونو شمېر دوه نیم میلیونه یاد کړی دی.

په ملګرو ملتونو پورې تړلی دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له ۱۴۰۰ راهیسې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د پرلپسې حکمونو په صادرولو سره، دوی له خپلو حقونو څخه په تدریجي ډول بې برخې شوې دي.

په همدې حال کې یونیسف په خپله خبرپاڼه کې ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین لومړني قربانیان بللي او زیاته کړې یې ده چې دوی هېر شوي دي.

د دغه نړۍوال سازمان په وینا؛ په افغانستان کې بشري ناورین په شدت سره ډېر شوی او کم عمره ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار کولو ته اړ کېږي، چې د کار په جریان کې له هر ډول ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ په داسې حال کې چې د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي، د اقلیم بدلون د دې لامل شوی، چې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې سږ کال لومړیو اورښتونو په ۱۸ ولایتونو کې د څه باندې ۱۲۶ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د دغه سازمان د موندنو له مخې؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالي میلیونونه ماشومان اړ کړي، چې په شپږ کلنۍ کې هم د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار وکړي.

دې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغان ماشومان په کوڅو، کروندو او واټونو کې د کار کولو له امله له ګڼو ناوړه چلندونو سره مخ کیږي.

دغه راز د ماشومانو د خوندیتوب د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو څخه دی، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دی.

د یونیسف د اټکل له مخې سږ کال ۲.۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ۸۷۵ زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

یونیسف زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې له بشري بېړني حالت سره - سره د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره یوازې ۲۲ سلنه مرستې راټولې شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی، چې یاده اداره به د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو ټولنو او ماشومانو ته مرستې ونه شي رسولی.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې ماشومان او اقلیتونه له ناورین سره مخ دي.

د هند فضايي بېړۍ چاندریان-۳ د سپوږمۍ پر مخ کېناسته

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د هند د چاندریان-3 فضايي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره سپوږمۍ ته ښکته شوه. هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

د هند لومړی وزیر نارېندرا مودي، چې د برېکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په سویلي افریقا کې دی، د دې فضايي بېړۍ په ښکته کېدو یې د خپل هېواد د بیرغ په رپولو وویل:" دا د یوه نوي هند د بریا چغه ده".

د هند فضايي ادارې د زمري ۱۵مه اعلان وکړ، چې د چاندریان-۳ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته له توغولو درې اونۍ وروسته په بریالیتوب سره ځای پر ځای شوه.

دا فضایي بیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضاء ته ولېږدول شوه.

سپوږمۍ کې د دې فضایي بیړۍ له ناستې سره د هند د فضایي څېړنو د بنسټ رییس وویل: "هند په سپوږمۍ کې دی".

د چاندریان-۳ فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په سویل کې ښکته شوې ده.

تر دې مخکې د لونا-۲۵ په نوم ورته یوه روسي فضايي بېړۍ د تخنیکي ستونزو له امله په سپوږمۍ کې نسکوره شوې وه. وروسته له ۴۷ کلونو د روسیې لومړنی فضایي ماموریت ناکام شو.

تر دې مخکې چین، روسیه او متحده ایالات په سپوږمۍ کې په کنټرول شوې ناستې بریالي شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی، چې په ټول هند کې خلکو په سپوږمۍ کې هندي فضایي بېړۍ کتله او د بریالي ښکته کېدو لپاره یې دعاګانې او خوشالۍ کولې.